افغانستان

یوناما: په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات ډیر شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال ۲۰۱۶ په پرتله په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو شمېره ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.

د راپور سره سم د روان کال ۲۰۱۷ له پيله بیا د سپتمبر تر پایه ټول ۲۰۵ ملکي وګړي په بمباریو کې وژل شوي دي او ۲۶۱ نور ټپيان شوي دي، چې په هغو کې یې اکثره برخه د افغان هوايي ځواکونو مسؤولیت بللی او یوازي ۳۸ سلنه یې د بهرنیو ځواکونو مسؤولیت ګڼلی دی.

د یوناما اداره د کال ۲۰۰۹ څخه هرې درې میاشتې، شپږ میاشتې او یو کال وروسته وروسته د ملکي تلفاتو راپور خپروي او په دغه راپورونو کې یوازي د ملکي تلفاتو شمېره په ګوته کوي.

په راپور کې راغلي: «يوناما د ٢٠١٧ کال د جنوري د لومړۍ څخه د سپتمبر تر ٣٠ پورې ټول ټال ٨٠١٩ ملکي تلفات (٢۶۴٠ مړه او ۵٣٧٩ ټپيان)

مستند کړي، چې په ټوليز ډول دا د ٢٠١۶ د ورته مودې په پرتله ملکي تلفاتو کې شپږ سلنه کموالی په ډاګه کوي. په داسې حال کې چې د ملکي کسانو مړينه يوه سلنه زياته شوې خو د ټپي شويو ملکي وګړو شمير بيا نھه سلنه راکمه شوې. »

په راپور کې هوايي بمباریو ته په اشاره ویل شوي: « يوناما د ھوايي بريدونو په نتيجه کې په خاص ډول د ښځو او ماشومانو په منځ کې د ملکي تلفاتو په برخه کې د دوامداره زياتوالی په اړه خپله اندٻښنه بيا تکراروي. يوناما د ٢٠١٧ کال د لومړيو نھو مياشتو په ترڅ کې ټول ټال ۴۶۶ ملکي تلفات (٢٠۵ مړينې او ٢۶١ ټپيان) مستند کړي، چې دا د ٢٠١۶ کال د ورته مودې په پرتله د ھوايي بريدونو په نتيجه کې د ملکي تلفاتو په برخه کې ۵٢ سلنه زياتوالی ښيي. ښځې او ماشومان د ھوايي بريدونو په پايله کې د را منځ ته شويو ملکي تلفاتو دوه پر دريمه – ٪۶٨ جوړوي. يوناما د ھوايي بريدونو په نتيجه کې ٣٨ سلنه ملکي تلفات د نړيوالو ځواکونو ھوايي بريدونو ته منسوب کړي.»

د یادونې وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې پر دوو کورونو بمبار وکړ چې له امله یې شاوخوا شل تنه ملکیان ووژل شول.

که څه هم د کونړ د والي ویاند ادعا کړې چې په نښه شوي کسان داعشیان وه خو د سیمي اوسیدونکو او ازادو سرچینو د پيښې قربانیان ټوله ملکي وګړي بللي چې د یوه کلي څخه بل کلي ته د واده په خوښيو کې د ګډون لپاره روان وه.

باید وویل شي چې یوازي تېره میاشت سپتمبر امریکايي ځواکونو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ۷۵۱ بمونه غورځولي دي چې د تیرو میاشتو په نسبت ریکارډ زیاتوالی بلل کیږي، دا چې په دغه بمباریو کې څومره داعش، څومره طالبان او ملکیان وژل شوي دی، په دې اړه تر اوسه معلومات نشته او موندل یې هم ځکه سخت دي چې دغه بمبارۍ اکثره په کلیوالو سیمو کې شوي دي.

بشپړ راپورونه دلته کتلای شئ:

https://unama.unmissions.org/protection-of-civilians-reports

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دا ملکری ملتونه او په ځانګړی ډول د امنیت شوری وه چه زمونږ د مظلوم اولس وزنه ، شکنچی بی عزتی او بی عفتی یی امریکایی او اروپایی لویانو ته روا او حلالی کړی ، د ایساف په نامه د یونامان یا ملګرو ملتو ځانګړی قوه د امریکا او ناتو سهر سره اوږه په اوږه زمونږ خلک وژنی او هم د ریفری دنده ترسره کوی چه د ملکی خلکو وژنه یا دماشومانو او میرمنو وژنه زیاته شوی او کمه شوی د چا له خوا زاته شوی په راست کی یی ملګری ملتونه هم قرار لری

Agha khan

اصلی خبره دغه ده چه ټوله نړی پوهیږی چه دملګرو ملتونو اداره خپلواکه نه ده . او د کوم ملک تر اثر او اغیز زیاته لاندی. ده . که چیری مخالفینو طياری در لودلای .بیا به ي دا لاستی ور اچوه چه دغه کار مخالیفونو کړیدی . خو د نه خپلواکی سره، سره موږ ددغه واقیعت راپور د مننی سره استقبال کوه . او هیله مو ده جه.خپله بی طرفی په دغسی واقعتونو سره. د مستقبل دپاره ثابته کړی. خو افسوس او افسوس پر افغانی چارواکو ، حکمرانانو او مسولینو چه دخپل ولس پر وژلو او بربادولو باندی پټه خوله… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د اغاخان صاحب د دی خبری په تایید می [چه یو وخت به امریکایان دخبلو افغانی غلامانو په اړه دغه اوسنی واقعیتونه په داګه کړی ] د هیتلر څه د ژورنالیست همدغه پوښتنه او دهغه ځواب راپه یاد شو : [[[ له هيتلر پوشتنه وشوه چه تاسی په دغه مفتوحه هیوادو کی څوک خوښ شوی او له چا مو کرکه وزیږیدله ]]] هیټلر ځواب ورکړو ( هغوی چه زمونږ سره یی د هغو د هیوادو په نیولو کی یی زمونږ سره مرسته او لاس اړونه لرله له هغوی مو سخته کرکه کیږی ، چه نن یی د یو څو مارکونو… نور لوستل »

Agha khan

جناب محترم استاذ بیانزی صاحب ډیرپه معقول او ثابت مثال سره دا ثابته کړله چه وغلام ته اخر د خپل بادار له خوا څخه دغه د ذلیل ، وطن فروش او بی غیرته الفا ظو تحفه ‌‌‌‌‌‌ډ الی کیږی. نو الله ج دی وکړی چه دغه زموږ نظریه او د محترم بیانزی. صاحب یو حقیقی مثال. چه د هیټلردی چه ټول بشریت ورسره اشنا دی. چه دغلامانو د توجه او هدایت سبب وګرځي. او تاوان چه هر وخت را وګرځی ګټه ده . د الله ج په خاطر لیکل او خپل نظر وایو چه د هیڅ مسلمان دپاره مو د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x