شعـــــرونه

غزل / محمد علي عمري

ګمـــــــان به نه کوې اغياره موږ هم خلګ لرو
خيال یې تر عرشه وهې لاره موږهم خلګ لرو

ستا دواورين بيلتون په وړاندې مدام هڅي کوي
زړونه یې ډک دي له انګاره موږ هم خلګ لرو

سیاسی فتوای بــه دې درنغاړې دپښتو له غيږې
دلته منصور منصور تر داره موږهم خلګ لرو

پـه معـنوي کمين کښي ناست دي قرباني ورکوي
مخته دې نـــه پریږدي مکاره مــوږ هم خلګ لرو

حساب یې زیات دی عمري خداي به یې نور زیاتوي
اوړي تـــرزرو پــــــــه څو واره موږ هم خلګ لرو

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x