نظــر

ګټوره کیسه

حامد افغان

د خدای کړه و یو وخت یوه بېړۍ په اوبو کې غرقه شوه، ټوله سپرلې یې هم د سیند کومي ته ولویدله او غرق شول، ایله څلورو کسانو د ماتو تختو په ذریعه ځانونه په بحر کې یوې جزیرې ته ورسول.

په جزیره کې له دې څلورو نه یوه یې هڅه وکړه چې یوه کوچنۍ بېړۍ ځان ته جوړه کړي او په هغه کې ځان خلاص او ابادي ته ورسوي. په کار یې پیل وکړ او تختې یې جوړولې څو کوچنۍ بېړۍ تیاره کړي.

په دریو ملګرو کې یې د یوه زړه ته ولویده چې د ځان د نجات لپاره له بېړۍ جوړوونکي سره مرسته وکړي او د بېړۍ په جوړولو کې یې مرسته ورسره پیل کړه. دریم ویریدی چې که دا کوچنۍ بېړۍ بیا اوبه غرقه کړي څه به کوم، نو غلی کېناستی او په دې نیت چې خلاصوونکي خلک به راشي او هغوی به نجات ورکړي. څلرم یې په دواړو پورې خندل او له دوی لیري ولاړ، ځکه ویل یې هسې نه د دوی د لیونتوب په ناروغي اخته شم.

بېړۍ جوړوونکي او مرستیال یې کوچنۍ بېړۍ تیاره کړه، دواړه په بېړۍکې کېناستل، دوه ورځې وروسته ساحل ته ورسیدل او نجات یې ترلاسه کړ. دوه ورځې وروسته دریم ملګری هم د نجات ورکوونکو یوې ډلې پیدا کړ، نجات یې ورکړ او خپل کور ته یې ورساوه.

د دوې خبره په رسنیو کې خپور شو، څه موده وروسته بېړۍ جوړوونکی یوې کمپنۍ وغوښت، د هغه له فکر نه یې د ګټي اخیستلو په نیت هغه په خورا مهم او ګټور کاره وګوماره، د هغه کار او ګټه د دې وړ وه چې نړیوال شهرت تر لاسه کړي، هغه د بېړۍ جوړولو د وخت مرستیال هم هیر نه کړ او هغه یې هم په کمپنۍ کې په ډېر مهم او ګټور ځای کې مقرر کړ او دواړو ستر شهرت او خورا زیات بریالېتوب تر لاسه کړ. او دریم د یوه عادي انسان په څیر ژوند تیراوه نه چا پېژاندی او نه کوم بریالیتوب و.

د دې څلورو ملګرو کیسه په رسنیو کې په تفصیل سره خپره شوه، یوه ورځ یو چا دا کیسه ولوستله او د دوی په اړه یې دا لاندې لنډه او له معنا ډکه تبصره خپل ملګري ته واوروله:
ستر خلک فرصتونه جوړوي.

بریالي خلک له هغه نه ګټه پورته کوي. عادي خلک له هغو فرصتونو ویریږي.

او ناکام خلک خندا او پوزخند ور پورې کوي.

شپې ورځې يو په بل پسې تیریدلې، لومړي کس ځان تاریخ ته ورساوه، دویم په بریالېتوب سره ژوند وکړ، دریم عادي انسان پاته شو او د څلرم په اړه لا پلټنې او ګرویږنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x