د سعودي باچا ملک سلمان ټرمپ ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): د سعودي باچا ملک سلمان تېره ورځ ماښام د امریکا رئیس جمهور ټرمپ ته تلیفون کړی او د ایران په اړه یې د هغه د نوې تګلارې څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د راپور سره سم ملک سلمان ټرمپ ته ویلي چې ایران په سیمه او نړۍ کې د «تروریزم» ملاتړ کوي، ځکه مونږ ستاسو نوې تګلارې ته هرکلی وایو او تایید یې کوو.

د خبرپاڼې سره سم ملک سلمان ټرمپ ستایلی چې نړۍ ته ور پيښ نوي ګواښونو ته په جدیت ګوري او د مشرتوب رول لوبوي.

سلمان د ټرمپ په تایید ویلي چې ایران د تروریزم او سخت دریځۍ د لومړی درجې ملاتړی هیواد دی، ځکه یې باید پر ضد په ګډه سره کلک موقف ونیول شي او په مشترکه توګه یې پر وړاندي اقدام وشي.

اژانس زیاتوي، ټرمپ هم ملک سلمان ته ډاډ ورکړ چې امریکا د خپلو متحدینو په ګډون غواړي نړیوال امن او سلامتیا تضمین کړي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر دوه ورځې وړاندي د ایران په اړه نوې تګلاره اعلان کړه او د اتومي تړون د تایید څخه یې انکار وکړ چې له امله یې په نړیواله سطحه ضد او نقیض غبرګونونه را وپارېدل، سعودي، امارات او اسرائیل د ټرمپ نوې تګلاره وستایل او کلک ملاتړ یې ځیني اعلان کړ خو بلخوا په اټومي تړون کې شریک هیوادونونو احتیاطي بیانیې ورکړې او ایران ته یې له خپله اړخه ډاډ ورکړ چې دوی به د تړون څخه نه پر شا کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د