شعـــــرونه

غزل/ هاشم سادات

هاشم سادات

د کنډرکور او د مات ور، تصویر خبرې کوي
زمونږ په سیمه د هر در، تصویر خبرې کوي

دومره بمبار وشو زمونږه د وطن په غرونو
په ملا مات شوی د نښتر تصویر خبرې کوي

پکې دې سوي چنارونه د بارودو په اور
ته ورته وګوره د غر، تصویر خبرې کوي

د یو ماشوم څیرې جامې سړه ډوډۍ په لاس کې
لاس یې د پلار نشته په سر، تصویر خبرې کوي

ته که دعوې وکړې د امن زه یې کله منم
د مات منګي او د ګودر، تصویر خبرې کوي

چا ترې اخستې نا پامۍ کې خو له درده ډک دی
د یو بې کوره مسافر ،تصویر خبرې کوي

هاشمه، هرڅو که درد پټ کړې د دنیا له خلکو
خو ستا په زړه کې د پرهر، تصویر خبرې کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x