افغانستان

هرات: طالبانو ۵ سړي تښتونکي وژلي او ۲ښځي يې ترې ژغورلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶):د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې طالبانو پنځه تنه انسان تښتونکي هغه مهال وژلي چې ۲ ښځي يې تښتولي وې.

اختطافګرو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ کله چې یې له طالبانو سره په جګړې لاس پوري کړ.

طالب ویندوی قاري يوسف احمدي وايي: له جګړې وروسته تښتول شوي ښځي خپلو کورنيو ته سپارل شوي.

د نوموړي په وينا طالبانو د موثق راپور پر بناء اختطافګر تعقیبول تر څو يې تر منځ خبره په نښتي واوښته.

حکومتي چارواکو د طالبانو له لوري وژل شوي پنځه تنه عام وګړي بللي .

د يادوني ده چې درې ورځي وړاندي هم د طالبانو له لوري د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چانجير او د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې سړي تښتونکي په عام محضر کې د مرګ په سزا رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x