fbpx
maraka ustad sra

د فکري پوهني کتاب له لیکوال مولوي عبد الهادي مجاهد سره د نن ټکي آسیا مرکه (لومړۍ برخه)

درنو لوستونکو! دا ځل مو د نن ټکي آسیا د مرکو په لړۍ کې د هیواد له تکړه لیکوال اوشناند، فاضل استاد مولوي عبد الهادي مجاهد سره د هیواد د وروستیو پیښو په اړه مرکه کړې، جناب استاد مولوي عبد الهادي (مجاهد) د خپلو نورو علمي اوفرهنګي خدمتونو ترڅنګ د اسلامي فکر د هغه شهکار اثر (فکري پوهنې) لیکوال دی کوم چې د خپل ځانګړې علمي، اوفکري ارزښت له مخې څوځله په ډیرزیات تیراژ چاپ او په پښتو اودري سربیره انګلیسي،او اردوته ژبوته هم ژباړل شوی دی. له محترم استاد څخه یوه نړۍ مننه کوو چې له خپل زیات مصروفیت سره سره یې زمونږ غوښتنه ومنله او په ورین تندي یې زمونږ دمرکې پوښتنې ځواب کړلې.

 نن ټکی اسيا: قدرمن مولوي صاحب، دا دی ۲۰۱۴ کال پر مخ روان دی. څه فکر کوئ چې،امريکايان رښتيا هم له افغانستانه وځي؟

مولوي عبدالهادي مجاهد: بسم الله والحمدلله والصلاة والسلام علی سيدنا رسول الله وعلي آله وصحبه ومن والاه وبعد:

هو، امريکايان په پوځي لحاظ له افغانستانه وځي،که څه هم چې هغوئ د دې لپاره نه وو راغلي چې ووځي، خو د الله تعالی په فضل د افغانو جهاد امريکايان وتلو ته مجبور کړل. امريکايان له پوځي پلوه مات شول، او په پوځي لحاظ دوئ نور ځکه وځي چې په نړۍ کې خپل پوځي عزت او وقار وساتلی شي؛ځکه چې دوئ چې دلته هرڅومره پاتې کيږي،په هماغه اندازه د دوئ دټيکنالوژۍ دبرلاسۍ دعوی،د دوئ دسياست وضعيت، ددوئ داقتصاد قوت او د دوئ نړيوال تسلط هيبت متضرر کيږي؛ ځکه چې دوئ چې په افغانستان کې څومره ذليل کيږي،د نړۍ د خلکو په سترګو کې به دوئ نور هم واړه کيږي، او چې دوی څومره واړه کيږي، د نړۍ نور خلک به هم له دوی سره د مقاومت او مقابلې په روحيه تعامل کوي.

د دې لپاره چې امريکا په داخل کې او په نړيواله توګه خپل حيثيت له لاسه ورنکړي؛ دوئ دجګړې خپل سنګر بدلوي او له افغانستانه خپل عسکر وباسي، خو افغانستان پريږدي نه. دوئ غواړي خپله دغه پوځي ماتې د ناپوځي جګړې له لارې بېرته جبيره کړي. دوئ غواړي د خپلو افکارو، نظرياتو او اوږد مهالو اجنډاو په واسطه په بالوکاله ډول دغه شکست او ماتې جبیره کړي. خو اوس دوئ په افغانستان کې په پوځي لحاظ مات شوي دي، او چې څومره پاتې کيږي، همدومره به دوئ له نورو ستونزو سره مخ کيږي او په نړۍ خپل د(سوپر پاور)حيثيت له لاسه ورکوي.

د امريکا مثال اوس هغه زخمي ته ورته دی چې څو څو ځايه زخمي وي او دبدن له ډيرو برخو یې وينه روانه وي.که يې وينه په بدن کې دګردش لپاره ايساره نه کړای شي او زړه ته یې دوينې راګرځېدل تأمين نشي نو هغه مري.او وينه به یې هغه وخت ايساريږي چې زخمونه يې وتړل شي. اوس د امريکايانو د اقتصاد له رګونو په افغانستان،صومال،يمن،پاکستان او د اسلامي نړۍ په نورو بېلابېلوځايونو کې وينه بهرته روانه ده، امريکا اوس په اسلامي نړۍ کې خپل زخمونه تړي،ځکه چې که دا زخمونه ونه تړي نو دا خطر واقعي دی چې لوديځه نړۍ په ځانګړې توګه امريکا به له داسې اقتصادي بحران سره مخ شي

لکه روسان چې ورسره مخ شوي وو.مخکې به که اروپا او امريکا جګړې کولې او پراخه جنګي مصارف به زغمل،په هغه وخت کې د دې خلکو دمصارفو په نسبت عوائد ډېر وو،ځکه چې دوئ په هغه وخت کې د نړۍ اقتصادي نظام داسې عيار کړی و چې د نړۍ په هر ځای کې دوئ انتفاعي پروژې درلودې او په اتوماتيک ډول دخلکو دکار ګټې هم دوئ ته ورتللې. خو نن د نړۍ نور خلک دوئ سره دپخوا په څېر د تجارت او راکړې ورکړې لپاره تيار ندي، ځکه په ټوله اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو او نورو په خلاف جګړه روانه کړې ده.که د نړۍ خلک له دوئ سره تجارت هم وغواړي، بيا هم دوئ په خپله د دې وړتيا نلري چې د نړۍ خلکو ته ورشي ، ځکه چې دوئ دجګړې طرف دي او خلک ورته د دښمن په سترکه ګوري،نه د يو تجارتي شريک په سترګه.

په همدغه ډول یو حالت کې امريکايان دغې ستومانه کوونکې جګړې ته دوام نشي ورکولی،نو د دې لپاره چې د دوئ داقتصاد زړه ته يو څه وينه پاتې او ژوند يې تضمين شي دوئ خپل ټپونه تړي، اوله همدې امله يې له عراق څخه هم خپل يوځيان و ويستل،اودادی اوس یې له افغانستانه هم وباسي. خو امريکايان به په افغانستان کې د اسلامي حکومت د قائمېدلو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او له ناپوځي لارې خپلو اهدافو ته در سيدو کوښښ کوي.

امريکايان داسې ګڼي چې که دوئ اوس دجګړې له لارې خپل اهداف تر لاسه نه کړای شول څه پروا نه لري پنځلس شل کاله وروسته دې یې تر لاسه کړي. دوئ غواړي له مؤسساتو، ميډيا، تعليمي ادارو،د فکري او سياسي ډلو ټپلو له لارې دغو موخو ته ځانونه ورسوي.

په پوځي توګه د امريکايانو وتل یقيني دي؛ ځکه چې، دوی د خپلو اته سوو پوځي مرکزونو له جملې ۷۵۵ مرکزونه خالي کړي دي. څوک چې، له خپلو ۸۰۰ قرارګاوو څخه ۷۵۵ بندوي،دا د دې دليل دی چې دوئ نور دلته د پوځي حضور په شکل کې نشي پاتې کيدای.خو دا چې دوئ دې د اسلام او افغانانو په خلاف خپله جګړه دروي،دا به يو ساده تصور وي. دوئ غواړي خپلې جګړې ته بل شکل ورکړي،او په نورو وسائلو يې وغزوي.دوی غواړي چې کوم هدف يې چې د جګړې له لارې ترلاسه نه کړ،هغه بايد د ناپوځي ستراتېژۍ له لارې په يو څه اوږده موده کې په کراره تر لاسه کړي.

نن ټکی اسيا: تاسې و ویل چې، دوئ به خپلې جګړې ته بل رنګ ورکوي. آيا ويلای شئ چې د دغې جګړې شکل به څه وي؟

مولوي عبدالهادي مجاهد : زه فکر کوم چې جګړې د بدلولو لپاره دوئ غواړي جګړه محلي کړي.يعنې جنګ به افغاني کوي.د دې لپاره به امريکايان په افغانستان کې خپلو مطرحو ملګرو او جهتونو ته داخبره تلقينوي چې دا جګړه د دوئ دبقا جګړه ده او دوئ بايد په خپله دا جګړه وپالي.امريکايان غواړي د مجاهدينو په مقابل کې نور افغانان چې دمجاهدينو او د دوئ دفکر مخالف دي ودروي او تقويه يې کړي. امريکايان به دسياسي ډوله قومي ډلو، اسلامي ډوله احزابو او او سيکولرو جهتوتو يوې داسې ګډولې ته واک وروسپاري چې دمجاهدينو په خلاف دجګړې داوږدولو لپاره اراده ،انګيزه او مليشې
ولري. د دې جګړې لپاره به دغه ګډوله وسائلو او نړيوال ملاتړ ته ضروت لري،امريکا به پر دوئ خپل سياسي ،اقتصادي، تعليمي، فرهنګي شرطونه مني او وسائل او ملاتړ به ورته تهيه کوي،او په دې ډول به هغه جګړه چې امريکايانو په ډېرو زياتو مصارفو کوله،دوئ به يې په ډېر کم مصرف کوي،او وکالةً به د امريکايانو د اهدافو لباره کار کوي. پدې کار سره به امريکايان دوه ګټې وکړي،يو به دا جګړه او دجګړې تلفات افغاني کړي،او بل به دلته خپل حضور پداسې ډول تأمين کړي شکل به یې دمستقيم اشغال نه وي. او د وخت په تېرېدلو به دوئ په خپل زعم په راتلونکي کې داسې نسل وروزي چې د
دوستانو،دښمنانو،د فکر،د اولوياتو،تعليم او تربيې دمعیارونو ټاکل به يې ټول د امريکايانو په خوښه وي.د دغه جريان په نتيجه کې دوئ دا تمه لري چې راتلونکی نسل به بيا د مقاومت روحيه نلري، او چې د مقاومت روحيه له منځه ولاړه شي نو په طبيعي ډول به د افغانانو او غربيانو ترمنځ يو شمېر سياسي، فکري او دارزښتونو مشترکات پيدا شي چې په هغه صورت کې به بيا جګړې ته ضرورت نه وي.

امريکايان وځي، خو خپله لنډ مهاله پوځي ستراتيژي په اوږ مهاله ناپوځي ستراتيژي بدلوي. د دې ټول کار لپاره به وسایل او دکار خلک به محلي شکل پيدا کوي.دوئ غواړي چې داسې يو ايتلاف او ټولی رامنځته کړي چې په ظاهره اسلامي بڼه ولري،خو د سياست، قوانينو،پلانونو،محلي او نړيوالو اقداماتو په لحاظ به دوئ د غرب په قومنده چليږي.امريکايان غواړي چې د دغه ډول يو حکومت په صورت کې دې جګړې ته دوام ورکړي.دوئ به دا کار ځکه کوي چې خلکو ته به دا ووايي چې تاسې اسلامي حکومت غوښت دغه دی اسلامي حکومت هم راغی،او د داسې يو چا تر سرپرستۍ لاندې راغی چې د(اسلاميت) دعوی هم لري، نو بناءً اوس د جګړې اړتيا نه ليدل کيږي،او دغه ګډوله حکومت په ټولو وسائلو کوښښ وکړي چې په ولس او نوي نسل کې د جهاد روح اوفرهنګ وځپي.

نن ټکی اسيا: استاده، تاسې و ويل چې، دوئ به دغه جګړه غزوي،خو دوئ وايي چې موږ پر افغانانو د واک دسوله ييز انتقال احسان کوو،اودا دی راتلونکي حمل کې ولسمشريزې ټاکنې را روانې دي،د دغې انتخابي پروسې حقيقت څه شی دی؟ او زموږ ولس ته يې ګټه څومره ده؟

مولوي عبدالهادي مجاهد : د ټاکنو باره کې بايد پر دوو نقطو خبره وشي.اول د انتخاباتو حيثيت او شرعي اصل چې دا يو علمي بحث او د علماوو کار دی او علماوو په دې اړه ډېر کتابونه ليکلي او د اسلامي شريعت په رڼا کې يې هرڅه روښانه کړي دي.په عمومي صورت چې سړی اسلامي تاريخ او د مسلمانانو سياسي فرهنګ ته ګوري نو ددغه ډول عامو انتخاباتو تجربه پکې نه تر سترګو کيږي.دسلام په تاريخ کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له زمانې رانيولې تر اوسه پورې دغه ډول انتخابات چې په حقيقت کې دغربي ډيموکراسۍ زېږنده او د سياسي (پلولراليزم) او (سيکولرزم) په اصولو ولاړ دي نه ليدل کېږي،ځکه چې په دغه ډول انتخاباتو کې دمسلمان اوکافر،دصالح اومفسد،د عاقل او کمعقل،د عالمم او جاهل،د باتجربه او بې تجربې درأيو تر منځ هېڅ توپير نشته، ټولو ته په يوه نظر کتل کېږی، او دزعيم په انتخاب کې ټول يو ډول حق لري.هېڅ عاقل او منصف به دا ونه وايي چې دغه خلک ټول يو ډول (دين) (عقل) (اخلاص) (تقوی) او دمشر په ټاکلو کې يو ډول(احتياط) او (استعداد) لري. نو ځکه خو د دې ډول عامو انتخاباتو تصور د اسلام په سياسي فرهنګ کې نشته.

نن ټکی آسيا: بښنه غواړم استاده، تاسې و ويل چې، د انتخاباتو دغه طريقه په اسلامي فرهنګ کې نشته، خو ځينې اسلامپالي وايي چې حضرت عثمان رضي الله عنه چې کله خليفه ټاکل کيده نو د مدينې منورې له ټولو اوسيدونکو پوښتنه شوې وه،او همدغه د اسلامي جمهوريت يو اصل او نمونه ده.

مولوي عبدالهادي مجاهد: همدا خبره اوس ما هم درته کوله.که يوه برخه خلک دا استدلال کوي چې د عمر رضي الله عنه له شهادته وروسته له ټولو مسلمانانو د زعيم په ټاکلو کې پوښتنه شوې او د هغوئ رأيه اخيستل شوې ده،او هغوی چې څوک خوښ کړی هماغه بيا د زعيم په حيث منل شوی دی، هو ، دا يو حقيقت دی، خو دلته ځينې خبرو او باريکيو ته توجه پکار ده، او هغه دا چې موږ بايد يو ځل هغه ټولنه په خپل ذهن کې متصوره کړو، هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټولنه وه هغه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاګرادن ول.

دهغوئ د ژوند هره وړه او لويه خبره او د هغوئ دژوند ټول شخصي او ټولنيز کارونه د شرعي اصولوپه رڼا کې ترسره کېدل.له همدې امله يوه برخه علماوو خو د مدينې د اوسيدنکو عمل هم د شريعت يو دليل ګرځولی دی، چې (عمل أهل المدينة) ورته وايي. نو دغه خلک چې نني انتخابات د هغوئ پر عمل قياس کول غواړي نو اول دې زعامت ته ولاړ (کاندیدان) د(مبشّرين بالجنة) اصحابانو او (رأيه ورکوونکي خلک) دې په فکر،عقيدې،اخلاقو او عمل کې هماغه د مدينې منورې دهغې ټولنې په څېر کړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلّم روزلي ول نو بيا پکې هيڅ مشکل نشته.هلته خو هغو خلکو چې الله تعالی ورڅخه راضي وو دهغو خلکو له منځه يو غوره کاوه چې په دنيا کې د جنت زېری ورکړل شوی وو،هلته خو د صالحينو له منځه د اصلح انتخاب وو،او ټولو يې شرعي نظام عملي کاوه،هلته خو سياسي تعددګرايي او دنظام لپاره بیلابيل مناهج مطرح نه ول. اوس خو کانديدان ډيموکراسي،ليبرالزم، وضعي قوانين، غربي ډوله بشري حقوق او غربي ډوله دښځو آزادي او له کفارو سره دامنيتي او ستراتيژيکو تړونونو امضاء کول او په اسلامي خاوره کې دهغوئ پوځي حضور غواړي. اوسنی وضعیت او اوسني غربی ډوله عام انتخابات دصحابه کرامو رضي الله عنهم پر عمل قیاس کول قياس مع الفارق دی.

دوهمه نقطه د انتخاباتو باره کې دا ده چې دغه ډول انتخاباتو که د واقعيتونو په هنداره کې وګورو نو وينو چې په هېڅ ځای کې هم نه د هغو له لارې اسلام حاکم شوی، او نه هم شريعت تطبيق شوی، او نه هم دمسلمانانو په حالت کې مثبت تحول راغلی دی.که موږ وګورو په اسلامي نړۍ کې ځينو خلکو د ضرورت د نظريې د بهانې پر اساس دغه ډول ټاکنو ته مخه کړې خو نتيجه يې موږ په ترکيې،الجزاير،تونس،تاجکستان،فلسطين او مصر کې وليدله چې پدې ټولو هېوادونو کې په انتخاباتو کې د مسلمانو مشارکت اسلام حاکم نه کړ،پدې ټولو کې مسلمانان ذليل کړای شول،له واک څخه ګوښه کړای شول، او په زرګونو خلک ور کې ووژل شول.

په مصر کې پدې وروستيو انتخاباتو کې موږ او تاسې ټولو وليدل چې انتخابات اسلام ته منسوبو خلکو وګټل،اولسمشر داسې يو څوک وټاکل شو چې دقرآن کريم حافظ وو،د دين او دنيا په علومو پوهيده،په انجينري کې يې دکتورا درلوده،په پارلمان کې يې هم تر سلو زيات د قرآن کريم حافظان او عالمان ول،او د هغو اصولو مطابق يې ټاکنې وکړې چې غرب وضع کړي ول؛ خو چې کله يې نتيجه داسې راووته چې د دغرب پلوو ګټې ورکې نه وې،او کيدای شول چې يو وخت د غرب او دهغه دملګرو داوږده حاکميت دزوال سبب شوي وای،نو غرب پلوو د دوئ پارلمان هم لغوه کړ،ولسمشر يې هم بندي کړ،د ټاکنو نتيجه يې هم لغوه کړه،او په زرګونو انسانان یې هم ووژل،او مصر له داسې يو مشکل سره مخ شو چې الله تعالی خبر دی چې کله به د وينو دا سيلاب په مصر کې ودريږي.په لنډو ټکو که ووايو نو په دغه ډول ټاکنو کې برخه اخيستل له ځان تېرايستلو پرته بل هيڅ شی ندي.

افغانستان يو اسلامي هېواد دی،دلته خلک له شرعي نظام پرته په بل څه قناعت نه کوي،او نه هم دلته ډيموکراسي او انتخابات زموږ ټولنه تنظيمولی شي.انتخابات په داسې يوه ټولنه کې نتيجه ورکولای شي لکه غرب چې هلته خلک دهېڅ دين او شريعت پابند نه دي،هلته د هرچا خپله خوښه دهغه دين او شريعت دی،او د هر چا د حل و حرمت دلايل شخصي دي. خو دهغه ځای برعکس افغانان د شريعت منونکي خلک دي،دشريعت په حدودو کې ژوند تېرول غواړي،تل يې له شريعته دفاع کړې،په مليونو شهيدان يې ورکړي،له انګريزانو،روسانو او اوس له امريکايانو سره يې چې څومره جګړې کړي يوازې د اسلامي شريعت لپاره یې کړي، خو په انتخاباتو کې به داسې چا ته هم د رايې ورکولو او ځان کانديدولو حق ورکول کېږي چې اصلا اسلام نه مني.

په ديموکراسۍکې سياسي پلوراليزم او ددين دانتخاب آزادي يو حق دی چې څوک ورڅخه حوک نشي منع کولی،په ډيموکراسۍ کې څوک نشې کولای چې يو بې دينه شخص له ځان کانديدولو او رايه ورکولو منعه کړي.نو ځکه خو ډيموکراسي او انتخابات په داسې يوه ټولنه کې نتيجه ورکوي چې اوسيدونکي يې دين ته التزام نه لري لکه اروپا،امريکا او نور ليبرال هېواې دينه ولسونه.په کومه ټولنه کې چې خلک خپل شخصي او اجتماعي ژوند داسلام د فيصلو مطابق تېرول غواړي په هغې ټولنه کې غربی ډوله انتخابات نه جائز دي او نه ممکن.

نن ټکی اسيا: ځينې خلک وايي چې، داسمه ده چې په دغه شکل انتخابات د اسلام له روح سره ندي جوړ،خو موږ يې بل بديل نلرو، او تر څو چې بديل ونلرو نو بايد همدغه لار خپله کړو؟دا نظر څنګه ارزوئ؟

مولوي عبدالهادي مجاهد:دا ډېره خطرناکه خبره ده چې دې خلکو ته اسلام د بديل له وړاندې کولو عاجز ښکاري. آيا اوسني انتخابات چې د غربي ديموکارسۍ نتيحه او اصل دی دوئ ته داسې يو کمال ښکاري چې اسلام يې له بديل وړاندې کولو عاجز دی؟! دا يوه ډېره خطرناکه خبره ده.اسلام نه دساست په مجال کې عجز پېژني او نه په خپل ځان کې دبل چا پيوند مني.اسلام خپل سياسي فرهنګ لري، اسلام نه يوازې دا چې د يوې خاصې جغرافيې خلک او حالات تنظيولی شي، بلکې الله تعالی اسلام د ګرد بشريت دژوند دتنظيم لپاره راليږلی دی،خو خبره دا ده چې خلک په حقيقي معنی اسلام او شريعت ته رجوع نکوي.

اصلا دلته دوه ستونزې دي يو دا چې خلک دغه خلک په اسلام سم پوهېږي نه،او يا اسلام ته رجوع نکوي. دوئ يا هغه خلک دي چې په اسلام نه پوهيږي.او يا هغه مغرض او په زړه خيرن خلک دي چې دا عزم يې کړی چې له اسلامي شريعت څخه به د ژوند لارښوونه نه اخلي.دوئ غواړي چې دلته په ليبراليزم کې ژوند وکړي، او په ليبراليزم کې هر سړی ازاد دی چې حنګه ژوند کول غواړی ويې کړي.

نن ټکی اسيا: د افغانستان خلک دا دېريش پنځه دېرش کاله وځوريدل او اوس د هر چا له خولې دسولې خبرې اورو،د سولې دراوستلو لپاره څو جريانونه هم روان دي.تاسې څه فکر کوئ چې هيواد کې سوله راتلای شي کنه؟ خلک وايي چې تر اوسه لا هم سوله د هما سيوری دی چې په سترګو نه ښکاري. تاسې د سولې لپاره په لار اچول شوي جريانونه څنګه ارزوئ؟

مولوي عبدالهادي مجاهد: د سولې په اړه بايد دوو خبرو ته متوجه اوسو.يوه دا چې دښمن غوړاي د سولې اوتلسيمۍ تر منځ التباس راولي.هغه څه چې حقيقت کې تسليميدل او له اسلامي اصولو تېريدل دي دوئ ورته د سولې نوم ورکوي.د سولې او تسليمۍ تر منځ د ځمکې او اسمان فرق دی.سوله دا مانا چې يو چا دبل چا پر حق تېری کړی،خلک يې وژلي،کورونه يې ور وران کړي او په ظلم یې خلک په زندانونو کې ساتلي دي،ظالم بايد خپل تېری بند کړي، ظلم ودروي،او دمظلوم حق ورپرېږدي،او بیا له مظلوم سره دراتلونکي وخت لپاره سوله وکړي.پر هيواد يرغل کړی دلته يې او اوس غواړي چې، دا جګړه ختمه کړي او د سيمې خلک ارام ژوند وکړي.

په افغانستان کې چې ترڅو دچنګ عوامل له منځه لاړ نشي سوله نه راځي.افغانان بايد د جګړې عوامل له منځه يوسي، د جګړې عامل دلته پردی يرغل او پردي نظريات دي. کله چې پردی چې يرغل او راصادرشوي پردي نظريات له منځه ولاړ شي سوله په خپله راځي،ځکه چې افغانان په خپلو کې سره ښه ګزاره کولای شي.افغانانو ټول عمر سره ګزاره کړېده،افغانان تل دلته پرديو جنګولي دي، افغانانو هيڅکله هم د رنګ،قوم او مذهب په نامه يو له بل سره نه دي جنګيدلي.دا خو پردي عوامل دي چې افغانان يې په جګړو اخته کړي دي.

سوله له افغانانو پرديو معيارونو،پرديو ارزښتونو،پرديو مفاهيمو او پرديو عقايدو وړې ده.که د افغانستان دا تېر نوي کلن تاريخ ته وګورو،له امان الله خانه رانيولې تر اوسه پورې دلته مداخله ګرو هېوادونو دافغانانو پر ځوانو نسلونو فکري تأثيرګذاري کړې ده،هغوی تل يو شمېر افغانان په خپل فکر روزلي،او هغوی بیا دلته دخبل دين او ولس په خلاف موقف نيولی،کودتاوې يې کړېدی،دلته یې قوانين بدل کړي،پردي نظامونه یې راوارد کړي،او د زور او زندان په واسطه یې پر خلکو منلي ديو او ولس بيا له خپل دين څخه د دفاع په خاطر د دغو خلکو په خلاف جهادونه کړي دي.

دلته جنګ په اصل کې کميونيزم راوړی دی،دلته جنګ نشنلزم راوړی دی،هغه چې په اسلام کې ځای نلري.اسلام وايي چې مسلمانان ټول سره وروڼه دي.نیشنلزم دلته ديوې پردۍ مفکورې په حيث د جګړې يو بل ستر عامل دی.دلته جګړه غربي افکارو راوړې ده. غربيانو دلته خپل نظريات او افکار راوارد کړل او خپل تعليمي نصابونه یې راوړل،دلته يې د خپلو ګټو لپاره احزاب جوړ کړل،او بيا يې افغانان پدې احزابو کې د دې لپاره منظم کړل چې د دوئ د اهدافو لپاره کار وکړي.اصله خبره همدا ده چې دلته جګړه پرديو افکارو او مفاهيمو راوړې ده.دلته دګډوډۍ او جګړو عوامل کميونيزم، ليبراليزم، نيشنليزم، ديموکراسي، له اسلامي احکامو ناخبري او نور پردي مفاهيم او افکار دي. د همدغو پرديو افکارو په نتيجه کې افغانان په خپلو کې په جګړه اخته دي.

که افغانان پردي افکار او مفاهيم پريږدي،خپل اسلام ته رجوع وکړي،نو دلته جګړه او شخړې په خپله له منځه ځي.اسلام ته رجوع کول دا نه معنی نده چې يوازې په لمانځه،روژې،زکات او حج کې اسلام ته رجوع وکړي.موږ بايد د ژوند په ټولو چارو يعنې عبادت،سياست،تجارت په خارجي او داخلي روابطو، ديپلوماسۍ او نور ټولو چارو کې اسلامي شريعت ته رجوع وکړو، او تر څو مو چې پردي نا اسلامي افکار او نظریات أه خپلو ذهنونو او خپلې خاورې نه وي ويستلي دا جګړه او کشمکش به دلته روان وي، يوه ډله به دپرديو دافکارو او ګټو لپاره جنګېږي،او بله ډله به له دين او خاورې څخه ددفاع په
خاطر جګړې ته دوام ورکوي.او دا اوسنۍ جګړه هم پر دين او خاورې د تهاجم او له دين او خاورې څخه د دفاع په نتيجه کې رامنځته شوې ده.

نن ټکی اسيا: قدرمن استاده، تاسې وويل چې پر افغانستان څو اړخيز يرغل شوی،عسکري، فکري،تعليمي، فرهنګي او داسې نور.څه فکر کوئ چې،مقاومت هم دغسې شامل او هراړخيز دی، او که لا هم نيمګرتيا وې لري؟

مولوي عبدالهادي مجاهد:د افغانانو مقاومت او جهاد ته چې سړی ځير شي،دوه نقطې پکې ډېر مهمې او ښکاره ديو او هغه داچې افغانانو د هر يرغلګر په خلاف کلک مقاومت کړی.له چنګيزه رانيولې د امريکايانو تر اوسني يرغل پورې. د افغانانو په تاريخ کې دا ثابته ده چې د هيچا په مقابل کې له مقاومته لاس ندی اخيستی.که دښمن يې هر څومره زور ولري خو دوئ ورته ندي مات شوي.ځکه چې د افغانستان طبعي او جغرافيايي جوړښت داسې دی چې د مقاومت مادي او معنوي وړتياوې ورکې ډېرې دي.د افغانانو ژوند په برقي آلاتو ندی روان چې که څوک پرې برق يا اوبه بندې کړي نو ژوند به يې له ستونزو سره مخ شي او تسليم به شي. د افغانانو کورونه په خپلې ساده ګۍ کې د ژوند يو مکمل کمپلکس وي. اوبه يې د ويالې یا څاه دي. سبزي او پالک يې د کور مخته کرلي.شودې او مستې يې د خپلې غوا دي.په مني کې پسه يا خوسی حلال کړي ټول ژمی يې وچه غوښه خوري.دسوخت مواد یې له خپل غره يا خپلې زمکې دي،نو ځکه خو دافغانستان خاوره او خلک د مقاومت لپاره طبيعي ظرفيتونه لري، او هيڅ دښمن نشي کولای چې دغه ظرفيت ګډوډ کړي.که هغه د افغانستان طبيعي جغرافيه ده ،که د افغانانو قومي جوړښت دی،او که د افغانانو د ژوند طبعي بڼه ده،دا هر څه د دې توان لري چې يرغلګرو ته دې تسليم نشي.

دوهمه بارزه او قوي نقطه دا ده چې موږ تل د دښمن يوازې پوځي او عسکري مقابلې ته توجه کړې.موږ د دښمن سياسي، ټولنيزې،فرهنګي او دمفاهيمو جګړې ته هيڅ توجه نده کړې.له همدې امله چې هر کله موږ جګړې او قربانۍ ورکړي په نتيجه کې يې داسې يو نظام راغلی چې د افغانانو د ارمانونو تمثيل ورکې ندی شوی.د مثال په توګه افغانانو د انګريز په خلاف جګړه وکړه؛په نتيجه کې د امان الله خان سيکولر حکومت راغی.د افغانانو د ټولو قربانيو په نتيجه کې يې يو داسې سيکولر قانون دوئ ته وړاندې کړ چې له اروپایئ ءا په شا کړی وو، هغه خپل دغربي ډوله سياست قانون دلته پر خلکو د زور،
چړې او زندان پر واسطه تحميل کړ.د کابل په ښار کې يې لوحې ولګولې چې پګړۍوالا سړی او چادري والا ښځې دلته نشي تېرېدلی.تاسې د غبار “افغانستان در مسير تاريخ ” کتاب وګورئ. په دې کتاب کې يې د ده دا ټول مثالونه ياد کړي دي.

بيا د روسانو په خلاف جهاد وشو،په لکونو شهيدان ورکې وشول.خو په نتيجه کې داسې يو حکومت راغی چې هر شی وو، خو اسلامي نه و.نيتجه يې بيا دا شوه چې د همدغو خلکو د کړنو او بدعهديو په نتيجه کې دلته امريکايي يرغل راغی،او دوئ بيا د امريکايانو په لمن کې ځانونه ورغورځول.

اوس هم له دغسې يو خطر سره مخ يو.د افغانانو ستونزه دا ده چې د دښمن پلانونو،ناپوځي وسايلو او لابنګ يعنې د ملګرو جوړنې لارو چارو ته يې نه ګوري. د دې خبرې علت دا دی چې زموږ پوهه او دکار خلک چې بايد د ټولنې لارښوونه وکړي مطالعه نه کوي. دوئ له تاريخه سبق نه اخلي.دوئ د اسلام هغو لارښوونو ته چې د اسلامي نظام د جوړولو په خاطر د اسلام په سياسي فرهنګ کې شته دې پام نه کوي، تفکير او د دښمن په اړه شناخت يې ډېر سطحي دی. ولې به ناشنا نه وي چې په تعليمي نصاب کې يې د سياست په باره کې يو کتاب هم نشته.

زموږ علماء لس دوولس کاله درس وايي،خو په ټول نصاب کې يې د اسلامي سياست يا دمعاصر کفر او دهغه انواعو په باره کې هيڅ کوم کتاب نشته.نه د دښمن د ناپوځي جګړې د لارو چارو او وسايلو باره کې کوم کتاب شته.او نه هم دنړۍ دموجودو سياسي او فکري جريانونو په اړه.د دښمن ناپوځي جګړې ته خو زموږ هېڅ توجه نه ور اوړي.د دې ټولو نتيجه بيا دا شي چې په سنګر کې يې وګتو،خو په دفتر کې يې بيا بېرته بايلو.

نو د دې لپاره چې له تېر تاريخه مو عبرت اخيستی وي بايد فکر ته په فکر ماتې ورکړو.ځکه چې فکر ته په تبر ماتې نه ورکول کېږي. دا ناممکنه ده چې دښمن دې په فکري لارو زموږ په خلاف جګړه وکړي، او موږ په عسکري لارو د دوئ مخه ونيسو. د داسې جګړې نتيجه بيا ښه نه راوځي.

مرکه کونکی: احمد جرس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د