ادبي لیکني

اوښکې

سمیع تنویر

اوښکې د هغه کار په وړاندي زموږ د بیوسۍ او کمزورۍ اظهار دي چې د هغه په مخنیوي او پريښودلو کي موږ عاجز یو

موږ چې دې نړۍ ته راځو پيل يې په ژړا کوو

او له دې دنیا څخه د خپلوانو او عزیزانو له ژړا سره الوداع کوو

د مرګ په وخت باندي د خپلوانو اوښکې د مرګ په وړاندي د هغو د ناتوانۍ او همدردۍ ښودونکي ده.

د ماشوم اوښکې د لوږي ،تندي، یخني، ګرمي، درد او تکلیف په لیري کولو کي د هغه د عجز ښکارونه ده.

تر څو د مور پام ځان ته را واړوي او دده مرسته وکړي.

د زوړوالي په دوره کي هم اوښکې د دردونو، غمونو او مصیبتونو او د هغو په لرې کولو کې د ناتوانۍ ښکارونه ده او د يوه خواخوږي لټون دی.

اوښکې د روحي او جسماني دردونو تر ټولو ښه تسکین ده.

اوښکې د زړه د نرمی ستره نښه ده.

اوښکې د مظلوميت لويه علامه ده.

او ځينې وخت اوښکې د ډيرې خوشحالۍ ښکارونه هم کيدلای شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x