سوریه: داعش د رقه ښار څخه وتلي او میادین ښار یی هم له لاسه وتلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): په سوریه کې د سوریې نظامي ځواکونه توانیدلی چې د المیادین په نامه ښار د داعش څخه بیرته ونیسي، بلخوا ویل کیږي چې د رقه ښار څخه هم په خپله خوښه داعشیان او کورنۍ یې وتلي دي او ښار یې کردي ځواکونو ته خوشي کړی دی.

د الجزیرې د راپور سره سم کردي ځواکونو او داعش په خپل منځ کې تړون کړی د کوم له مخې چې به د داعش جنګیالي او کورنۍ يې د رقه ښار څخه وزي او دیر الزرو ولایت ته به پناه وړي.

د سوریه دیموکراتیک ځواکونه چې اکثره یې کردي ملیشې دي، د امریکا په ملاتړ په دغه ښار کې له تیرو څو میاشتو راهیسي عملیات پيل کړي وه.

د امریکا په مشري د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف ویاند نن د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې سل کسه داعشي جنګیالي دوی ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس هم څه نه شي ویلای، کیدای شي په راتلونکو ورځو کې هم سختې جګړې ونښلي.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس وویل، دداعش جنګیاليو که تسلیمېدل غوښتل مونږ به یې ومنو خو هغه چې ملکي وګړي وژني او ځانونه د هغوی تر شا ساتي، حتما به وژل کیږي.

په یوه بل پرمختګ کې د سوریې ځواکونو مطبوعاتي څانګې اعلان وکړ چې دوی په دیر الزور ولایت کې د المیادین ښار د داعش څخه ونیوی.

او زیاته یې کړه چې د یاد ښار په جګړه کې یې په لسګونو جنګیالي وژلي دي او په نورو پسي پلټنې رواني دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د