نړۍ

په واشنګټن کې د ایران پر دیپلوماتیکې ودانۍ ډزي وشوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د ایراني اتباعو د چارو پر مخ بېولو دفتر باندي ډزي او سخت دریځ شعارونه یې پر دیوالونو باندي لیکل شوي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس «ارنا» دغه خبر تایید کړی دی او د یاد ديپلوماتیک د رئیس مهدي عاطفت له خولې يې ویلي چې نن سهار ددوی پر دیپلوماتیک دفتر ډزي وشوې چې له امله یې د ودانۍ شیشې ماتې شوې.

نوموړي وویل چې نن سهار پر پنځه بجې پر ودانۍ دوامداره ډزي وشوې، چې له امله یې په سیمه کې ویره خپره شوه. او زیاته یې کړه چې د ودانۍ پر دیوالونو د یوه نوي سخت دریځ ګوند شعارونه هم لیکل شوي وه.

باید وویل شي چې دغه پرمختګ په داسي وخت کې کیږي چې تازه د امریکا ولسمشر د ایران په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړې او هغه یې د اتوم بم په جوړلو او په سیمه ییز هیوادونو کې د لاسوهنې تر څنګ د تروریزم په ملاتړ تورن کړی، خو ایران د نوموړي تورونه په کلکه رد کړي.

د یادونې وړ ده چې ایران او امریکا سفارتي اړیکې نه سره لري، خو د ایراني اتباعو د سفارتي اړتیاو د پوره کولو دغه دفتر په واشنګټن کې جوړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x