جان کيري: ټرمپ امريکايانو ته درواغ وايي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶):د ټرمپ له واکمنۍ را وروسته نوموړي په دې وروستيو کې له ایران سره د اټومي تړون پر سر مخالفت ته لاس اچولی.

د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کيري په وينا ټرمپ کوښښ کوي چې د ایران سره د اټومي هوکړې اړوند په امريکا کې مخالف ذهنيت رامنځته کړي.

جان کيري وویل : ټرمپ د ایران د اټومي هوکړي په اړه امريکايانو ته درواغ وايي او په وينا يې له همدې امله د امريکا د منزوي کېدو پر لور تګ حتمي دی او د نوموړي مخالفت د امريکا په زیان تمامېدای شي.

د ټرمپ له لوري د ایران له اتومي هوکړي سره د مخالفت او له منځه وړولو په اړه د ایران ولسمشر او په تړون کې نور شامل هيوادونه هم انديښنه لري او دا کار په سيمي کې د نا انډولتيا د رامنځته کېدو سبب بولي.

د يادوني ده چې د ایران د پوځ يو تن جنرال (اسماعيل غني) ټرمپ په ځمکه کې په ښخولو ګواښلی او ويلي يې دي چې د ټرمپ په څېر مو ډېر دا ډول کسان تر خاورو لاندي کړي.

غني همدا راز وايي: د ده دا ګوښونه پرته له دې چې امريکا ته زیان ورسوي نور څه نشي کېدای.

جنرال اسماعيل غني د ایران د انقلابي ګارد د بهرنۍ برخي د پوځ مشري په غاړه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د