ادبي لیکني

زه به یې تل یادوم

لیکوال: صفي الله “رائد”

مازدیګر مهال و، د یو ملګري د پلار جنازې ته روان وو. په جنازه کې مې یو بل نېږدې ملګری ولید چې له ورایه خفه برېښېده، د حال مې ترې پوښتنه وکړه.

ویل یې: همدا اوس له یوې بلې جنازې راغلم ـ یو زړه ته رانېږدې ملګری مې مړ شوی و، وایي ډېر نیک او د مجلس سړی و… ده لا د خپل ملګري تېرې دردمنې کرښې غږولې، چې مبایل مې وشرنګېد.

ویل یې: ستاسو پر کلي ډرون وار کړی، ته یې معلومات وکړه!

او مبایل یې بند کړ.

غوښتل مې چې کشر ورور ته زنګ ووهم چې بل زنګ راغی. ویل یې: سیف الله دوی یې په نښه کړي.

اورې ـ اورې، مال: بلاخره څه شوي؟ زر ووایه؟

مبایل یې بند کړ.

پوه شوم؛ چې سیف الله نور لکه چې وکوچېد. نور یې غږ خاموش شو.

فسبوک مې خلاص کړ، دتېر په خلاف درې نومونه مې ډېر تر سترګوـ سترګو کېدل: “شهید، شهادت، او مبارک”
خو له دې هر نوم سره دسیف الله نوم لیکل شوی و.

زړه مې درزا ومونده، په ځان پوه نه شوم مګر اوښکو مې ګریوان لوند کړی و. چېغې مې نه شوای کوی خو شونډې مې په چیچلو ـ چیچلو وینې کړې وې.

نه پوهېدم، څه وکړم، چرېرته لاړ او کوم خوا ولاړ شـم.

چاته خپل درد او چاته زړه وسپړم.

چاته ووایم: چې نن مې ملا ماته شوې، نن مې زړه مات شوی، هو! نن مات شوی یم.

چاته ووایم چې سیف الله لاړ، سیف الله نور نشــــته.

هو! سیف الله لاړ، سیف الله شهید شو خو یادونه یې اوس هم لکه ماشوم زما د زړه په جیب کې ګوتې وهي.

ما یادوي ـ زما ملګري دي.

زه یې هم یاد نه پرېږدم. زه به یې تل یادوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x