شعـــــرونه

رباعیات – عبدالباري جهاني

خوب ته مي راغله د ګلو څانګه
ویل بورا سه را پوري زانګه

غېږ مي خالي سوه خیال مي زخمي سو
ژر دي سهار کی د ملا بانګه

××××××××××××××

خوب ته مي راغله په ټول کي ښکلې
د اسمان حوره زړه ته منلې

ویل یې پاڅه له درانه خوبه
ستا مېلمنه یم خو نا بللې

×××××××××××××××

یارانو راغی سېل د هوسیو
ږغ د پاولیو شرنګ د بنګړیو

په منګول کاږي د زلمو زړونه
ګلونه لاندي، کړي تر پاپیو

××××××××××××××

پسرلی تېر سو پاڼي رژېږي
د عمر لمر مي لوېږي ژړېږي

کلونه رغړي د شپو په رسم
جهاني ځو به نوبت رسېږي

×××××××××××××××

چي هر ماښام وي شرنګ د جامونو
روژې ماتېږي په شرابونو

خدای مهربانه تر مور او پلار دی
هغه تېرېږي تر ګناهونو

×××××××××××××××

مرګ موپخوا دی غېږ ته یې لوېږو
څوک به زلمي مرو څوک به زړېږو

لکه نکلونه د وړوکوالي
له یاده وزو ټول به هېرېږو

×××××××××××××××

مرګیه پرېږده دا ستا خبري
پر زړه لګېږي لکه نیشتري

لا په سینه کي دي راته پاته
یو څو سکروټي یو څو بڅري

×××××××××××××××

په مخه راغله له خپله بخته
په رنګ نازکه په زړګي سخته

داسي سوه تېره لکه چي نه وم
کشکي چي تل وای د ځوانۍ تخته

××××××××××××××××

رباعیات -عبدالباري جهاني
دوهمه برخه:

مخي ته راغله نیمه بربنډه
خیال مي زلمی سو پرته له ځنډه

بوډۍ حیا مي له سترګو کوچ سوه
له زړه مي صبر وکړله منډه

×××××××××××××××××

خدایه هلمند مي په خیال کي ګرځي
مستي څپې مي په زړه کي غورځي

چاچي خرڅ کړی چاچي سوځلی
که نن ولاړ وي سبا به پرځي

××××××××××××××××

زه در واري سم روده ارغنده
چي له تا بېل یم پردی له ژونده

که نړۍ ټوله رڼې اوبه سي
یوازي ته مي ماتوې تنده

××××××××××××××××××

وېښته دي سپین سول له ډېره ویره
لا در یادېږي د ښکلو ميره

جهاني څنګه بېخوده ژاړي
ته وا مین سوې په سپینه ږیره

×××××××××××××××

کلونه کېږي اور دی مرمۍ دي
جونګړي سوځي د اور تبۍ دي

نورسره ورک یو دونه پوهېږو
چي خره مو خپل دي کتي پردۍ دي

×××××××××××××××××

خړي څپې دي کنړ روان دی
تر خپلو تېر سي بل په ودان دی

عمرونه کېږي چي نه یې اورو
نه یکه زاري نه جاله وان دی

××××××××××××××××

یارانو پاڅي وخت د بهار دی
دښتونه شنه دي چمن ګلزار دی

لکه ګلونه سبا رژېږو
همدغه ورځ ده همدا مو وار دی

××××××××××××××××

نن په مجلس کي سره خندېږو
سبا یو کم وي پسي ژړېږو

ژوند لکه څاڅکی مرګ سمندر دی
په رپ د سترګو کي پناه کېږو

×××××××××××××

ږغ د اوبو وای څنګ ته نګار وای
د ارغند غاړه د کندهار وای

زلمي ږغونه راتلای له لیري
زرغونې وني ګل د انار وای

×××××××××××××××××

نه مي په زړه کي اثر د میني
نه په رګو کي سرې مستي ویني

نه مي تر خیاله نه خوب ته راغلې
پر کومه ولاړې ځوانۍ شېریني

××××××××××××××××

ټول د همزولو موسم د ګلو
پر ساقي نه وي نوبت د ملو

سرې وني ډکي له ارغوان وي
شرنګ د رباب وي ږغ د پایلو

××××××××××××××××

پر کلي غم دی لو جنازه ده
خوږه تر شاتو حلوا پخه ده

کاسه دي لویه برخه دي غټه
د ملا لوري نن دي مېله ده

××××××××××××

بمونه اوري پښتون قتلېږي
سرونه رغړي ویني بهېږي

په مرګ ویده دی سم لکه مړی
لمبې یې سوځي نه را ویښېږي

××××××××××××××××

پښتونه خوار سوې نړۍ دي ویني
چي دي په سیند کي بهېږي ویني

ستا دي ماتم وي په سره کفن کي
غلیم دي ناڅي جامې زریني

××××××××××××××××

که دا جهاد وي چي موږ لیدلی
که دا امام وي موږ پېژندلی

خدایه جنت دي هغوی ته ورکه
موږ دي دوږخ دی پر ځان منلی

×××××××××××××××

محتسب راغی حریفان ځغلي
پیالې د میو له مځکي ولي

رقیب دي خپلي سندري بولي
دا به قسمت وي راته لیکلي

××××××××××××

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x