نړۍ

کرمه ایجنسي: په چاودنو کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته په کرمه ایجنسۍ کې نن د یکشنبې په ورځ سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان څلور تنه سرحدي پوځیان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې وویل چې د «افغانستان او پاکستان پولې» ته څېرمه د خارلاچي په سیمه کې په ځمکه کې پټ شوی بم د پوځیانو پر یوې ګزمې وچاودېد چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښتله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ځواکونه د هغه ګروپ یوه برخه وه چې د کاناډايي سړي، امریکايي میرمنې او د هغوی د اولادونو په بیا موندلو کې یې مرسته کړې وه.

په وژل شویو کې درې عسکر او یو یې افسر دی چې په خبرپاڼه کې یې نومونه هم خپاره شوي دي او په وینا یې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې سره سم د پيښې سمدستي وروسته په سیمه کې بیړنی امنیتي حالت اعلان شوی او چاڼیز عملیات هم پيل شوي دي.

ډان نیوز خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي چې لومړی چاودنه د بمونو د موندلو او خنثی کولو پر ټیم وشوه او وروسته دوه چاودنې پر هغو عسکرو وشوې چې د لومړۍ چاودنې د قربانیانو د ژغورنې لپاره ورغلي وو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼې کې د پيښې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي چې دوی د خرلاچي په سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو ۳ پرلپسې چاودنې وکړې چې له امله یې په لسګونو عسکر مړه او ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو په یوې چاپې کې هغه بهرني بندیان خوشي شول چې پنځه کاله وړاندي په افغانستان کې تښتول شوي وو.

د وژل شویو پوځیانو انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x