نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۴۴ برخه)

۳ – بډې او رشوت بل هغه لوی او وژونکی فساد دی، چې کابل حکومت یې وروست کړ، له سره تر پښو پکې ننوتی، په داسې توګه چې استخباراتي برخه یې هم له دې فساد څخه روغه نه وه پاتې، د یو نظام په استخباراتو کې چې بډې او رشوت شتون ولري، څه فکر کېږي چې هغه نظام په خپلو پښو درېدی شي؟  استخبارات د نظام د ملا  تېر دی، د ملا تېر چې روغ نه وي، په نور بدن ښه کېدای شي؟ کرزي هسې ویلې وو چې بګرام د طالب جوړونه فابریکه ده، نه او بیا هم نه، څومره چې د کابل حکومت استخبارات د مجاهد جوړونې او طالب جوړونه فابریکه ده، بګرام نه دی!

 

 ما په خپلو سترګو ولیدل، ډېر مې ولیدل، ډاکتران، انجینران، بزګران، تجاران، محصلین، استاذان، ملی اردو، پولیس، او… چې په هملته په زندان کې لا طالبان شوي وو! بهر ته چې راووزي پرته له دې چې د حکومت او یرغلګرو ملګرو په وړاندې یې ټوپک را واخلي، بل کار به نه کوي!

۴ – د کابل استخبارات د امریکایانو تر نیغې څارنې او اغېزې لاندې وو، داسې چې د ریاست نود ټوله پالنه امریکایانو کوله، بندیانو ته جامې، ولچک، ډوډۍ، د مامورینو معاش ټول امریکې ور کول، او کله به چې امریکایانو غوښتل له یو چا نه په زور معلومات تر لاسه کړي، او یا یې ښه په خوند وځپي، هغه به یې ریاست نود والا ته په لاس ور کول.

 زه هغه وخت حیران شوم، کله چې د ریاست نود رئیس راته وویل: ته ولې د امریکایانو مخالفت کوې؟ امریکایانو مونږ ته سرکونه جوړ کړل! لارې یې را ته جوړې کړې! دلته دغه تا چې اغوستې دي دا جامې د امریکې دي! دا ډوډۍ چې دلته مونږ او تاسو خورو دا د امریکایانو ده، مونږ ته معاش امریکایان راکوي! آخر د امریکایانو مخالفت ولې وکړو؟!

ما ورته ویل یو څو دقیقې وخت اوس ما ته هم را کړه! ده ویل سمه ده وایه:

 ما ویل په حقیقت کې امریکه زمونږ د ولس او هېواد دښمنه ده! د روسانو پر مهال همدا امریکه وه چې دلته زمونږ په هېواد کې یې دجنګ اور ته لمن وهله، کله چې روسان لاړل، په خپل منځي جګړو کې که امریکې د زړه له اخلاصه کار کړی وای، تر ډېره د کورنیو جګړو مخه نیول کېدای شوای، مګر دوی دا کار قصدا ونه کړ!

اوس بیا همدا امریکایان زمونږ خاورې ته په دې نامه راغلل چې جګړه به ختموي، سوله او آرامي به راولي، خو دا دي مونږ ګورو چې ورځ تر بلې حالات د خرابۍ په لوري درومي، تاسو وایئ چې طالبان د پاکستان خلک دي، د پاکستان په لاس کې دي، که پاکستان وغواړي زمونږ د هېواد مشکل په یوه ورځ کې حل کېږي، او حال دا چې امریکه له پاکستان سره دوستانه اړیکې لري، امریکه ولې پاکستان ته نه وايي چې دا جنجالونه نور ختم کړه، که امریکه په رښتیا وغواړي او کار د پاکستان په لاس کې وي، ولې یې نشي سمولی!

په دې ټول پوهېږي چې پاکستان له امریکې نه یرېږي، پاکستان په هېڅ صورت نه په نظامي، نه په سیاسي او نه هم په اقتصادي برخه کې دومره توان او ځواک لري، لکه امریکه یې چې لري، بلکې پاکستان په اقتصادي برخه کې د امریکې ځېره خور دی، نو بیا امریکه ولې دا لوبه پای ته نه رسوي!

زه څه ډول له امریکې سره دوستي وکړم، په داسې حال کې چې هغه زما خاوره په نورو خرڅوي، خپله یې چې څه خوښه وي هغه پکې کوي، زما ولس یې په اور کې اچولی دی، زما پر ولس یې جګړه ور تحمیل کړې ده! دېته ورته نورې مې هم ورته وویلې!

د ریاست نود رئيس او ورسره ګروپ یې غلی غوږ نیولی و، هېڅ یې ونه ویل، خپلو ملګرو ته یې ویل دا کس څوک دی؟ دا دمشرقي ولایاتو دی، داسې تېز تېز ږغېږي! نور له همدې سره جګ شو!

هغه چې لاړو، زما موظف څارنوال چې یو کمونیست و، هغه د خواخوږۍ خو په عین وخت کې د سرزنش او ملامتیا په توګه راته ویل چې رئیس صیب خو ډېر نرم سړی دی، ستا ټولو خبرو ته یې غوږ ونیولو، او ځواب یې در نه کړ، دا دي اوس به زه د هغه په ځای ځواب در کړم! نور یې یو څو اخوا دیخوا خبرې وکړې! ما غوښتل چې دده د خبرو ځواب هم ور کړم، خو د ده حال ته مې چې کتل داسې راته ښکاره شو لکه هسې بهانه چې جوړوي، ما ویل سړیه هم یې رئیس، هم یې ورسره ګروپ چې دا څارنوال هم پکې و، ټول لا ځوابه شول! اوس دې غریب هڅه وکړه چې یو څه للو پتو وکړي، که دېته هم اوس ځواب ور کړم، داسې نه چې کیسه خرابه کړي، اوس به دا هم دهغه بل په څېر سوټی راواخلي، ځکه نور ما هم ږغ ورته ونه کړ!

 ما د ریاست نود والاوو ته وویل چې زه د امریکایانو له شتون سره مخالف یم، امریکایان زمونږ ددین او خاورې دښمنان دي، بلکې دانسانیت دښمنان دي، دوی په خپل قانون کې ښځې ته دومره آزادي ور کړې ده چې آن کولی شي له حیواناتو سره قانوني جنیسي اړیکې ټینګې کړي! او دا په حقیقت کې له انسانیت سره ظلم دی، دوی انسان له حیوان سره یو شان ګڼي! اوس تاسو ووایاست چې دا د انسانیت درناوی دی که سپکاوی؟

 دوی ظالمانو زما خبرې کټ مټ امریکایانو ته ور رسولې وې، ما به چې د امریکایانو بد ویل دوی به راته ویل چې مونږ یې هم مخالف یو، دا کفار دي، مونږ مجبور یو که نه یوه ورځ یې هم نه غواړو، څه وکړو؟ مجبوریت دی!  څه وخت وروسته امریکایان راغلل، او له ما نه یې د هغه څه په اړه چې ما د امریکایانو په اړه ویلي وو پوښتنې پیل کړې، چې تا په امریکایانو پسې دا ډول خبرې کړې دي! ته د امریکایانو په اړه سم معلومات نه لرې!

 ما ویل ما چې څه ویلي او یا یې وایم دا هغه حقایق دي چې یوازې زه نه، بلکې تاسو خپله اعتراف پرې کوئ، ټوله نړۍ مو پېژني! او ما چې څه ویلي دا مې کوم جرم نه دی کړی، ستاسو د قانون له مخې زه حق لرم چې خپل نظر څرګند کړم، حقایق ووایم! دوی ویل ستا خبرې سمې دي، خو خبره دا ده چې داسې نه چې ستا ددې خبرو تر شا بل څه وي؟ ما ویل هېڅ نشته! دا خبرې دي، ما مخکې هم کړې دي، اوس یې دا دي دلته تاسو ته هم کوم، او چې خلاص شم بیا یې هم کوم!

مطلب مې دا و چې زما خبرې د نود ریاست والاوو ټولې ټکي په ټکي امریکایانو ته کړې او ور وړې وې، زه هلته پوه شوم چې دوی امریکایانو ته څومره مخلص دي! کم تر کمه دومره احساس یې هم ونه کړ چې آخر امریکایان خو امریکایان دي، دا کس که نور هر څه دی افغان خو دی، او مونږ هم افغانان یو! او ځانونه مسلمان ګڼو! زه هلته پوه شوم چې له دې خلکو سره پرته له خپلو شخصي ګټو، او خپلو خېټو بل هېڅ نه دي مطرح، دوی په حقیقت کې په دې خبرو له امریکایانو څخه کرېډټونه اخیستل چې ګواکي مونږ ستاسو په اړه داسې مهم معلومات ترلاسه کړي! او تاسو ته مو در کړل!

په تعجب کې خو زه دېته شوم چې د ریاست نود له رئیس پرته نور چې زه له څومره څارنوالانو او نورو مامورینو سره مخ شوی یم، ټولو په یوه خوله ویل چې مونږ هم د امریکې مخالف یو، ما له ځان سره ویل چې تاسو د امریکې مخالف یاست! نو بیا کار د څه لپاره ورته کوئ! هغه به دوی ویل چې مجبور یو! او ددوی لوی مجبوریت یوه مړۍ ډوډۍ وه! دوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل افغانان وهل، ځوړندول یې! برقي شارتونه یې ور کول، سرونه، مخونه او خولې یې پرې ماتولې! غاښونه یې ور ماتول! پښې او لاسونه یې ور ماتول! په زور یې داسې اعترافونه ترې اخیستل چې هغه د غریب او بی کسه بندي لپاره د لسو او شلو کلونو د قید سبب کېدل! دا ټول ددې لپاره چې دوی مجبور وو! او مجبوریت څه و؟ یوه مړۍ ډوډۍ!!!

 هغه څه چې ما ته ډېر تعجب ښکاره شول، هغه دا وو چې دوی له امریکایانو څخه داسې یرېدل، لکه یو مزدور چې له خپل بادار نه یرېږي! دا هسې تهمت او احساساتي خبره نه ده، د سترګو لیدل حال دی، په کومه ورځ به چې امریکایان زما د تحقیق لپاره راتلل، هغه عادي کارمندان چې زه به یې له خونې را ایستم، په یو عجیب حالت کې به وو، داسې لکه د هېواد مشر او یا وزیر داخله او وزیر دفاع چې بهر ورته ولاړ وي، او ده ته یې ویلي وي چې ورشه دا پلانی بندي را وباسه، هغه به له یوې خوا په دې خوشحاله وو چې ده ته دنده سپارل شوې تر څو یو بندي امریکایانو ته د تحقیق لپاره له خونې را وباسي، له بل پلوه به یو ډول هیجاني غوندې و! له څېرې یې داسې احساسیده لکه وايي چې :اوس به دا کس څه ډول له امریکایانو سره مخ کېږي! څه به ورته وايي! په غیر شعوري ډول به یې له بندي سره د خواخوږۍ نښې په حرکاتو کې محسوسېدې!

هغه به چې بندي بهر هغه بل کارمند ته په لاس ور کړ، هغه به تر ده زیات وارخطا او په عین حال کې خوشحاله وو! له دوهم پوړ نه به یې چې لومړي پوړ ته راښکته کړم، او نور به یې هغه ځای ته ننویستم په کوم کې به چې امریکایانو له ما نه تحقیق کولو، دلته به یې توره کڅوړه پر سر واغوسته، لاسونه خو به مې مخکې له مخکې ولچک وو، دوه درې کسان به را باندې اخته وو، یو به له یو مټ بل به له بل مټ نیولی وم، بل به کڅوړه را په سر کوله، ځینو ځینو به ډاډ را کولو چې خپه کېږه مه، خیر دی، په ژوند کې دا ډول مشکلات راځي، ما له ځان سره ویل چې د وارخطايۍ او اندېښنې ځای چېرته دی؟ کافر دی، اوس به یو څو پوښتنې وکړي، چې ډېر څه وکړي، او الله جل جلاله مقدره کړې وي، مړ به دې کړي، تر دې اخوا خو نور څه نشي کولی!

 کله به یې چې زه د تحقیق خونې ته چې ډېره د ننه وه، ور وستم، دوی به را نه را ووتل، یو پنځه او کله لس دقیقې وروسته به یو امریکایی او ور سره یو ترجمان راغی، د کابل داستخباراتو هېڅ کس به یې نه پرېښودو، هېڅ کس اجازه نه لرله چې له دوی سره په تحقیق کې برخه واخلي.

او زه زیات له دې یرېدم، ما ویل داسې نه چې امریکایان او د کابل استخبارات یو له بل سره معلومات شریک کړي، ځکه په ځینو ځایونو کې ما امریکایانو ته یو ډول معلومات ور کول، او کابل استخباراتو ته بل ډول، ما ویل اوس که دا معلومات سره شریک کړي، او سبا پوښتنه را ونه کړي، چې تا هلته داسې ویلي او دلته اوس داسې وايې! دا ولې؟ ددې به بیا څه ځواب وایم! خو تر پایه داسې څه ونه شول!…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x