افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې د قومي سپين ږيرو وژل وغندل

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ۷ هغه سپين ږيري قومي مشران چې، تل به يې له دوی سره مرسته کوله او دوی ورته د قدر په سترګه کتل، د ولسي شخړو حل و فصل يې خپله دنده بلله او پرون هم د دوی مرکزونو ته د ځينو بنديانو د خلاصون په موخه ورغلي وو، ټوله ورځ يې له دوی سره تېره کړې وه او ماښام مهال کورونو ته روان وو، چې، د ملي امنيت د کارګرانو لخوا پرې ډزې شوي چې، په نتيجه کې يې څلور مخور سپين ږيري وژل شوي او درې ټپيان دي.

طالبان وايي چې، دا کار د استخباراتو دی او له دې لارې غواړي د وسلوالو طالبانو او ولسونو تر منځ شخړې راولاړې کړي. طالبانو په خپل پيغام کې د وژل شويو او ژوبلو قومي مشرانو له کورونيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې،

دوی به پرې نه ږدي چې، دښمن يې له دې لارې خپلو شومو موخوته ورسيږي.

 

ديادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ټول ټاکنو پنځه کار کوونکي وسلوالو طالبانو تښتولي وو چې، پرون د همدغو وژل شويو قومي مشرانو په هڅو راخوشې شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x