نظــر

د اشرف غنی ميرمن (رولا غني) څه وايی؟

لیکوال: موسی ـ فرهاد

روان میلادي کال د اپریل ۵مه نیټه به د هیواد په زړه (کابل) کې ټولټاکني ترسره کیږي چې د نوماندانو له ډلي څخه د یوه تن په غوره کولو به د کابل برخلیک ټاکل کیږي . داچي منتخب نوماند به کابل ته غمرازي که ښیرازي راوړي ؛ خدای ج ته معلومه ده .

خو په ماضي کې چي موږ د دا ډول ټولټاکنو شاهدان اوسیدلي یو ، ځکه ناهیلي او نا امیده یو . د نهیلۍ یو دلیل چي باید کافی وګڼل شي هغه دا دی چي د پردیو د زور او زر تر سیوري لاندي پریکړي او ټاکني به زموږ پخیر وي او که د پردیو ؟!!   ښکاره خبره ده چې غمیزي به یي زموږ او ښیګڼي به یي د پردو  وي .

په هرصورت راځو خپلي خبري ته . د یادو ټولټاکنولپاره نوماندان په حساب ، یاو دوا شل دي ، یو هم پکي نژدي ۷۰  اویاکلن اشرف غني احمدزی دی .

نوموړی د لوګر د محمداغي ولسوالۍ دی خو ډېر کلونه پخوا یې له وطنه امریکا ته کډه کړي ، هلته یې زدکړي کړي ، برین واش یي په غربي کلچر شوی ، تربیه او ترزیق یې په همغه چاپیریال کي شویدی . د څه مودي لپاره د کمونیستي دوري د ډاکترنجیب سلاکار پاتي شوی . کورودانه یې یوه انګریزنژاده کریشن (عیسوي) امریکایۍ ده .  ښه ډېر کلونه پس له امریکایي او ناټويي اشغالګرو سره دیرغل په لومړیوکې افغانستان ته راغی . په کابل کې یې په دې ۱۲کلنه دوره کې بیلابیلي دندي ترسره کړي ،  له  ۲۰۰۲ کال د جولاي څخه تر دسمبر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د سوداگرۍ  وزیر  ؤ چې سخت اداري فساد یې رائج کړ ، ۲نیم ملیارده ډالر د ده په وزارت کې تري تم شول ، دغه ورک ډالرپه حساب کتاب کې یوازي پر ده ور واوښتل . له دې سره سره بیا هم د پردیو په مټ د ملامتیا له سزاء څخه وژغورل سو . اوس مهال د ټولټاکنیز بهیر په سیالیو بوخت دی . نوموړی رایي له افغانانو په ځانګړي ډول له پښتنو څخه غواړي ، خو خپل مرستیال یې د افغانانو خصوصا د پښتنو قاتل په بی انتها جرمونو مجرم رشید دوستم نومولی دی . په دا ډول کرپټ (اداري مفسد) او له افغانانو خصوصا له پښتنو سره جفا کوونکی ، پردی پال  تن به افغان برخلیک ته څه خیر او ښیګڼه راوړي ؟؟؟!!!     —  هیڅ نه !

خبره مو د ده د میرمني کوله ؛ ویل کیږی چې میرمن یې رولاغني یوه کلکه  عیسوۍ امریکايي ده . د ده په بریالیتوب سره به د افغانستان غوندي دین دوسته متعهد اسلامپال هیواد لومړنۍ میرمن امریکايي عیسوۍ وي . چي دا به پخپله د افغانستان او افغانانو په تاریخ کې ترټولو هیښوونکي پدیده وي .
اشرف غني له رولاغني سره د خپل تحصیل پرمهال د لبنان په یوه امریکايی پوهنتون کې واده کړي و . له سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې میرمن رولا غني وویل چي : اشرف غني په میاشت کي یو یا دوه ځله د کورنۍ د لیدني لپاره امریکا ته راځي ،دا وایي : زما یوازنۍ خواشیني پر دې ده چي اشرف غني پوه نه دی چي دی به نور څو موده ژوندی وي . هغه وایي تر څو چي ژوندی یم ، خپله نښه به مخ ته بیایم .  رولا وایي : اشرف غني په صحت جوړ نه دي ، هغه د سرطاني ناروغۍ له امله خپله نیمه معده له لاسه ورکړې  ، جسمي مقاومت یې کم شوی  او د شپې له خوا تر ۴ ساعته زیات خوب نه لري .
رولا زیاتوي ډاکټر اشرف غني د عبادت لپاره تل له خپلي میرمني رولا یعني زما سره کلیسا ته ځي او هلته عبادت کوي .  زما میړه غني نور ښه دینداره نه دی ، هغه تر اسلام عیسوي دین زیات خوښوي . نور څوک که هرڅه فکر کوي خو زه وایم چي اشرف غني له یوې اسلامي کورنۍ نه جلا شوی اوپه یوه عیسوي کورنۍ کي میشت شوی دی .

میرمن رولا د خپل میړه اشرف غني په اړه وایي : غني ناروغه دی ، د معدې سرطان د هغه جسم تر نیمایې زیات نا توانه کړي او مرګ د هغه په انتظار کي دی . اشرف غني پخپله وایي ، زما معده  ۵ فیصده کارکوي د ورځي باید درې ځله ډیره کمه ډوډۍ وخوري ، د سهار ناری یې وریجي له کیلې سره دی .  رولا غني زیاتوي : په هر صورت کېدای شي چي اشرف غني افغانستان ته یو نوی دین ور وړي . دا ځکه چي زه عیسوۍ یم ، هغه زما سره همیشه کلیسا ته ځي او تر اسلام عیسوي دين زیات خوښوي .

د اشرف غنی احمدزي په اړه د امریکا ستراتیژیکي پلټني ګروپ په نامه یوه څیړونکي اداره  لیکي :

ډاکټر اشرف غني احمد زی . د سي آی اې پخوانی ایجنټ ؤ، په داسی حال کې چې د کمونیستي حکومت په دوره کې د ډاکټرنجیب سلاکار هم  ؤ . ، د پښتون او هزاره توکمو تر منځ په توپیر یې زیات باور درلود .

پای

لیکنه : موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x