نظــر

په عمان کې د څلور اړخیزو خبرو اترو راتلونکې ناسته

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

مقدمه

له اوږده ځنډ وروسته د افغان سولې په تړاو د څلور اړخيزو خبرو اترو لړۍ بيا پيلېږي. تېر کال د څلوراړخيزو خبرو اترو لړۍ ناکامه شوه او د افغانستان او پاکستان اړيکې د بې‌باوريو ښکار شوې. په دې وروستيو کې چې د سولې اړوند نهيلۍ ورځ تر بلې په زياتېدو وې، کابل ته د پاکستان د لوی درستيز له سفر وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې د څلور اړخيزو خبرو اترو شپږمه ناسته به په عمان کې وشي.

داسې برېښي چې د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته پاکستان د بل هر وخت په پرتله تر فشارونو لاندې دی، نو ځکه يې د افغان سولې په برخه کې بيا هلې ځلې پيل کړې دي. دا چې په عمان کې راتلونکې غونډه به څومره اغېزناکه وي او له طالبانو سره د افغان حکومت د روغې جوړې په تړاو به څه پايله ولري؟ د دې اوونۍ د تحليل په لومړۍ برخه کې يې په اړه د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز شننې لولئ.


په عمان کې د څلور اړخیزو خبرو اترو راتلونکې ناسته

تېره اوونۍ په رسنیو کې د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو له قوله داسې خبرونه خپاره شول، چې د افغانستان د سولې په تړاو د څلور اړخیزو خبرو اترو راتلونکې غونډه به د عمان په مسقط کې د اکتوبر په ۱۶مه جوړه شي. د افغانستان د ملي امنيت شورا منلې چې افغان حکومت د څلور اړخيزو خبرو اترو د بيا پيل په تړاو د پاکستان وړانديز منلی دی. په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي ګډون وکړي. که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي؛ خو ځينو رسنيو د طالب چارواکو له خولې داسې راپورنه خپاره کړي، چې د افغان طالبانو استازي به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

د څلور اړخیزو خبرو اترو پر دې غونډه وروسته له هغه هوکړه کېږي، چې د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د جګ‌پوړو نظامي چارواکو يو پلاوی کابل ته په رسمي سفر راغی او له افغان ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره یې وکتل.

دا چې د څلور اړخیزې همکارۍ ډله څرنګه جوړه شوه، تر اوسه یې د ناکامۍ لاملونه څه وو او د عمان راتلونکې ناستې احتمالي پیغامونه او پايلې به څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ مو دلته ځواب کړې دي.

د څلور اړخیزې همکارۍ ډله

د اشرف غني له واک ته رسېدو سره، افغان حکومت د پاکستان په تړاو نرم دریځ غوره کړ، چې دغه چلند بیا د مري پروسې ته لاره پرانیستله؛ خو د ملا محمد عمر د مرګ خبر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مري له مخامخ خبرو اترو وروسته، د سولې پروسه اغېزمنه کړه.

تر شپږو میاشتو پورې د نړیوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو په هڅونه د څلور اړخیزو خبرو اترو تر چتر لاندې د افغان سولې په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې. د مري له پروسې سره د دغې لړۍ توپير دا و، چې په دغو خبرو اترو کې دوو ځواکمنو هېوادونو (امريکا او چين) د دواړو لورو د ژمنو د تضمين په موخه ګډون درلود. بيا هم، له یونیم کال څخه د زیات وخت له تېرېدو سره دغو هېوادونو د ژمنو تضمین ونه شو کړای؛ بلکې یوازې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پرمهال د اسنچاري رول ولوباوه.

د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په میاشت کې وشوه او د څلور اړخیزې همکارۍ ډله يې جوړه کړه، چې لومړنۍ ناسته يې د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام‌آباد کې، دویمه ناسته د جنورۍ په ۱۸مه په کابل کې او درېیمه ناسته د فبرورۍ په ۶مه په اسلام‌آباد کې، څلورمه ناسته د فبرورۍ په ۲۳مه بیا په کابل کې، او پنځمه ناسته هم د ۲۰۱۶ کال می په ۱۶مه په کابل کې وشوه. د څلور اړخيزو خبرو اترو د دريمې او څلورمې غونډې په اعلاميو کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پيل خبره شوې وه؛ مګر طالب استازو تر پايه په دغو غونډو کې ګډون ونه کړ او نه هم د دغو غونډو له چوکاټه بهير مخامخ خبرې پيل شوې.

د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د ناکامۍ لاملونه

د څلور اړخیزو خبرو اترو د همکارۍ ډله تر اوسه پر دې نه ده توانېدلې، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره دروازه پرانیزي. د دغې لړۍ د ناکامۍ تر ټولو مهم لاملونه په لاندې ډول وو:

لومړی؛ په خپله د څلور اړخیزو خبرو اترو میکانېزم. افغان طالبان له لومړي سره په اعتماد کې وانه خیستل شول او وروسته د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د لومړۍ، دویمې او درېیمې ناستې په اعلامیو کې وویل شول، هغه طالبان چې د سولې په خبرو اترو کې برخه نه اخلي، پرضد به یې عملي ګامونه پورته کېږي. یعنې له لومړي سره، د زور او فشار له لارې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو تګلاره غوره شوه؛ خو که یو څوک د طالبانو سیاسي–رواني وضعیت وڅېړي، نو څرګنده به شي چې طالبان په اسانۍ سره دا ډول فشارونو ته تن نه ورکوي. دغه چلند تر اوسه پر طالبانو اغېزه کړې او لاهم د څلور اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي.

دویم؛ د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال چې د افغانستان د سولې په تړاو څومره تودې ژمنې وشوې، تر ډېره عملي نه شوې. د بېلګې په توګه، د پاکستان حکومت تودې ژمنې وکړې، چې که افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو پرضد به یې عملي ګامونه پورته کړي.

د عمان د ناستې موخه څه ده؟

په عمان کې د څلور اړخیزو خبرو اترو شپږمه ناسته به تر یوه کال زیات ځنډ وروسته جوړه شي او د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان استازي به پکې برخه واخلي. د دغې ناستې مهمې موخې په لاندې ډول دي:

لومړی؛ د عمان راتلونکې ناستې ته باید تر ډېره د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدو په تناظر کې وکتل شي، نه له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په موخه.

دویم؛ پاکستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هڅې پيل کړې، چې له امریکا او په تېره بیا له ټرمپ سره خپلې اړیکې ورغوي. په همدې موخه یې امریکايي-کاناډايي تبعه کورنۍ له پنځو کلونو وروسته د حقاني شبکې له منګولو خلاصې کړې. هيښوونکې دا وه، چې د امریکا ولسمشر، دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د دغې کړنې ستاینه کړې. د ډونالډ ټرمپ په وینا دا کړنه د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو په تړاو یو مثبت ګام دی.

درېیم؛ پاکستان په دویم قدم کې، د عمان د ناستې پرمټ غواړي، ځان له هغې انزوا وژغوري، چې له کبله یې د برېکس اتحادیې په اعلامیه کې پرې نیوکې شوې وې (چین او روسيه هم د بریکس سازمان د اعلامیې برخه وو، له دغې اعلامیې یې ملاتړ کړی و او وروسته یې دفاع هم ترې وکړه).

پايله

په ټوله کې د سولې اړوند هره هڅه هيله‌بښونکې ده؛ خو داسې برېښي، چې د عمان غونډه به تر ډېره له طالبانو سره د سولې خبرو د پيل پر ځای د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابو اړيکو د ښه کېدو يوه هڅه وي.

له دې هاخوا، افغان طالبان په هېواد کې د روانې جګړې اصلي لوری امریکا ګڼي او دا جګړه د امریکايي پوځیانو تر حضور پورې روانه بولي؛ ځکه نو د سولې په پروسه کې د امريکا کم رول او پر ځای يې د افغان حکومت له لوري د بهرني سياست په تېره بيا پاکستان له لارې د سولې راوستلو تګلاره په تېرو کلونو کې ناکامه وه او ښايي په راتلونکي کې هم څه پايله ونه لري.

د دې ترڅنګ افغان حکومت له طالبانو سره د روغې جوړې د لارو چارو پرځای د هغوی پرضد د جګړې سختولو او ځپلو تګلاره په مخه کړې. د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتېژي هم په همدې ټکي ولاړه ده.

طالبان هم د ملا اختر محمد منصور له مرګ راوروسته، د سولې په تړاو څرګنده تګلاره نه لري او له افغان حکومت سره د خبرو اترو په تړاو کنګل دريځ يې دا بهير ننګولی دی. په داسې حال کې چې ترڅو افغان حکومت او افغان طالبان پر یوه مېز نه وي سره ناست، تر ډېره ناممکنه برېښي، چې د سولې خبرې اترې دې پرمخ ولاړې شي.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x