
د روسانو د جګړې پاتې شونې ماینونه لا هم د افغان ماشومانو ژوند اخلي
نن ټکی آسیا: د بامیانو ولایت امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په مرکز کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودېدو له امله لږ تر لږه ۵ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شويدي.
د بامیانو ولایت د امنیه قومندانۍ آمر محمد علي لکزی د پېښې تصدیق کړی او ویلي دي چې « د هاون یوه پخوانۍ مرمۍ د سنګ چسپان په سیمه کې په ځمکه پاتې وه، دوی راویستې او لوبې یې پرې کولې چې وچاودیدله.»
لکزي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې ۵ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.
دده په وینا ۲ ټپي ماشومان يې د بامیان ولایت سیمييز رغتون ته وړي، چې روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ دی.
بامیان د هېواد یو د هغو ولایتونو څخه دی چې د روسانو د جګړې او کورنیو جګړو ښخ شوي ماینونه لا هم په پراخه پیمانه په کې پاتې دي.
که څه هم د د ماین پاکۍ ځينې مؤسسات په دغو ولایتونو کې کار کوي خو ددې ټولو کارونو سربېره داسې ناوړه پېښې رامنځته کېدل ددوی بې کفایتي ښيي.