نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۴۳ برخه)

وروسته هغه لوی کمونیست راغی، دا بل ځناور لاړو، بیا یې نصیحتونه را ته شروع کړل، چې حال ووایه، داسې مه کوه، ما یې خبرې سمې نه اورېدې! وایې دا ولې داسې کوې! څه درباندې وشول، وختې خو روغ وې؟  ما ویل تا هغه بل ته ویل چې مابه نه وهې، خو کله چې ته لاړې زه یې سخت ووهلم، اوس مې غوږونه کار نه کوي، خبرې نه اورم! وایې ډېر یې ښه کول چې وهلې یې! ما له ځان سره ویل چې ښه! تا چې ورته ویل چې مه یې وهه! مطلب دې دا و چې ښه یې ووهه!

 

 تر دوه هفتو پورې زما دواړه غوږونه خراب وو، سم مې څه نشول اورېدای، په دې یو غوږ مې تر ډېره پورې څه نه اورېدل! څو میاشتې همداسې ډب و! بیا وروسته د سر درد هم راته پیدا شو! زما په ګومان هغه هم له همدې وجې و.

خبره مې د کمونیستي څارنوالانو د بد اخلاقۍ او بې حیایۍ کوله، یوه ورځ همدا برګ ژبی کمونیست څارنوال د تحقیق خونې ته راغی، ما ته مخامخ په چوکۍ کیناستو، هسې یې پتلون ته پام شو، زما هم ورته پام نه و، خو چې دده ور پام شو، زما هم ور پام شو، د پتلون ځنځير یې خلاص و، ده پرته له دې چې وشرمېږي، یا لږ اخوا شي، په ډېره بې پروایۍ او بې ادبۍ سره، لکه هېڅ چې نه وي شوي، د پتلون ځنځیر یې وتړلو، او نور یې په خبرو پیل وکړ!

 ما له ځان سره ویل چې آخر که نور هېڅ نه وي، انسان خو یې، کم تر کمه هغه انساني حدود خو په پام کې ونیسه! مګر نه، دا د  دوی خوی، دا یې عادت دا یې خصلت دی،     کمونیزم سراسر ټول جنایت دی!

 بېرته را ګرځم د حاجي صیب کیسې ته، نوموړي راته ویل چې یو ملګري چې په همدې ریاست نود کې یې وخت پرې تېر کړی و، کیسه راته وکړه، چې یو بندي راته ویل چې زه یې ریاست نود ته بوتلم، هلته یې وهل، ټکول، ځوړندول، او نورې لوبې را باندې وکړې، له دې ټولو سره سره دوی خپل مطلوب تر لاسه نه کړ. نور یې زما کمیس و ایستلو، یوه دړه یې راوړه، چې واړه واړه میخونه پکې ټکوهل شوي وو، په دې دړه  یې چې د میخونو په تېرو تېرو سرونو فرش شوې وه، زما شا ږمنځلوله! داسې چې له ولیو به یې را کش کړه تر پایه پورې! په دې سره مې شا له یوې مخې ټپي ټپي شوه!

په همدې حالت کې مې یې په شا سره مرچ او مالګه ودړول! هغه وو سوی او درد! داسې یې ناتابه کړم چې په هېڅ ډول مې طاقت نه کېدو! په همدې حال کې یو بل څارنوال راته راغی، هغه راته ویل چې راځه هلته پاس حوض دی، په هغه کې ځان واچوه چې له زخمونو دې مالګه او مرچ لیرې شي، په کرار به شې!

زه په دې هیله چې اوس به مې د شا درد اوسوی یو څه آرام شي،او په حوض کې به ځان واچوم! څنګه چې حوض ته را ورسېدو، ځان مې پکې ور ګوزار کړ! چې ور ولوېدم، یو په یو برېښنا ونیولم! له دې سره نور بیا په ځان نه یم پوهېدلی!

ظالمانو په حوض کې د برېښنا لوڅ مزي تېر کړي وو، تر څو بندي نور هم په تکلیف شي، او د دوی دخوښې اعتراف وکړي!

 وايي هغه کس ویل چې هغه ملګری اوس هم همدلته را سره و، حالت یې ډېر خراب و، له نورمال حالت نه وتلی و، ددې ویره وه چې لیونی به شي!

په مخکنیو برخو کې مې د یو بل ملګري په اړه ځینې خبرې وکړې، خو یوه یې اوس را یاده شوه، هغه ملګری چې په خوست کې یې نیولی و، او کمونیستانو سخت ځورولی و، هغه ویل چې له ما سره یې داسې لوبه وکړه چې یوه د اوبو کوزه یې را واخیسته! او زما په خصیتینو پورې یې وتړله! یو یو ګیلاس اوبه به یې پکې اچولې! او ما ته به یې ویل چې اقرار وکړه! ما ځان ټینګ کړی و، درې ګیلاسه یې پکې واچولې! څلور یې پکې واچولې! سخت په تکلیف وم! پنځم ګیلاس یې پکې واچولو! له هر ګیلاس سره به درد زیاتېدو! شپږم ګیلاس پکې ور واچولو! آخر چې اووم ګیلاس یې ور واچولو! بیا په ځان نه یم پوه شوی!

لنډه دا چې د کابل حکومت په زندانونو کې سخت وحشت او بربریت و، په ځانګړي ډول د تحقیق پر مهال! د هېڅ انساني او بشري ارزښت احترام نه کېدو، په اصل کې د قانون له مخې بندي د تحقیق پر مهال مجرم نه وي، یوازې تور پرې لګیدلی وي، مجرم هغه وخت ګڼل کېږي چې جرم یې ثابت شي، او محکمه حکم پرې وکړي!

په دې صورت کې مجرم یوازې د هغه سزا مستحق دی چې محکمه یې ورته وټاکي، له هغه پرته هېڅوک نشي کولی چې نوموړي ته له ټاکل شوې سزا پرته نوره سزا ور کړي! مګر د کابل په زندانونو کې یو کس به چې کوم وخت ونیول شو، له همغه وخته بیا تر آزادیدو پورې مجرم و! د مجرم په سترګه ورته کتل کېدل! غیر انساني چلن ور سره کېدو! د امنیت او زندانونو کارکوونکو به له بندیانو سره داسې تعامل کولو لکه د دوی پلار یې چې وژلی وي!  یو یو به که سم سړی پکې پیدا شو!

په پای کې غواړم د نتیجې په ډول هغه څه چې ما، احساس مې کړل، په یو څو پاڼو له لوستونکو سره شریک کړم:

۱ –  زندان ښودله چې د یرغلګرو په وړاندې یوازې طالبان نه، بلکې ټول ولس را پورته شوی، په زندان کې ډاکتران، انجینران، مامورین، معلمان، پولیس، د ملي اردو سرتیري، کماندو، د دفاع وزات جنرالان، او دداخله وزارت افسران، د امنیت کارکوونکي، د ګذر وکیلان، د ارګ پیره داران، محصلین، دپوهنتنو استاذان، هوټلچیان، ډریوران، نایان! بزګران، خټګر، تجاران، دوکانداران، د جوماتونو امامان، د مدرسو مدرسین، مولوي صاحبان، قاري صاحبان او طالبان خو څه کوې! پښتانه، تاجک، ازبک، بلوڅ، ترکمن، پشیان، هزاره ګان، بوډاګان، ځوانان، ماشومان، مېرمنې، چرسیان او آن لیونیان ټول د طالب په نامه راوستل شوي وو! او دا ځکه چې دې ټولو د یرغلګرو مخالفت کړی و!

 ما چې دا حالت ولید، حیران شوم!  ما ویل دا څه حال دی؟ مونږ خو بهر داسې فکر کولو، او ټول خلک داسې فکر کوي چې یوازې طالبان د یرغلګرو او کفارو په وړاندې را پورته شوي، دا خو د ولس ټولې پرګنې د خپلواکۍ او آزادۍ ږغ پورته کړی! هسې خلک ترې نا خبره دي!

 او دې یو ډول ډاډ راکړ، ما ویل یرغلګر به خامخا یوه ورځ نه، یوه ورځ له شرمېدلې ماتې سره مخ کېږي، ځکه چې په چا پسې چې ولس را پورته شو، هغه بیا نشي ټینګېدای!

۲ –  د کابل امنیت د معلوماتو له مخې بالکل غریب دی، دوی ددې پر ځای چې د یو کس د نیولو لپاره پوره شواهد او اسناد پیدا کړي، او له بندي څخه د مستندو دلایلو او شواهدو په رڼا کې تحقیق وکړي، بر عکس د سوټي په زور معلومات ترې اخلي، او سوټي ته ځکه مراجعه کوي چې معلومات نه لري، که دوی بندي ته شواهد وړاندې کړي، په سلو کې ۹۰٪ پرته له کوم چون چرا اقرار کوي، ځکه چې شواهد داسې قوي حجت دی چې هېڅوک نشي ترې نه په شا کېدای، او بل متهم په دې پوهېږي چې دوی زما په اړه پوره معلومات لري، نو انکار ته څه ضرور دی.

د نړۍ په کچه ټینګ استخبارات هېڅ وخت متهم کس تر هغه نه نیسي، تر څو چې یې د هغه په اړه پوره شواهد نه وي پیدا کړي، په دې توګه له یوې خوا د استخباراتو حیثیت په ځای پاتې کېږي، خلک پرې باوري کېږي، چې دوی په رښتیا هم پوره معلومات لري، او له بلې خوا په آینده کې نور خلک، او هم هغه کسان چې خلاصېږي،  د دوهم ځل لپاره داسې څه نه کوي چې بیا پرې ونیول شي. ځکه پوهېږي چې استخبارات قوي دي، او د دوی کړه وړه څاري. په دې توګه د حکومت په وړاندې امنیتي ګواښونه کمېږي.

 کمزوری حکومت بیا له هر څه اوهر چا نه یرېږي، له همدې کبله هر څوک نیسي، په هر چا یې چې شک راشي، یا یې په اړه څوک څه ورته ووایي، په دې توګه خپل اصلي دښمن نه پېژندلی شي، او نه یې نیولی شي، په داسې یو حالت کې حکومت خپل ځان ته یوازې دښمنان زیاتوي، ځکه هغه کسان چې څه یې نه وي کړي، او دوی یې ونیسي، بندي یې کړي، ویې ځوروي، و یې وهي، دا په حقیقت په خپل لاس خپل دښمن جوړول دي، کوم څه چې د کابل حکومت کول، او کوي یې.

د نظام تر ټولو مهمه ستنه د نظام د مهرو تر منځ په ځانګړې توګه په استخباراتي سیستم کې همغږي او همنظري ده، کوم څه چې د کابل حکومت بالکل ترې برخې دی، په ځانګړي ډول استخباراتي برخه یې، په استخباراتي برخه کې ګڼې کرکې د ګڼو بنسټونو پر بنسټ په پراخه توګه شتون لري، د قوم په نامه، د کمونیست او په نامه مجاهد  په نامه، د تنظیمونو  په نامه، دا هغه څه و چې  هر چا محسوسولی شوای.

له بندیانو سره د تحقیقاتو په برخه کې د کابل د استخباراتو تر ټولو مهمه وسیله، او وسله، وهل او ټکول، ځوړوندول، شکنجه کول، په عام ډول د بندیانو کړول وو، دوی په حقیقت د پیپونو او ځنځیرونو هغه شړقا او شرنګا لیکله کومه به چې د بندي د پښو او لاسونو او د پیپونو او ځنځیرونو د کشمکش په نتیجه کې را منځ ته کېدله! او څارنوال به بیا د همدې پيپونو د شړقا او د ځنځيرونو د شرنګا دلیلکې بڼې په نتیجه کې دوسیه برابروله، او محکمې د همدې پر اساس پرېکړه او فیصله کوله! خو له دې ټولو سره سره که به ډالر لږ سر ورته را ښکاره کړ، بیا به هېڅ نه و! د څارنوال دوسیه به ورکه شوه، او د قاضي فیصله به بدله شوه! …

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x