ټرمپ د ایران سره اټومي تړون تایید نه کړ او سپاه پاسداران یې تروریسته ډله وبلله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران سره اټومي تړون تایید نه کړ او د ایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران یې تروریستي ډله وبلله.

نوموړي تېره شپه د ایران په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه او وې ویل چې نه غواړي د ایران سره اټومي تړون تایید کړي.

ټرمپ چې د ایران سره د امریکا په شمول د نړیوالو قوتونو پر تړون سخت تنقیدونه کول، ددې تر مخه یې دوه ځله تایید کړی وو خو تېره ورځ یې وویل، ددغه تړون له وجې ایران توانیدلی چې په سیمه کې خپل تخریبي کارونو ته ادامه ورکړي، ځکه نو باید اټومي تړون لغوه او پر ایران نوي بندیزونه ولګیږي.

د یادوني وړ ده چې د ایران سره د اټومي تړون وروسته هره دریمه میاشت د امریکا ولسمشر مکلف دی چې تړون وارزوي او په اړه یې د تایید او نه تایید رایه ورکړي.

ټرمپ تېره ورځ وویل چې د ایران سپه پاسداران ځواک په سیمه کې د «تروریستي» ډلو لکه القاعده، طالبان، حزب الله، حماس او نورو ډلو سره مرستې کوي او په ګاونډیو هیوادونو کې لاسوهنه کوي.

په اټومي تړون کې شامل هیوادونه لکه برتانیه، فرانسه او جرمني د ټرمپ پر څرګندونو عکس العمل ښودلی او ویلي دي چې دوی د اټومي تړون ملاتړي دي او نه غواړي چې لغوه شي.

بلخوا سعودي او متحده عرب اماراتو په کلکه د ټرمپ د نوي تګلارې هرکلی کړی او ویلي يې دي چې په هر ډول وي، باید د ایران د اټومي وسلې جوړوني او میزایلونو د جوړوني وړتیا له منځه یووړل شي.

د ایران ولسمشر حسن روحانې د ټرمپ څخه وغوښتل چې د ادب او اخلاقو تر څنګ دي تاریخ او جغرافیه مطالعه کړي.

نوموړي وویل چې د ټرمپ څرګندوني ټولې له درواغو او بد اخلاقۍ ډکې دي.

او زیاته یې کړه چې مونږ د امریکا سره دوه اړخیزه تړون نه دی کړی، بلکې تړون مو د امریکا په شمول د نورو نړیوالو قوتونو سره کړی دی او د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوی، ځکه نو یوازي ټرمپ نه شی کولای چې د ایران سره اټومي تړون لغوه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د