پولي چرخي

په پلچرخي زندان کې د یوه دیني عالم پر وژنې طالبانو غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): په پلچرخي زندان کې یو تن دیني عالم او د بندیانو استاد د بندیانو په خپل منځي جګړه کې وژل شوی او طالبانو تور پوري کړی چې د زندان چارواکې په کي لاس لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي محمد وزیر په نامه دیني عالم او په زندان کې د بندیانو استاد هغه وخت ووژل شو کله چې د جنائي بندیانو له لوري د چړو ګوزارونه باندي وشول او تر سخت ټپي کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

نوموړي ویلي چې دغه کار د «یوه شیطاني پلان» په ترڅ کې تر سره شوی، د کوم له مخې چې د «کابل اداره» غواړي په زندان کې هم قومي، ژبني او سمتي کرکې را وپاروي.

نوموړي وویل چې سیاسي بندیانو په ځلونو د چارواکو څخه غوښتنه کړې تر څو دوی او جنايي بندیان سره جلا شي خو چارواکي یې نه ورسره مني او اکثره جنائي بندیان د «زندان د چارواکو په دستور» د سیاسي بندیانو د جماعت لمانځه، تلاوت، دیني درسونو او نورو مثبتو مصروفیتونو په وړاندي خنډونه جوړوي.

نوموړي وویل چې د تېر سپتمبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه په یوه ورته شخړه کې جنائي بندیانو قران کریم ته سپکاوی وکړ چې له امله یې نښته را منځته شوه او د زندان امنیت ساتونکي هم د جنایانو پر خوا شوه او پر سیاسي بندیانو یې ډزي وکړې چې له امله یې دوه تنه ټپيان شول.

مجاهد وویل : «اسلامي امارت د هيواد په زندانونو کي د ناوړه او وحشیانه وضعيت په اړه وخت په وخت اندیښنه ښودلې او داسې کړنې غیر انساني بولي.

د کابل د دوه سري ادارې په راتګ سره له بنديانو سره له کرکي ډک ظالمانه چلند سيستماتيکه بڼه غوره کړې او د زرګونو بېګناه او مظلومو بنديانو پر حقه حقوقو يې په ډېري سپين سترګی سره تيري ته دوام ورکړي دی».

مجاهد پر ملګرو ملتونو او حقوق بشر ادارو باندي هم غږ کړی چې د «د مظلومو بنديانو له حقوقو څخه له کوم توپير او سياسي تړاوه پرته ملاتړ وکړي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د