fbpx

په پلچرخي زندان کې د وژل شوي دیني عالم انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): پر ټولنیزو پاڼو د هغه عالم انځورونه خپاره شوي چې څو ورځې وړاندي د پنجشیري جنايي بندیانو له لوري په چړو وهل شوی وو او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه دیني عالم مولوي محمد وزیر نومیدی، په پلچرخي زندان کې د دریم بلاک د دیني مدرسې ناظم او استاد وو.

د زندان دننه څخه سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې د زندان ساتونکي په قصدي ډول سیاسي او جنايي بندیان سره یو ځای کوي او بیا ددواړو تر منځ د خپلو نفوذي بندیانو په واسطه شخړه را منځته کوي تر څو د زندان ساتونکې وکولای شي چې د جګړې د ارامولو په پلمه پر سیاسي بندیانو ډزي او یا هم نور تشدد وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په خپل غبرګون کې د نوموړي دیني عالم پر وژنه خواشیني ښودلې وه او د نړیوالو بشري موسسو څخه یې غوښتي وه چې خپل مسؤولیت ادا کړي او غوښتنه یې کړې وه چې سیاسي او جنايي بندیان دي په یوه ځای کې نه ساتل کیږي، کنه دا سي پيښي به تکراري را منځته کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د