د افغانستان څخه پنځه کاله تر مخه تښتول شوي بهرنیان په پاکستان کې وموندل شوه

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۶): نن د پنجشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو هغه کورنۍ وموندله چې په کال ۲۰۱۲ په افغانستان کې تښتول شوې وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دغه بندیان د یوه دریم ګړي هیواد په منځګړیتوب خوشي شول خو نه یې هغه هیواد په ګوته کړی او نه یې هم نور معلومات خپاره کړي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکایانو له لوري ددوی سره د هغو پنځو بهرنیانو په موندنه کې استخباراتي مرسته وشوه چې څو کاله تر مخه د افغانستان څخه تښتول شوي وه.

په تښتول شویو کسانو کې یو مېړه، یوه یې ښځه ده او درې يې په بندي خانه کې زیږېدلي ماشومان دي. دوی په کال ۲۰۱۲ اکتوبر میاشت کې د وردګ ولایت څخه نیول شوي وه.

د پاکستان پوځ په خپل خبرپاڼه کې وویل چې تښتول شوي کسان د امریکا د سي آی اې تر څارنې لاندي وه او کله چې د افغانستان څخه پر کرمه ایجنسي پاکستان خواته ته را اړول کېدل، دوی ونیول.

او زیاته کړې چې را خلاص شوي بندیان به ډېر ژر خپلو هیوادونو ته ولیږل شي.

د پاکستان پوځ په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې د تښتول شوي کورنۍ راخلاصون پر دې دلالت کوي چې پر وخت استخباراتي معلومات شریکول څومره مهم دي او دا چي دوی څومره د امریکا سره د «تروریزم» پر ضد په جګړه کي جدي دي.



4 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    د پاکستان د فوځ پاڼی مطلب دا دی چه که د پاکستان او افغانستان غلامان خپلو کی سره غوږونه ، ژبی ، پښی او لاسنه نزدی کړی ستونزی به کمی شی د امریکا د لنګی غوا شدو چوشکونه به تل خولو کی لری او د دغه هیوادو د زمکی لاندی او باندی زیرمو به امریکا ګټه پورته کوی او دغه د افغانستان لوړ بوړو غلامانو ته به اروبا او هیوادو کی د بزنسو زمینه مساعده کړی چه په بیلونو سرمایه یی هم په اروبا او امریکا کی سرمایه ګذاری شی ، په دی واسطه به امریکا او اروپا کومه بیه نه وی پری کړی او که کوم غلام یی سرغړونه کوله سرمایه به یی فریز کوی ، تاسی وګوری مشرف چیری ناست دی

  2. طالبانو د پاره حتمی او ضروری ده چه په دغه هکله خپلو ملګرو او ولس ته وضا حت ورکړی. د خلګو سره سوالونه دی .
    او محترم بیانزی صاحب د خپل استعداد ښو دلو په خاطر داسی تبصری کوی چه تکراری شیان دی . فقط لکه ولس چه افغانی غلامان او د پاکستان دسیاستو سره نا بلده وی او نه ي پيژنی . خدای دی وکړی چه د محترم بیانزی صاحب نغس خراب نسی .

  3. ######
    اصل موضع : طالبان تل د مهمو خبرو څرګندونی کوی ، که یی لازم ولیدل او دا ورته مهمه ښکاریدله په دی اړه به هم لازمی معلومات د مظلوم اولس سره شریک کړی کیدی شی ستا به نزد شیان هغوی ته د ذری په اندازه هم اهمیت ونه لری نو په لیکلو یی وخت نه ضایع کوی وایی یو تجربه سبین ږیری د اغاخان په شان زیرکه او جالباز ځوان سره شریکه ډوډی خوری د دسترخوان په مخ خوړو کچه لږه کمه وه ، غوښتل یی چه سپین ږیری د یوسف ع په قیصه مصروف کړی او ډوډی تری دی خلاصه کړی . مګر سپین ږیری ورته هغه لویه قیصه ډیره په اسانه کوی وایی [ یو ماشوم له پلاره ورک شوی وو بیرته یی باموند ]
    نو دهغه بندیانو به اړه کومه لویه خبره نشته دوه امریکایان میړه او میرمن یی نیولی وو ، دری بچی هم الله ج په جیل کی ورکړل وایی چه یو یا دواړو اسلام منلی وو ، دا چه له دی وروسته به یی عقیده محکمه پاتی شی والله اعلم . کیدی شی طالبانو یی په مقابل کی روپی اخستی وی ، کیدی شی ، کوم بندیان یی ورباندی راخوښی کړی وی یا راخوشی کړی او لا یی د دوی د مسلمانی له امله خوشی کړی وی لا یی ساتنه ورته ګرانه وه ، ځای یی استخباراتو ته په ګوته شوی وو پتولی یی نه شو لا یی ساتلو ته وخت نه درلود ، یا هغه بندیان داسی کسان نه وو چه تر ډیره وساتل شی لا ناروغه وو والله اعلم . طالبان نه شی کولای چه هم جنګ وکړی ، هم خبرونه مونږ ته ورسوی هم نسق او جذب او دعوت وکړی هم بندیان وساتی او هم د بندیانو دتبادلو له احواله مو خبر کړی که مهم وی له هغوی مو خبروی . که تر دی زیات مهم سوالونه وی چه ما مطرح کړل راته ولیکه مننه

  4. محترم افغان صاحب . طالبانو د امریکا د هغوی د اتحادیانواو ورسره ذلیلو غلامانو شرمنده ګی ، شکست د خپلو فربانیو ، نطم ، انحاد او ولس په همکاری و جهان او نړی. ته ثابته کړل . نو طالبان یو منظمه اداره ده او تاسو چه کوم شیان ذکر کړیدی. لکه جنګ ، خبرونه جذب او جلب او داسی نور دا هر څه د طالبانو په اداره کی ‌‌‌‌‌‌ډ یر په منظم او اصولی توګه د الله ج په نصرت موجود او روان دی . چه د مختللی ملکو استخبارات هم ورته په تعجب کی دی . ددغه اصل په بنیاد نن د جهان. اشغالګر پر خپل نظامی شکست او ناکامی اقرار کوی . او دغسی مقاومت په. بی نظمی او غیری اصولی د اسلام د دښمنانو سره ممکن نه دی لکه تاچه اشاره ورته کړی وه. چه طالبان نو هر کار نسی کولای . او په داسی حال کی چه طالبانو دغه کارونه په ‌‌‌‌‌‌ډ یره صحی او درسته طریقه په خپل وخت او موقع باندی ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه اجرا کړیدی . نو زما مطلب د مخکی لیکنی څخه دغه
    وه. چه یرغلګر په نظامی میدان کی مکمل شکست خوړلی. دی . او ددوی غلامان د دوی په دستور غواړی چه د مقاومت په مقابل کی د دغی موضوع په هکله داسی تبلیغات وکړی او هم ي کوی . چه د مقاومت او ولس دنفاق. سبب وګر ځي. د مطبوعاتو او تبلغاتو رول پر نظامی حالاتو زیات اثر کوی . نو هرکار باید پر خپل وخت او موقع باندی وسی. متاسفانه ستا چوکاټ ، دایره او لید لوری ‌‌‌‌‌‌ډ یر تنګ دی وسعت په کښی نسته . نو ددغه استعداد په اندازه به تاسو حتمی وایاست. چه طالبان نو ټول کارونه نسی کولای بیله جنګه او یا د سپین ږری مثال. راوړی. چه نه ئ ځای ، موقع او ربط او ارتباط لری
    او نه نور غواړم چه تاسو محترم ماته د نورو سوالو جواب راکړی . ځکه ستاسو د جوابو څخه تر دوست. دښمن زیاته فایده وړی .
    او نه ددغه ضرورت وه . جه طالبانو به پيیسی اخستی وی او یا به دغه او هغه کړی وی . په دین کی یو اصل دی چه کله ، کله او یا د ویلو دپاره چه څوک څه نه لری نو سقوط ورته عزت دی او بهتره دی
    د بخښنی په ویلو سره چه خفه نسی او ستاسو دلیکنی مننه کوم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.