اې د محمد صلی الله علیه وسلم لښکریانو بېشکه ارناط د کرک مشر تکبر کړی او پورته شوی دی ، د بیت الله حاجیان یې وژلي دي ، د زنانه او ماشومانو وینه یې تویه کړې ده او هغوی ته یې ویلي دي : خپل محمد ته مو اواز وکوئ چې ستاسې مرسته وکوي .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امت نه دفاع

دکتور کفایت الله وردګ

صلاح الدین ایوبي رحمه الله ته خبر راغی چې یو کس ارناط د الکرک نومي ځای مشر د مسلمانانو حاجیانو په لاره کې دریږي ، د زنانه وو او ماشومانو په شمول یې ګڼ شمېر حاجیان شهیدان کړي دي او حاجیانو ته وایي : اوس مو (خپل پیغمبر) محمد ته اواز وکړئ چې ستاسې مرسته وکوي .

لدې ډلې څخه یو حاجي چې په تېښته بریالی شوی وو صلاح الدین ایوبی رحمه الله ته راغلو او دا قصه یې ورته وکوله .

حضرت صلاح الدین ایوبي رحمه الله په خپل کور کې دوه ورځې له خپلو کور واله څخه بېل شو ژړل یې او صرف دا دعاء به یې کوله اې الله تعالی ماته اجازه راکړه چې ستا د پغیمبر په نیابت د هغه صلی الله علیه وسلم د امت مرسته وکوم .

په دریمه ورځ یې خپل لښکر را وغوښت او یوه لنډه خطبه یې ورته داسې وویله :
اې د محمد صلی الله علیه وسلم لښکریانو بېشکه ارناط د کرک مشر تکبر کړی او پورته شوی دی ، د بیت الله حاجیان یې وژلي دي ، د زنانه او ماشومانو وینه یې تویه کړې ده او هغوی ته یې ویلي دي : خپل محمد ته مو اواز وکوئ چې ستاسې مرسته وکوي .

ما خپل ځان ، خپل نفس او روح دېته وقف کړي دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امت څخه دفاع وکوم څوک چې لما سره تلل غواړي نو لما سره د لاړ شي .

د لښکر ځوانانو ټولو په یوه غږ ور غبرګه کړه : مونږ ټول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه قربان کېدو ته تیار یو .

دوی ورغلل ارناط ته یې احوال ورکړو چې جنګ ته را وړاندې شه دا د شنبې ورځ وه د ۵۸۳ هجری کال د ربیع ا لاول د میاشتې ۲۵ مه نیټه وه د حطین نومي ځای ته مجاهدین له هغوی وړاندې ور ورسېدل او څرنګه چې عیسایانو له ځان سره په زیاته پیمانه تجهیزات او جنګي سامان را روان کړی وو او موسم هم د ګرمي وو نو په را رسېدلو کې وروسته شول ، اتفاق داسې وو چې صلاح الدین ایوبي رحمه الله مهربان مشر او تجربه لرونکي قوماندان د خپلو غازیانو لپاره هغه ځای خوښ کړو چېرته چې د اوبو چینې وې او عیسایانو ته هغه ځای پاتې شو چې وچ وو او د اوبو د کمښت له امله له تندې سره هم مخامخ وو په اوله ورځ جنګ شروع شو د ورځې په شروع کې مسلمانان کمزوري شول او عیسایانو ورباندې سختې حملې وکولې ، له ماسپښین وروسته مسلمانانو ځوانانو په خپلو حملو کې سختي راوسته او په عیسایانو باندې یې رڼا ورځ تیاره کړه ، صفونه یې ور مات کړل ډېر عیسایان مړه شول او ماتې یې وخوړه ډېر کسان یې د مشرانو کسانو او د عمومي مشر ارناط په شمول یې ژوندي ونیول شول ، څرنګه چې هوا ګرمه وه او د کفارو په لوري کې پوره اوبه هم نه وې تږي شوي وو حضرت صلاح الدین ایوبی رحمه الله ورته یخې اوبه را وغوښتې او ټولو ته یې ورکړې .

بیا ارناط ته ور وړاندې شو .

صلاح الدین رحمه الله ورته وویل : تا دا خبره مسلمانانو ته کړې وه چې اوس مو محمد ته اواز کړئ چې ستاسې مرسته وکوي؟

ارناط ورته وویل : هو !

صلاح الدین رحمه الله ورته وویل : اسلام قبول کړه ته په امن یې .

ارناط د مسلمان کېدلو نه انکار وکولو .

صلاح الدین ایوبی رحمه الله ورته وویل : ښه نو دا غریب بنده اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نمایندګي د هغه د امت د مرستې کولو لپاره ستا په مخ کې ولاړ او لدې خبرې سره یې سر ورڅخه په توره وواهه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د