نظــر

په باټو کلی نه ودانیږی

له کومه چې په هیواد کې دولسمشری  ټاکنو لپاره عملی مبارزی  ته چمتو والی نیول کیده او ولسمشری  لپاره غوراوی فعالیت په درشل کې بریښیده، ددولت امنیتی ارګانونو ویندیانو په باټو سره دعواوکړه چې دانتخاباتو  تنظیمولو  او امنیت لپاره  دشخصی باردیګارډانو سربیره يې ۲۰۰۰۰۰  مجهز او روزل شوی ساتونکې ګمارلی او هم دناټو زمکنی او هوايې ځواک  يې څارنه کوی! چاته مجال دی چې د دووسوو زرو مجهزو ساتونکو په شتوالی او څارنه کې دټاکنوپروسه ګډ وډه کړی؟!

داسی څرګندونوسره ماته هغه وخت رایاد شو،چې امریکا د ۲۰۰۱ زیږدیزکال دسپتمبر د ۱۱ نیټی دپیښو وړاندی په ډیر کبر او غرور اعلان وکړ چې امریکا په نړی کې دسولی راوستو او امنیت خوندیتوب مسولیت او واک لری او په دی ډول يې ځان دنړی ژاندارم وګاڼه  او بیايې نړیوال وګواښل چې دامریکا حریم دومره خوندی دی چې حتی دامریکا په فضايې حریم کي دامریکا له اجازی پرته مرغی هم نشی داخلیدی!!

لږ وخت نه وو تیر شوی چې شیطانی کبر کاسه نسکوره او دامریکا ډیر خوندی او مهم ځایونو باندی مرګونی بریدونه وشول هغه هم له داخله او دامریکا په خپلو وسایلو !!

دادی د ۱۳ کالو په تیریدو بیاهم امریکا مخ نه يواځې په افغانستان او عراق کې تور دی بلکه په ټوله نړی کې د وحشت او  بدو کړونو لامل ګڼل کیږی او اوس دکریمیا  او یوکرین پیښو يې  پاتې عورت هم لوڅ کړ!!

راګرزو خپل مطلب ته:

طالبانو په دې وروستیو کښې دکابل دولت دامنیتی شعارونو په وړاندی د يوي اعلاميي په خپرولو سره ټاکني وګواښل او ويلي يې وه چې ګني د ټاکنو د ګډ وډ کيدو په موخه به وروستۍ هڅي کوي،ددی اعلامی سره سم په افغانستان کې ميشت ايساف ځواکونووویل چې د طالبانو له لوري دومره ګواښ نشته، څومره چې تري ويره ده۰

ايساف چې له دي وروستي ګواښ څخه مخکي يې د افغانستان د امنيت په اړه انديښني ښودلي وي او هم مهاله د امريکا او ناټو پوځي جنرالانو او نورو مشرانو د افغانستان حالات خراب بللي وه اوس مهال بيا خپلو څرګندونو ته په نه کتلو وايې چې طالبان په بې ساري ډول کمزوري شوي او کومه ستونزه نه شي پیدا کولاي.
همدا راز دکابل دولت لوړ پوړو واکمنو  دناټو له څرګندونو ډاډ تر لاسه کولو سره دڅو ورځو وړاندی څرګندونو پر خلاف يې باټی لازیاتی او دټاکنو دامنیت لپاره يې د ۲۰۰۰۰۰ امنیتی ساتونکو شمیره چې یواځې دکورنیو چارو په چو کاټ کي دګمارلواحصایه ښودله څلور سوه زرو تنو ته اوچته کړه او له خلکو يې وِوښتل چې دڅلور سوه زرو امنیتی پولیسو په شتوالی کې پرته له ویری په ټاکنو کې برخه واخلی!!

دکابل واکمنو او ناټو څرګندونی دروانو ټاکنو دامنیت او خوندیتوب په اړوند داوبو زګ او پر مخ سپیړه شوه۰

  دکابل سرینا هوټل برید اوپه جلال اباد کې ډاډمن عملیاتو دکرزي دامنیتي او استخباراتي ادارو امنیتی پلانونه اوتدابیر بابیزه او ناټو يې هم حیرانه کړه ،چې له څو ورځو راهیسې دکورنیو چارووزارت او دملي امنیت ادارې چارواکې په منظمه توګه تبلیغات کول چې د راتلونکو انتخاباتو او دنوروز ورځې دلمانځلو په موخه یې کلک امنیتي تدابیر نیولی!!؟.

دې وروستیو بریدونو دکورنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارو او ناټو هغه اعلانونه چې دامنیت راوستلو لپاره یې مهم پلانونه طرحه کړي او دهرنګه امنیتيپیښې د رامنځ ته کیدو مخه یې وار ترمخه نیولې، ټول دروغ ثابت کړل۰

که څه هم په رسنیو کې دطالبانو دحملو زیاته یادونه کیږی او رښتیا هم چې په جلال اباد او کابل کې په ډیرو مهمو او خوندی ځایونو بریالی بریدونو په ترسره کولو دهیواد په نورو بر خوکې چې په همدی ورځو کې تر سره شول  په سیوری کې کم رنګه ښودل شوی خوهره پیښه يې دیادولو ده ۰

دټاکنو په روانوحالاتو که څه هم دسرینا هوټل او جلال اباد دحملو اغیزه  دکابل اداری امنیتی پلانونه او هڅې تر پوښتنی لاندی راوستی او دفعالینو او امنیتی کسانو ته ګواښ او مورال يې غورزولی خو په مجموع کې دهیواد په بیلا بیلو سیمو ، ولایتونو او ولسوالیو کې دکمپاین فعالینو وژل،تښتول او ورته حملو په خلکو کې ویره پیداکړی چې دټاکنو له مراکزو ځانونه لری او دناببرو حملو له زیانه په امان شی!

دټاکنو دعملی مبارزی له پیل کیدو راهیسی یوه ورځ هم داسی نه ده تیره شوی چې له حملو خوندیتوب يې میندلی وی او کورنی په ویر نوی کینولی او خونړی پیل يې له هراته شو چې اصلاً ګمان هم نه کیده چې دهغه ولایت خلک د دټاکنو مرکزونه وتړی او فعالین دووژنی  او همداراز دکونړ ،سروبی ،لغمان،مزار ،جوزجان۰۰۰۰۰۰۰۰او کندهاراو دادی همدانن دننګر هار ولایت دهسکی مینی ولسوالی د حسن خیلو قوم پر یوه ډله قومي مشرانو هغه مهال وسله وال برید وشو،چې د ټاکنو کمیسیون دڅلوروتنو دتښتول شویوغړودخلاصون هڅی پیل کړی وی، چې د یوه تن کار کوونکي د راخلاصولو وروسته کور ته دلاری په ترڅ دغلچکې برید ښکار شول ، دټاکنو کمیسون درا خلاص شوی غړی په شمول ځلورتنه قومی مشران په ډزوو ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول۰

دکابل واکمنوکه څه هم په پيل کي دهیواد یو شمیر ولسوالیو کې دناامنی لامله دټاکنو  دنه تر سره کولو په اعلانونو خپله ناتوانی ښودلی وه ،خو داوروستی ډآډمنتیايې دناټو په لافو پوځل بیا غولیدل وو،چې ممکن دنورو باټو او ټاکنو دخوندیتوب ادعا ونکړی!!

او دا وروستی سر ښندونکی عملیاتو پایله به هیواد وال دټاکنو له مراکزو په لری اوسیدوو اړکړی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x