دروژې فديه به څومره اوڅه وخت ورکوي:

دروژې فديه به څومره اوڅه وخت ورکوي:

پوښتنه : دناروغۍ په وجه نشم کولای چي روژه ونيسم(شرعاًمعذوريم)،فديه ورکوم،څومره اوڅنګه يې ورکړم؟که هره ورځ مسکین ته ډوډۍ ورکول لازمي وي ،نوداهم نشم کولای،ځکه داراته ووایاست چي دټولې روژې څومره فديه کیږي؟که کوم مسکین نه وي نودافدیه کومې خیریه ټولنې یادارالإیتام ته ورکولی شم؟اوفدیه به هرومره په روژه کي اداکوم که یې وروسته هم ورکولی شم؟

جواب :دروژې دهرې ورځې فدیه دکوچنی اختردسرسایې په اندازه یعني:پاوکم دوه کیلوغنم(1750)ګرامه،یایې قیمت،دفدیې روپۍ کومې دیني مدرسې ته ورکړئ،په روژه کي فدیه اداکول غوره ده،که نه وروسته یې هم ورکولای شئ .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.