نظــر

حامد کرزی ولي اوس حقیقت وايي؟

لیکوونکی :احمد یاسر

حامد کرزی د افغانستان پخوانی جمهور ریس د اکتوبر په ۱۱ د بی بی سی یوه خبریال ته په مرکه کې وویل:( آمریکا د افغانستان د نا امنیو اصلی عامل ده)

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی حامد کرزی داسې نیوکې په امریکا کوې په ورته مرکو او مجلسونو کې یی هم تندې نیوکې په امریکا کړي د امریکا پروژه یی په افغانستان کي اور ته لمن وهل بللي د امریکا نوې تکلاره یی د جنګ دوام او داعش یی د امریکا پروژه بللي او په وار وار یی د ښاغلی محمد اشرف غنی په پالیسیو نیوکه کړی دی چی د خکلو پام یی ځانته را اړولی دی، او په دي ورستیو کي یی د لویې جرګې د را بللو غوښتنه هم کړې.

اوس داسې پوښنتې را ولاړیږې:

چی آیا ښاغلی کرزی واقعآ د آمریکا د ګټو مخالف دی په افغانستان کې؟

آیا د امریکا حضور دلته نه غواړې؟

د افغانستان ګټو ته ژمن دی؟

کرزی په افغانستان کې سوله غواړي؟

کرزې خپله دیارلس کلنه واکمني پوره کړه څه یی چي غوښتلی شول او یا یی اوس غواړی هغه یی په خپله دوره کی هم کولای شول، خو داسی یی ونه کړل ځکه چی دی خپل بادار ته وفادار وو او د هغه له امر څخه یی بغیر هیڅ هم نشوای کولای.

آمریکا خپلو ګټو او موخو ته د رسیدو لپاره له هر ډول ممکنه لارو څخه استفاده کوې، د هغو له کتار څخه یوه یی د خاینو او لاسپوڅو چارواکو شتون په مستعمره خاوره کې دی.

کرزې په خپله دیارلس کلنه واکمنۍ کې د امریکا هر ډول غوښتنو او ګټو ته لبیک ووایه د افغانانو په وژلو،بندې کولو،بمباریو او هر ډول ناخوالو کې یی د امریکا سره مرسته او په هر ډول ظلم او وحشت یی خوله پټه کړه، د امریکا هر ډول پروژې یی په مظلومو خلکو تطبیق کولې تر څو د واک پر ګدۍ پاتې شي او خپلې ګټې خوندې وساتي.

کله چې یی واکمنۍ دوره پوره او له واک څخه ګوښه شو،هغه رازونه یی را وسپړل چې حقیقت یی درلود او د خلکو له تود هر کلي سره مخ شو؛
هغه ستونزې چې اوس یی کرزی نومونه اخلي ټولو دده په واکمنۍ کې شتون درلود!

ولې یی!؟

غږ را پورته نه کړ، د امریکا شوم پلانونه یی خلکو ته برملا نه کړل؟

ولې یی د امریکا شتون په افغانستان کې د بدمرغۍ لامل و نه بله؟

علت یی څرګند دی، دده شخصي ګټې خوندې وې!

اوس چې یی هغه واک له لاسه تللی او سپینه ماڼۍ ضرورت نه ورته لرې نو امریکا د اولګیت د لرګې په شان غورځولی.

د هفه تللې عزت په لاسته راتللو سره غواړې د خلکو حمایت د سپينو خبرو په ویلو سره خپل کړې چي بیلګه یی د واکمنۍ په ورستیو ورځو کي د امنیتي تړون نه لاسلیک وو، نو افغانان دومره هم نا پوه نه دې چې د یو څو سپينو خبرو په اوریدلو سره و غولیږې،او هغه دیارلس کلن ناورین هېر کړی او سترګې ورباندي پټې کړي د اشغالګرو وحشت، ترور، پټې وژنې، بمبارۍ او نورې ناخوالې کړنې وي چی د کرزی په واکمنۍ کی پیښې شوي وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x