افغانستان

حسن روحاني د نوروز په غونډه کې د ګډون لپاره افغانستان ته راځي

نن ټکی آسیا: د ایران تلویزون پریس ټي وي خبر ورکړی چې د ایران ولس مشر حسن روحاني به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي، تر څو هلته د نوروز په مناسبت کې د خوشحالیو د لمانځلو په خاطر ګډون وکړي.

 

پریس تلویزون نن د شنبې په ورځ په یوه خبر کې وویل، چې د هغو هیوادونو مشران مسؤولین چې نوروز رسما لمانځي، افغانستان ته سفر کوي، او د نوروز د لمانځني په خاطر به په غونډو او خوشحالیو کې ګډون کوي.

باید وویل شې چې په نوروز مشترک هیوادونه چې افغانستان یې هم حصه ګرځېدلې، دا څلورم کال دی چې په ګډه دغه مناسبت لمانځي، او تېر کال په تاجکستان کې د افغانستان، ایران، پاکستان او تاجکستان د ولس مشرانو په ګډون سره ولمانځل شو، او د هغه تر مخه د ایران په پلازمینه کې لمانځل شوی وو.

باید وویل شې چې د نوروز په مناسبت کې ګډ او مشترک هیوادونه افغانستان، اذربیجان، هند، قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان، ترکیا او اوزبکستان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x