هلري کلنټن: که د ایران سره تړون لغوه شي، امریکا به بې باوره شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د ټرمپ پر ضد په انتخاباتو کې ناکامي کاندیدی هلري کلنټن د سي ان ان سره په مرکه کې وویل چې د ټرمپ له لوري د ایران سره د تړون لغوه کول به د ایران په ګټه تمام شي او له دې وروسته به څوک د امریکا سره پر تړون باور ونه کړي.

هلري کلنټن چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هم پاته شوې، په مرکه کې وویل: کوم کار چې ټرمپ کوي، هغه ډېر خطرناک دی، د یوه داسي تړون څخه چې خپله د نوموړي په اداره کې يې په اړه ضد او نقیض نظرونه شته او کلک نړیوال ملاتړ لري، د ټرمپ پر شا کېدل به ډیرې بدي پایلې ولري.

او زیاته یې کړه: نړیوالو ته به دا پيغام ورسیږي چې پر امریکا باور نه دی په کار، ځکه چې بغیر د کوم دلیله د امریکا ریس جمهور د یوه تړون څخه پر شا کیږي، چې نړیوالو ته غلط پیغام ورکوي.

هلري کلنټن همدا راز وویل چې د تړون لغوه کول د ایران په ګټه ځکه دی که چیري ایران په تړون کي شرطونه نه وي مات کړي، ددوی موقف به د نړیوالو په مخکې لا قوي شي او مونږ به کوچني او بی عقل وبلل شو.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران سره پر تړون د تایید څخه انکار وکړ او وې ویل چې دغه هیواد د «تروریزم» ملاتړ کوي، ګاونډیان ګواښي او تخریبې وسلې جوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د