نړۍ

په منځني افریقا کې په یوه مسجد کې دننه ۲۵ مسلمانان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): په افریقايي هیواد «منځني افریقا» کې د انټي بالاکا په نامه ملیشو په یوه مسجد کې دننه ۲۵ مسلمانان وژلي دي.

د منځني اسیا په جنوبي برخه کې د «کیمپي» په نامه کلي کې دغه پيښه را منځته شوې او د کلي د قومي مشرانو رئیس «عبدالرحمن بورنو» رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ سهار وختي وسلوالو پر یوه مسجد برید وکړ او د لمونځ کوونکو په شمول یې د مسجد ملا امام او د هغه نایب اعدام کړ.

په منځنی افریقا کې د کال ۲۰۱۲ راهیسي د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې ډیری مسلمانان وژل شوي او له خپلو کلیو څخه هجرت ته اړ شوي دي.

په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي فرنسوي ځواکونه هم د امنیت د ساتنې لپاره ګمارل شوي خو مسلمان تنظیمونه تور پوري کوي چې هغوی د مسلمانانو پر ضد د مسیحیانو ملاتړ کوي او د هغوی مخه نه نیسي، خو مسلمانان بیا نه پریږدي چې خپل انتقام واخلي.

د اسلامي همکارۍ سازمان پر یوه مسجد باندي د انټي بالاکا ملیشو برید په کلکو ټکو غندلی دی او دا یې یو بشري ضد جنایت بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x