درباري چاپلوسان او ملا نصر دین

حامد افغان

تیمور لنګ پاچا، مرحوم ملا نصر دین ته خر ډالۍ… کړ، په دې سره د پاچا درباري چاپلوسانو د خره صفتونه پیل کړل، آن خبره یې تر دې ورسوله چې دا خورا هوښیار او حکیم خر دی! هر درباري پخپل وار د خره صفتونه او پوره غوړه مالي وکړه، ملا نصر دین ته چې د خبرو نوبت ورسيد هغه زیاته کړه: کله چې دا خر دومره هوښیار او عبقري خر دی زه کولی شم هغه ته لوست، سبقونه او کتابونه ورزده کړم!

پاچا، مرحوم ملا صاحب ته وویل: که مو خره ته لوست او کتاب لوستل ور زده کړل زه به نور زیات انعامونه او ډالۍ درکړم او که مو دا کار ونه کړ نو سخته سزا به درکوم، ملا نصر دین ورته وویل: ما ته درۍ میاشتي وخت او د دې وخت لګښت راکړه، زه خامخا دا کار کوم. پاچا هغه ته وخت او لګښت ورکړ او هغه یې رخصت کړ.

درۍ میاشتي وروسته ملا نصر دین له خره سره د پاچا تیمور لنګ دربار ته راغی، دربار کې یې د خره مخته په مېز باندې لوی کتاب کېښود، خره په ډېره بیړه پخپله پښه سره کتاب خلاص کړ او په ډېر دقت سره یې کتاب ته کتل، خره به د کتاب پاڼې اړولې، ورته کتل به یې بیا به یې ملا صاحب ته وکتل او ورو غوندې به وهینګیدی، خره همداسې د کتاب پاڼو اړولو، ملا صاحب ته کتلو او هینګیدا ته دوام ورکړ، پاچا او ټول درباریان هک حیران شول! ملا صاحب نه د خره د نرمي هینګا پوښتنه وشوه، هغه ورته وویل: د خرو لوست همداسې وي، په دې سره ملا صاحب خره ته په لوست ورزده کولو کې بریالی شو او پاچا خورا ستر انعامونه او ډالۍ ورکړې.

وروسته تیمور لنګ پاچا ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چې خره ته مو لوست څنګه ورزده کړ؟! هغه ورته وویل: پاچا سلامت! د هوسۍ له پوستکي مې پاڼې جوړې کړې، په هغو مې کرښې وايستلې او له هغو مې کتاب تیار کړ، د کتاب ټولو پاڼو کې به مې اوربشې واچولې، د خره مخته به مې د کتاب یوه یوه پاڼه اړوله او هغه به اوربشې ورټولولې او خوړلې! دا کار مې زیات تکرار کړ، وروسته به مې چې د خره مخته بند کتاب کېښود هغه به پخپله کتاب خلاص کړ او هغه وربشې به یې ورنه خوړلې!

دا کار مې چې له خره سره ډېر ځله تکرار کړ، وروسته به مې خر وږی کړ او تش کتاب به مې ورته کېښود، چې کتاب کې به یې وربشې پیدا نه کړې ما ته به یې په عاجزي وکتل او د غم نرمه هینګا به یې کوله! پاچا صیب سلامت! په خره مې دا چل ښه پوخ کړی دی، اوس مې چې لته راووست ښه مې وږی کړی و، کتاب کې یې چې وربشې پیدا نه کړې هغه چل یې تاسو پخپله ولید.

په دې کیسه سره د مرحوم ملا نصر دین موخه دا وه چې پاچا ته دا پیغام ورکړي چې ستا چاپلوس درباریان دروغژن او منافقان دي، هغوی د اوربشو د عاشق خره صفتونه کوي او هغه هوښیار او عبقري یادوي! د هغوی په ستاینو او چاپلوسیو باور کول ښه نه دی، هغوی ستا هم بېځايه صفتونه کوي، هغوی ستا هر ښه او بد کار خامخا ښه یادوي، هغوی ستا هر ظلم ته عدل وایي او ستا وحشت انسانیت تعبیروي.

د خدای بښلي ملا نصر دین له دې او دې ته ورته نورو غوره کیسو او حکیمانه کړنو معلوميږي چې هغه د دربار چاپلوس مخلوقات او د سیاست مداریان هر وخت سپک او رسوا کړي دي او د هغو دروغ او منافقت یې واکمنو ته برملا او افشا کړی دی، څرنګه چې پخوا هم د وخت ميډيا او رسنۍ د رباري چاپلوسانو لاسونو کې وې نو دې خلکو ملا صاحب پسې بد تبلیغات کړي دي او هڅه یې کړې ده چې خلکو ته یې کم عقل معرفي کړي دی، لکه موږ چې فعلاً هر ځای د درباري چاپلوسانو له خوا د ملا او عالم پر خلاف د ناوړه تبلیغاتو او سپکو خبرو شاهدان یو.

تبصرې (3)

  • محترم عبد الله صاحب دحامد صاحب خوږه لیکنه ده ، خو عکس هم مفهوم او معنا لرونکی وي ، عکس را ته غیر مناسب ښکاري که بدل سي پر لیکنه يې اثر نه غورځي. مننه

  • حامد افغان صاحب لیکنی ډیری خوږی مګر دا ځل چه دملا نصر الدین قیصه یی رانقل کړی او د هغه توصیف یی هم کړی چه د وخت د لباری چاپلوسان به یی شاربل او د هغو چاپلوسی به یی د وخت پاچاهانو ته په ډاګه کوله . نو زه به هم ورسره لږه شوخی وکړم او هغه دا چه حامد افغان صاحب کټ مټ همدغه ملا نصر الدین کړنی او هوشیارتیا تمثیلوی .
    قیصیی، لیکنی او توصیی یی وخت په وخت لولو ګټه تری پورته کوو وخت ناوخت یی یادونه کوو ستاینی یی کوو ، دی نه د چا شاپاسی ، نه د جا مننه نه د چا ستاینه او نه د چا لیدنه کوی. که و وایم چه دا کبر او لویی ده خو حامد صاحب لویی ځکه نه لری چه هغه غالم دی هغه ته د کبر او لویی تاوانونه تر مونږ ښه معلوم دی او زمونږ سره ډیر مهربانه وو ، تل به یی مونږ تشویقولو او تل به یی مونږ ته توصیی لیکل وخت ناوخت به مو سره اړیکی لرلی . ملا نصر الدین چه ورته وایو په دی چه هغه هم به ټوقو ، هم په توصیو او هم په حکیمانه کړنو کی تر ډیرو علماوو حتی د مخه وو مګر ځینی کارونه یی بیا داسی هم کول چه هغه به ملانصر الدین نه وی کړی او یا هغه کس به ملانصرالدین نه وو چه هغه کړنه یی ترسره کړی همدی ډول کړنو ته ورته کارونو ملانصرالدین ته ډیر شهرت ورپه پرخه کړو .
    حامد افغان صاحب سره هم ځینی ورونه لکه زما په شان ډیره انډیوالی لرله ، اوس هماغه ورونه ورته وخت ناوخت سلامونه او تیر خاطرات وخت ناوخت وریادوی چه د پخوا په شان مینه ورسره وشی مګر حامد صاحب ځان داسی اچولی کله یو چه هم نه پیژنی، داسی ځان ښیی لکه څوک چه وایی وخت می هسی مه ضایع کوی یا هغه کسان کم طالع شوی چه د حامد صاحب په شان استاذان دوستان یی خوابدی کړی او له لاسه ورکړی ( کیدی شی )
    د همدی امله می داځل خپل نوم بدل او دا جرات می وکړو .