
غزل – سپین ګل سجاد
ضميرونه ويښوم په مينه مينه
څو جذبې را پاروم په مينه مينه
اى فرعونه! زموږ مينه الهى ده
د موسى (ع) ګذار به کړم په مينه مينه
د جانان اهونه اورم چې سوزيږي
زه هم ځان خپل سوزوم په مينه مينه
دګودر چينار ژړيږي فراقت کې
تشکيلونه جوړوم په مينه مينه
د اغيارو په حملو کې را حصار يو
دا حملې به شنډوم په مينه مينه
د وطن خاوره په سترګو ښکلومه
په سرو وينو يې ساتم په مينه مينه
د دښمن لاس به ور کټ کړم په مړوند کې
کاروانو نه ماتوم په مينه مينه
سجاد وايې ارادې مو پولادي دي
ګران وطن ازادوم په مينه مينه
۱۳۹۵/۱۲/۲۷
کندهار ښار د شپې اته بجې