دیني، سیرت او تاریخ

نفلي روژې / مفتي محمد شريف راشد

ثوابي روژې  :  د کال د ورځو يو څو نورې ثوابي روژې به هم دلته مسلمانانو ته وليکو ، کيدای شي څوک عمل پرې وکړي ، او زمونږ لپاره هم  د خدای د رضا او له  دوزخ څخه د خلاصون سبب شي  .    

د شوال شپږ روژې :

له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : څوک چې  د روژې د مياشتې روژه ونيسي بيا په  شوال   ( د واړه اختر  په  مياشت کې ) شپږ  ( نورې ) روژې هم ورپسې ونيسې نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو .  ( الطبراني )

د شوال د روژو وخت  :

مستحب او مسنون طريقه داده چې يواځې د واړه اختر يوه ورځ  روژه ماته کړي او له دوهمې ورځې څخه دا روژې  پيل  کړي ، شپږ واړه  يو ځای هم نيولی شي او بېلې بېلې هم ، په اسلام کې وړوکی اختر يوه ورځ ده ، لمونځ چې په  دوهمه ورځ  جائز  دی  هغه قضا ده  نه چې ادا ، لکه وړاندې به راشي  .
( و ندب تفريق صوم الست من شوال ) و لا يكره التتابع على المختار خلافا للثاني حاوي . و الاتباع المكروه أن يصوم الفطر و خمسة بعده فلو أفطر لم يكره بل يستحب و يسن
 ابن كمال . ( الدر المختار : 2 / 435 , ط ايچ ايم سعيد کراتشي )

د عرفات د ورځې روژه :

عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايي چې :  مونږه چې له  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وو ،  نو د عرفات د ورځې روژه  به  مو  داسې   ګڼله لکه د دوه کلونو روژه . ( الطبراني )

له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  :  د عرفات د ورځې روژه   د مخکني او راتلونکي کال  ( ګناهونه ) بخښي . ( مسلم )

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د عرفات د ورځې روژه ونيسي نو  ( د دوه ګلونو ګناهونه ورته بخښل کېږي ) يو د راتلونکي  کال ګناهونه ورته بخښل کېږي ، او بل د تېر شوي کال  ، او څوک چې د عاشورا د ورځې روژه ونيسي نو د يو کال ګناهونه به يې وبخښل شي .

( رواه ابو یعلی )  عاشورا : د مُحَرَّم د مياشتې لسم .

د مُحَرّم د مياشتې روژې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې :  د روژې له مياشتې  نه وروسته غوره روژې  د  محرم  د مياشتې  روژې دي ، او له فرض لمانځه نه وروسته غوره لمونځ  د شپې لمونځ دی  .  ( مسلم )

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه  قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَ أَفْضَلُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلاَةُ اللَّيْلِ .     ( رواه مسلم )

د محرم د لسم او نهم روژه  :

له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې  :  له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مُحرم د لسمې د روژې په هکله پوښتنه وشوه ، نو فرمايل يې چې  : ( د محرم د لسم روژه ) د تېر کال ګناهونه بخښي  .      ( يعنې د دې روژې په ثواب کې الله جل جلاله  د  تېر کال ګناهونه بخښي )   ( مسلم )  

ابن عباس رضي الله عنه فرمايي : کله چې  رسول الله صلی الله  د  محرم د لسم روژه ونيوله نو صحابه کرامو ورته اوويل چې : ای د خدای رسوله !  دا خو داسې ورځ ده چې يهودان او مسيحيان يې درناوی      ( قدر ) کوي ؟  نو  رسول الله صلی الله عليه وسلم  بيا اوويل  :          چې راتلونکی کال راشي –  إن شاء اللهُ –   نو د  نهمې  ورځې  روژه  به  هم  ورسره  ونيسو ، خو راتلونکی کال  لا نه وو راغلی چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفات  شو   .   ( مسلم )

عَنْ أَبِى قَتَادَةَ الأَنْصَارِىِّ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم سُئِلَ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ فَقَالَ : يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ . ( رواه مسلم )

عن  عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَبَّاسٍ – رضى الله عنهما – يَقُولُ : حِينَ صَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَ أَمَرَ بِصِيَامِهِ ، قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ ! إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَ النَّصَارَى . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ  إِنْ شَاءَ اللَّهُ – صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ . قَالَ فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ حَتَّى تُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم. ( رواه مسلم )

مسئله   :  بايد د محرم   د  لسم  له  روژې  سره  د نهم روژه هم ونيول شي ، يعنې له نهم څخه پيل وشي ، ځکه چې يواځې  د لسم روژه نيول مکروه ده ،  در مختار کې راغلي چې  : و المكروه تحريما كالعيدين و تنزيها كعاشوراء وحده و سبت وحده . ( الدر المختار :اول کتاب الصوم : ۲/ 375 )

د شعبان د مياشتې  روژې :

 اسامه بن زيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې اوويل چې : ای  د خدای رسوله !  د نورو مياشتو  په روژه مې تاسو دومره نه ياست  ليدلي لکه د شعبان د مياشتې ؟   هغه اوفرمايل : دا يوه مياشت ده چې خلک پکې غافله وي ، پدې مياشت کې  عملونه الله جل جلاله ته ور پورته کېږي ، نو زه خوښوم چې زما عمل پورته کېږي او زه دې  روژه يم   .  ( نسائي )

عائشه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  به    د شعبان   ټوله  مياشت  روژه   نيوله   .   ( مسند أبويعلی  )

أسامة بن زيد قال :قلت : يا رسول الله ! لم أرك تصوم من شهر من الشهور ما تصوم من شعبان ؟ قال : ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب و رمضان ، و هو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين،  فأحب أن يرفع عملي و أنا صائم.      ( السنن الکبری للنسائي )

د شعبان دپنځلسمې شپې  عبادت :

د دې شپې عبادت هم د سعادت خبره ده .

 له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : د شعبان د پنځلسم په شپه الله جل جلاله خپلو ټولو مخلوقاتو ته ( د رحمت په نظر ) ګوري ، نو ټولو ته بخښنه کوي ، يواځي مشرک ته بخښنه نه کوي ، او بل هغه کس ته چې له مسلمان سره دښمني کوي  .  ( طبراني ، ابن حبان )

عن معاذ بن جبل عن النبي صلى الله عليه و سلم قال :  يطلع الله إلى خلقه في ليلة النصف من شعبان ، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن .          (صحیح ابن حبان ، و قال شعيب الأرنؤوط في تعليقه  : حديث صحيح بشواهده )

 

د هرې مياشتې د ۱۳ ، ۱۴ ، او ۱۵ روژه :

له جرير بن عبد الله  البَجَلِي  رضي الله عنه  څخه  روايت  دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : په  هره مياشت کې درې ورځې روژه نيول داسې ده لکه د ټول عمر روژه . ( يعنې )  د رڼا د شپو روژه ،  د ديارلسم او  څوارلسم او پنځلسم  .  ( نسائي )

فائده : د ې درې ورځو ته  ځکه د رڼا ورځې  أيام البِيْض وايي چې د دې ورځو په شپو کې د سپوږمۍ رڼا زياته وي .  

عن جرير بن عبد الله البجلي عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : صيام ثلاثة أيام من كل شهر صيام الدهر ، أيام البيض : صبيحة ثلاثة عشرة و أربع عشرة و خمس عشرة ( رواه النسائي بإسناد صحيح  , المتجر الرابح ص 243 )         

هر ه مياشت کې درې ورځې روژې نيول  : 

له عبد الله بن عَمرو  بن العاص رضي الله عنه   څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : هره مياشت کې درې ورځې
روژه نيسه  –  دا  داسې ده لکه د ټول عمر  روژه   .  ( بخاري  )

عن عبد الله بن عمرو بن العاص قال: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم: صُمْ من كل شهر ثلاثة أيام فذلك صوم الدهر أو كصوم الدهر .(رواه البخاري )

د دوشنبې او  پنجشنبې  روژه :

له ابوهريره رضي الله عنه  څخه  روايت  دی چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : د دوشنبې او   پنجشنبې  په   ورځ   باندې  ( د بندګانو ) عملونه الله تعالی ته وړاندې کېږي ، نو  زه  دا خوښوم چې زما عمل وړاندې کېږي  او زه روژه يم  .  ( ترمذي )

په يو بل حديث کې راغلي چې  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم  به  د دوشنبې او پنجشنبې روژه نيوله ، نو چا ورڅخه پوښتنه وکړه چې : تاسو د دوشنبې او پنجشنبې روژې نيسئ  ( څه وجه ده ) ؟   هغه  مبارک اوفرمايل چې : پدې ورځو کې الله جل جلاله هر مسلمان ته بخښنه کوي يواځې هغو دوه کسانو ته بخښنه نه کوي چې  يو بل سره يې دښمني وي ( خبرې نه کوي ) الله تعالی وايي چې : دواړه تر هغې پرېږدئ تر څو چې صلح کوي .  ( ابن ماجه )  

عن أبي هريرة : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : تعرض الأعمال يوم الإثنين و الخميس فأحب أن يعرض عملي و أنا صائم ( رواه الترمذي ) 

د چهار شنبې  پنجشنبې  او جُمُعِې روژه  :

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه  روايت  دی  چې  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل :   څوک  چې د چهار شنبې ، پنجشنبې  او جُمُعِې روژه ونيسي ، د ده لپاره به الله تعالی په جنت کې  يوه ماڼۍ جوړه کړي ، دا ماڼۍ به د ملغلرو ، ياقوتو او زمرودو وي  او( د جهنم  ) له اور څخه به خلاصون  هم  ورته  وليکل  شي  . ( طبراني )

له ابن عمر رضي الله عنه څخه    روایت    دی     چې :  رسول  الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې  د چهار شنبې  پنجشنبې  او  جُمُعِې  روژه ونيسي  او بیا د جُمُعِې په ورځ  لږ يا ډېر خيرات  وکړي ، ټول   ګناهونه  به  ورته  وبخښل  شي چې   دې کس کړي دي   ،   تر دې   چې    داسې   به شي لکه  په کومه ورځ چې  مور يې زېږولی وو  ( له )  ګناهونو  ( څخه  پاک ) ( طبراني ، بيهقي )

عن أنس بن مالك أنه سمع النبي يقول : من صام الأربعاء و الخميس و الجمعة بنى الله له قصرا في الجنة من لؤلؤ و ياقوت و زبرجد ، و كتب له براءة من النار .     ( الطبراني في الأوسط )

عن ابن عمر : يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : من صام يوم الأربعاء و يوم الخميس و يوم الجمعة ثم تصدق يوم الجمعة بما قَلّ او کثُر من ماله غفر له ذنب عمله حتى يصير كيوم و لدته أمه من الخطايا .              ( الطبراني في الکبير ، و البيهقي )

يوه  ورځ  وروسته  روژه  نيول  :

له عبد الله بن عَمرو بن العاص  رضي الله  عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  او فرمايل  :  الله  تعالی  ته  تر  ټولو  روژو  څخه د داود  ( عليه السلام ) روژه خوښه ده  ،  هغه  به  يوه   ورځ    روژه نيوله او يوه ورځ به يې ماتوله  ، او الله تعالی ته  په   ټولو لمونځونو کې  د داؤد  ( عليه السلام ) لمونځ خوښ دی ،  هغه به  د شپې په اوله نيمه برخه کې ويده کېدو  ، د شپې په  درېمه برخه کې به يې لمونځ کولو  بيا به په   شپږمه برخه کې  ويده کېدو  .           ( بخاري ، مسلم )

عن عبد الله بن عمرو قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم :  أحب الصيام إلى الله صيام داود كان يصوم يوما و يفطر يوما و أحب الصلاة إلى الله صلاة داود كان ينام نصف الليل و يقوم ثلثه وينام سدسه . ( بخاري و مسلم )

مفتي محمد شريف راشد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x