نړۍ

جنوبي وزیرستان: د پاکستاني پوځ یوه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د واڼه سټیډیم سره د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د پوځي چارواکو په وینا درې تنه پوځیان ټپيان شوي دي.

اکسپریس ټربیون وېبپاڼې د یوه جګپوړي پوځي چارواکي په حواله ویلي چې د الوتکې نوعیت «موشاک» ده، د واڼه څخه کوهاټ ته پر لاره وه چې د یادې پيښې سره مخ شوه.

سرچینې ویلي چې ټپي شوي پوځیان ډګرمن مراد، جګړن ناصر ترین او جګړن شاهد نومیږي.

د پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د الوتکې د پاتو شونو په را ټولو بوخته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x