افغانستان

کندهار: د غورک ولسوالۍ د طالبانو له لاسه وتلې / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د غورک ولسوالۍ مرکز یې بیرته د طالبانو څخه نیولی دی خو طالبانو یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي رسنیو ته ویلي چې د یادې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره یې دوه ورځې تر مخه عملیات پيل کړي وه چې نن پای ته ورسیده او د ولسوالۍ مرکز ددوی تر کنټرول لاندی راغی.

نوموړي په دغه عملیاتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښودلې او ویلي یي دي چې وروسته به یې په اړه معلومات د رسنیو سره شریک کړي.

باید وویل شي چې د غورک ولسوالۍ د څو میاشتو راهیسي د طالبانو په لاس کې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

زه له ټولو رسنیو ، پاڼو او تلویزونو هیله لرم ، تر هغی چه طالبانو د خبر د تایید یا رد به اړه څه نه وی ویلی د کابل د اداری خبره چه تل دروغ وایی دروغو کی ښکرور مهارت لری ، مه یی منی او مه یی نشروی تاسی به ګوری چه دا خبر به یی هم دروغ وی د کابل اداره د بادارانو به دستور هڅی لری چه خپل بایللی مورال په دی درواغو راپورته کړی او په دی واسطه به د بادارانو د ډالرو بهیر هم جاری وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x