ټکنالوژي

په پاکستان کې د یوټوب څخه د بندیز لیري کیدلو امکان اوس هم نشته

نن ټکی آسیا: تر څو چې په یوټوب کې د اسلام او محمد صلی الله علیه وسلم په اړه توهین امیزه فلمونه موجود وي، تر هغو به په پاکستان کې د یوټوب څخه پابندي لیري نه شي، د امت اخبار د راپور سره سم اوس هم په یوټوب کې هغه فلمونه او مواد موجود دي، د کوم پر سر چې د پاکستان ستري محکمې پرېکړه کړې وه، چې دغه سایټ دي نور په پاکستان کې بند وي.

په پاکستان کې اکثره هغه حلقې چې په غربي مؤسسو کې کار کوي، او یا د هغوی له خوا د سیکولرزم د ودې لپاره په کار ګمارل شوي، غوښتنه کوي چې باید د پاکستان حکومت د خپل ولس په مخ د معلوماتو لاره ونه تړي، او باید یوټوب ته اجازه ورکړي، او په همدې خاطر یوې مؤسسې د لاهور په محکمه کې دستري محکمې د پریکړي په خلاف دوسیه خلاصه کړې، او غوښتي چي باید یوټوب بیرته د پخوا په شان خلاص شي، ولي بیا هم تر اوسه نه دي توانیدلی چې خپل په حق کې فیصله تر لاسه کړي.

د امت اخبار د راپور سره سم اوس هم ځیني لوړ پوړي چارواکي او د حکومت په سطحه وزیران د یوټوب د بندیدو سره اختلاف لري، ولي هغوی د مذهبي او دیني حلقو له وجي خوله نه شي خلاصولای، او ویره لري چې دغه حلقې به په ولسي کچه ددوی په خلاف سخت غبرګون راوپاروي.
څو ورځي وړاندي ځیني داسي ګنګوسې وې چي پاکستان به ډیر ژر د یوټوب څخه پابندي پورته کړې، خو د انفارمیشن ټیکنالوژي وزیري انوشه رحمان ویلي چې حکومت هم غواړي د یوټوب څخه پابندي لیري کړي، خو لومړی باید یوټوب هغه توهین امیزه مواد د خپلي وېب پاڼي څخه لیري کړي.

ویل کیږي چې پر دې هم د پاکستان او ګوګل تر منځ خبري رواني دي، چې هغوی دي د ګوګل ټکی پې کې په توګه د یوټوب یو خاص سایټ جوړ کړي چې هغه د اسلام دین ته د توهین امیزه ویډیوګانو څخه پاک وی، او بیا به حکومت ستري محکمې ته وړاندیز وکړي چې دغه پاڼي ته اجازه ورکړې، خو ګوګل دا شرط لګولی چې اول دي د پاکستان حکومت دا فیصله د ستري محکمې څخه را واخلي، بیا به دوي غور باندي کوي چې داسي یو بېل سایټ د پاکستان لپاره خاص جوړ کړي او کنه.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د یوټوب بندیز که له یوې خوا د ګوګل کمپنۍ د یوټوب په وېبپاڼي تاثیر اچولی، خو له بله اړخه یې بیا نورو ګڼ شمېر ویب پاڼو لکه ډيلي موشن، فیس بوک، او نورو ورته پاڼو ته زیاته ګټه رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x