
د جهاد مفکوره
عرفان الله عرفاني
جوړه کړه پاکه عقیده د جهاد!
ځان سره وکړه فیصله د جهاد!
تاسره دومره بې ننګي نه ښایي!
وکړه په جار باندې نعره د جهاد
ملي پاڅون ته ولس و هڅوه
لاس کې دې ونیسه جنډه د جهاد
د نوي نسل ښه روزنه وکړه
ورکړه ذهنیت او مفکوره د جهاد
چې کله درومې د غزا ډګر ته
پر تندي لیکه کلیمه د جهاد
غواړي ککرې ګوره درېغ و نکړې!
مسته څپانده حماسه د جهاد
له ستونزو ډکه دا اغزنه لار ده
ماته دې نکړي حوصله د جهاد
دا د کور کلي او تربور جنګ ندی!
دا ده سپېڅلې معرکه د جهاد
بیا کړه را ویښې دا ویدې پرګنې
(عرفاني) وایه ترانه د جهاد
ډیر په زړه پوري