water

داوبو اهمیت

عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما ، أن النبي صلى الله عليه وسلم مر بسعد وهو يتوضأ فقال : ما هذا السرف يا سعد قال : أفي الوضوء سرف ؟ ! قال : ” نعم ! وإن كنت على نهر جار. رواه أحمد ، وابن ماجه . يعني رسول الله صلی الله علیه وسلم په سعد نومي صحابي تېریدی هغه یې په اوداسه ولېد، ورته ویې ویل : ای سعد! داڅومره زیاتې اوبه لګوي ؟! هغه ورته کړه : ایاد اوداسه په اوبو کې هم اسراف کیږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو . که دروان نهر په غاړه ناست وې هم.

دوخت په اړه ویل کیږې چی تروخته ارزښتناک شی نشته خوسره له دومره ارزښته یې خلک په بې رحمي سره ضایع کوې بلکې دوخت دضایع کولو له پاره ځینې خلک لارې چارې لټوي !! اوبه هم داسې دې اوبه چې څومره زیات ارزښت لرې ضایع کول یې له هغه هم په زیاته پیمانه کیږې . په نړۍ کې چې څومره اوبه دې دهغو ۹۷.۵٪ سلنه دبحراوبه دې چې نه دڅښاک له پاره کارول کیدی شې او نه دکښتونو له پاره .ترننه پوري دهغو دصفایي له پاره هم ډېرې لارې چارې په کار لویدلې دې خو ګټه یې نده کړې .

دروغتیا دنړیوالي ادارې له راپور سره سم انسان کم له کمه ۳ لېتره اوبوته اړتیالرې . پۍ ورکوونکي څاروي ۵۰ لېتره اوبوته اړتیالرې، دیوکیلو وریژو دتولېدله پاره دری زره لېتره اوبه مصرف کېږې دنړۍ یونېم په سلوکې اوبه دواورې په شکل کې دې ، اویو په سلوکې یې په دریابونواو تالابونوکې دې ددې یوپه سلوکې شپېته سلنه په کروندو اوکارخانوکې کارول کېږې اوپاتې څلوېښت یې دڅښاک او ورځنیو اړتیاو له پاره کارول کیږې .

دروغتیا نړیواله اداره وایې اوبه په ډېره تېزی سره مخ پر کمیدوروانې دې اوپه کال ۲۰۲۵ کې به ډېر خلک داوبوله کمښت سره مخامخ شې په بې رحمې سره داوبودلګښت او دموسمونو دتبدېلې له کبله په ځمکه کې اوبه ښکته راونې دې . د اوبو دې ستونزې ته که ځیرشو د رسول لله صلي الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله پخوانۍ لارښوونې په اهمیت به ښه پوه شو، هغه دومره تایید کړی ده چې په روان نهر که څوک د اوبو په کارونه بوخت وي باید بیځایه یې ون لګوي.

د قران په یوه ایت کې راغلي دي: قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ (سورة الملك30) يعني ته ورته ووایه ګه ستاسو اوبه لاندي ولاړې شي څوک به تاسو ته بهیدونکې او لیدونکې اوبه راوړي. په ښکاره توګه له دې ایت نه معلومولی شو چې که اوبه لاندې ولاړې شي بیرته ترلاسه کول یې اسانه نه بلکي ډیر سخت کار ده، او بل دا چې شوني ده اوبه لاندي ولاړي شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د