خو نن د دې په ځای چې امنیتي ځواکونه په هیواد کې امنیت تأمین کړي خپله ښاغلی اتمر د یادو ځواکونو په مقابل کې د په اصطلاح تروریستي ډلو په دری چنده زیاتوالي اعتراف کوي.

ښاغلی اتمر دي ځواب ووايي!

د ملي امنيت شورا سلاکار ښاغلي حنيف اتمر وړمه ورځ په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو زونونو او سرحدي لواګانو قوماندانانو سيمينار ته په وینا کې وويل :
په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده شوى، او اوس له هرو څلورو ترهګرو څخه يې یو نفر بهرنی ترهګر دی.

ښاغلي اتمر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دری کاله وړاندې په همدې شپو ورځو کې نوموړي د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون په دې غرض لاسلیک کړ چې په هیواد کې سوله تأمین او وکړای شي د امریکا په مالي او پوځي مرستو خپل امنیتي ځواکونه د دې جوګه ورګرځوي چې د بهرنیانو له شتون پرته له افغانستانه دفاع وکړي.

خو نن د دې په ځای چې امنیتي ځواکونه په هیواد کې امنیت تأمین کړي خپله ښاغلی اتمر د یادو ځواکونو په مقابل کې د په اصطلاح تروریستي ډلو په دری چنده زیاتوالي اعتراف کوي.

د امنیتي ځواکونو د اکمال او تجهیز وضعیت یې هم تر دې کچې رسیدلی چې ۲۳ تنه سرتیري په چوره ولسوالۍ کې تر میاشتو میاشتو محاصرې وروسته د مخالفینو په عملیاتو کې مړه او حکومت یې د تشو جسدونو د انتقال او خپلوانو ته د سپارلو توان نه درلود .

همدا راز په کونړ ولایت کې سرحدي ځواکونه د مناسب اکمال د نه شتون له امله مجبوریږي چې د څښاک د ابو لپاره د کرښي بلې غاړې ته وواړي او له هغې خوا د یوغوړپ ابو راوړلو په بدل کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

څوک نشته چې له ښاغلی اتمره وپوښتي چې له امریکاسره امنیتي تړون ریښتیا هم دا ګټه وکړه چې له یوه مخالفه یې دري مخالفین جوړ کړل او که ته دا خبرې د خپلو بهرنیو حامیانو د لا توجه جلبولو په غرض کوي؟

که واقعیت هم دا وي چې په هیواد کې مو د مخالفینو شمیر دری چنده اضافه شوی وی او امنیتي ځواکونو مو د خوراک او څښاک توان نه لري نو د کوم عقلانیت له مخې تاسو هغه تړون موجه بولئ چې د ټول افغانستان د خرڅلاو په بدل کې مو له امریکایانو سره لاسلیک کړ؟

که ښاغلی اتمر دا څرګندونې د خپلو خارجي حامیانو د لا توجه جلبولو په غرض کوي نو له هغوی لانوره څومره توجه غواړي ؟

افغانستان ته د بهرنیانو د توجه په ترڅ کې خوهمدا اوس ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونو ته دستور ورکړي چې له هیڅ نوع محدودیت پرته په خلاص مټ پر افغانانو هر ډول وسله استعمال کړي، همدا وجه ده چې د بمونو له موره نیولې د بي ۵۲ ، ایف ۱۶ـ او ایف ۱۸ الوتکو په کارولو سره هغوي په یوه میاشت کې ۷۵۱ بمونه دلته وغورځول ، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د ولسي وګړو د تلفاتو کچه پنځوس سلنه اضافه کړه او په تیرو (۹) میاشتو کې تر ۸۰۰۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی اتمر! پښتانه متل کوي چې که شپه توره ده هم خو مڼې په شمار دي.

خیر دی د خپل ولس په حساب مو بهرنیو مصالحو ته تعهد او ژمنتوب په خپل ځای ، خو دومره خو هم مه کوئ چې د خپل ولس په سترګو کې له جامو سره ورننوځئ ، احساس او ضمیر مو دومره تر پښو لاندې کړی چې په هیواد کې روان ناورین درته هیڅ ښکاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د