
طالبانو تګاب کې پر افغان ځواکونو د پراخو بریدونو خبر ورکړ
نن ټکی آسیا: طالبان وايي، چې نن سهار وختې يې د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سېمو کې د ملي اردو او پولیسو پر کتارونو پراخ بریدونه ترسره کړي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، چې نن سهار وختي پنجه بجې د يادي ولسوالۍ په شاتورو، نوروزخيل، باباخيل، عمرخيل او خوشحال سيمو کې د ملي اردو او پوليسو په هغه کتار بريدونه ترسره کړل چې د لاري په پوستو کې د مېشتو عسکرو او پوليسو د تبادلې په موخه راغلي وو.
د ده په وینا، په دې بريدونو کې چې تر اته نيمو بجو پوري يې دوام وکړ شپږ عسکرو او درې پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې په خبره، سهار مهال شپږ بجې د تګاب ولسوالۍ په خوشحال خېل سيمه کې په پليو پوليسو چاودنه هم وشوه چې څلورر تنه يې ووژل او بل يې سخت ژوبل کړ.
د افغان ځواکونو مطبوعاتي سرچینو د دغه راپور په اړه تر اوسه پورې خپل نظر نه دی په ډاګه کړی.