شعـــــرونه

غزل – انیس شینواری

عشقه له زوره دې لوېدلى يمه

کله چې ستا په لاره تللى يمه

عشقه ناکام وو چې مين شومه زه

ځکه زه هر چا پېژندلى يمه

عشقه ډېر خوږ يې خوند په تا کې پروت دى

عشقه خوږوالي دې وژلى يمه

عشقه ګيله مې درنه ځکه کيږي

عشقه له کاره دې ويستلى يمه

عشقه زما په خوند پوهېږې که نه؟

عشقه په خوند دې پوهېدلى يمه

عشقه که هر څو پرهېزګار يمه زه

خو يو ځل لار کې ودرېدلى يمه

عشقه جانان دې عاشق کړى په ما

عشقه جانان په زړه ويشتلى يمه

عشقه انيس رانه اوس لاس اخيستى

عشقه انيس په خداى سپارلى يمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close