نظــر

ایا امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت ساتلو وړتیا لري؟

د ۱۳۹۲ کال وروستۍ او ۱۳۹۳ کال لومړۍ ورځ  په هیواد کې سختې خونړې ورځې وې .

د پنجشنبې په سهار په ننګرهارکې د طالبانو په برید کې ۲۴ تنه دولتي کسان مړه اوژوبل شول ،په ماخوستن یې په کابل کې د څلورو بهرنیانو په شمول ۹ کسان ووژل شول.

د جمعې په سهار دکندهارولایت  د خاکریز په ولسوالۍ کې  د یوې چاودنې له کبله  د والي د دفتر د رييس او مرستیال والي په شمول پنځه تنه ژوبل شول.

همدا راز د جمعې په ورځ د فراه ولایت په مربوطاتوکې کې له طالبانو سره د یوې نښتې له کبله ۸ تنه  پولیس ووژل شول.

په هیواد کې د دغو بریدونو خونړۍ لړۍ په داسې وخت کې پیلیږي چې په ټول هیواد کې د ټاکنو دترسره کیدو لپاره فوق العاده احضارات او امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

امریکایان ، د ناټوځواکونه او د ملګروملتونو ځانګړی استازی په افغانستان کې په سوله  ییزه فضاکې  دټاکنو دترسره کیدو اطمنان ورکوي ، دولتي چارواکي هم په هرمناسبت کې  د انتخاباتو لپاره د امنیت دتأمین ادعاوې کوي .

خو هغه څه چې په تیرو دریو ورځوکې په کابل، ننګرهار، کندهار او د هیواد په نورو سیموکې پیښ شول هغه په بشپړ ډول د دغو ادعاګانو برخلاف داسې پیښې  دي  چې امنیتي ځواکونه یې له خپلو ټولو ترتیباتو سره سره په مخنیوي کې پاتې راغلل.

که څه هم چې  امریکایان او د ناټوتړون له  تیرو۱۲ کلونو راهیسې  د افغانستان  د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیااو د هغو د ښې روزنې  خبرې کوي  او د ناټو ځواکونوپوځي ماهرینو ویلي چې د دوی له لوري د افغان  ۳۵۲ زریز پوځ  لپاره ۶ میلیارده ډالره  کلنی مصرف تخصیص شوی دی  ، خو  له دغو ټولو لګښتونواو پرمختللیوپوځي روزنې سره سره  کله چې دغه ځواکونه د طالبانو له مقاومت سره مخ کیږي  بیا لیدل کیږي  چې د طالبانو له څو تنو عادي جنګیالوسره د مقاومت روحیه له لاسه ورکوي   او د هغوی  د پلان شویو حملو  په مخنیوي کې پاتې راځي.

تیره اونۍ  دکورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې  چې هغوی به د ۴سوه زره امنیتي ځواکونو په وسیله د انتخاباتي مرکزونو امنیت  تأمین کړي ، خو افغانان ویني چې  د دولت او بهرنیانو  لخوا له دغو ټولو پوځي احضاراتو سره سره  په کابل ،ننګرهار، کندهار او  دهیواد په بیلا بیلو برخوکې د ټاکنو دوخت  په رانیږدي کیدوسره د طالبانو لخوا پردولتي مرکزونو او نورو حساسو ځایونو باندې  بریدونه زیات شوي  چې له کبله په لسګونودولتي ځواکونه  وژل شوي اوژوبل شوي دي.

داچې خپله  امنیتي مجهز ځواکونه  دخپل ځان  امنیت  نشي  ساتلی او په هربریدکې په لسګونو کسان مړه اوژوبل وی  ،نو د نوروعامو  خلګو او یا انتخاباتي مرا کزو  امنیت څرنګه  تأمین کړای شي ؟

لیکوال: شاهد (حشمت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x