
افغان سایبر آرمي د موزیلا د سایټونو سیکورټي دړې وړي کړه
نن ټکی آسیا: د افغان سایبر آرمي چلونکې وايي چې د امریکايي انټرنیټ شرکت موزیلا فایرفوکس ویب سایټونه یې هیک کړې، او په هغه یې د افغانستان ملي بیرغ ځوړند کړی.
هغوی زیاتوي چې د موزیلا شرکت چې ځانته د امنیت او سیکورټي مخ کښان وايي، په دې نه توانیږي چې خپل پاڼه خوندي وساتي.
باید وویل شې چې په نړۍ کې د موزیلا شرکت براوزر فایرفوکس تر ټولو زیات استعمالېدونکی براوزر دی، چې زیات شمېر مینه وال یې د ښه سیکورټي له وجي خوښوي.
افغان سایبر آرمي هیکرانو ددغه شرکت د معلوماتو پاڼه (wiki) ځیني برخي له کاره غورځولي، چې په هغو کې ډایرکټري، او د موزیلا شرکت د یهودي ژبي (عبراني) ځانګړي سایټونه دي.