نړۍ

طالبانو د کاناډايي بندي تورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): طالبانو د خوشي شوي کاناډايي بندي هغه ادعاوې او تورونه په ټینګه رد کړي چې ګویا د بند په موده کې يې لور وژل شوې او ښځه یې جنسي ځورول شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې خوشي شوې بندیان اوس د دښمن په لاس کې دي او هغوی دغه ډول بدناموونکي خبره په خوله کې ورکوي.

نوموړي د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې زیاته کړې چې همدغو دښمنانو یې د ګوانتنامو او بګرام په زندانونو کې ټول بشریت وشرماوه او اوس په طالبانو هم د خپل ځان ګومان کوي.

اعلامیه کاږي چې یاد بندیان له نیول کیدو تر خوشې کیدو پورې یوه دقیقه هم له یو بل څخه نه دي جلا شوي او د وړې ماشومې د وژلو خبره یې هم بې اساسه ده، خو زیاتوي:

«البته د بند په زمانه کې یوه پيښه داسې وشوه چې یاده ښځه مریضه شوه، سیمه ډيره خرابه وه، ډاکټر ته لاس رسی آسانه نه وو، چې د همدې نامناسب وضعیت له امله یوه ماشومه په طبعي ډول نقصان شوي وه، نور نه چا په قصدي ډول د دغې جوړې ماشوم وژلی او نه يې هم کوم ظلم او تیری پرې کړي».

ښاغلی مجاهد وايي که دوی د داسې څه پلان درلودای نو اوس به یاد بندیان له درې ماشومانو سره کور ته نه وای تللي.

طالب ویاند له بندیانو سره ښه چلند ته په خپلې ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې دښمن دې په دوی د ځان ګومان نه کوي چې «د ګوانتنامو او بګرام په زندانونو کې د امریکایانو په غیر انساني وحشتونو ټول بشریت وشرمېد».

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې یاد بندیان اوس د دښمن په اختیار کې دي او په طالبانو هر ډول بدناموونکی تور پورې کولی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې هر هغه څوک چې طالبان له نیږدې پیژني دا ډول پروپاګند ورته د منلو وړ نه دی.

جوشو بویل هغه کاناډايي تبعه و چې طالبانو په ۲۰۱۲ کال په وردګ ولایت کې له خپلې مېرمنې سره نیولی و او بیا یې په بند کې درې ماشومان وزیږیدل. د تېرې پنجشنبې په ورځ کاناډايي او پاکستانیانو چارواکو اعلان وکړ چې پنځه واړه یې د ډیورنډ کرښې پاکستاني لور ته په یوې قبایلې سیمه کې موندلي او د عملیاتو وروسته یې راخوشي کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مونږ یی هغه ویدو واوریدله ، هلته هغه سړی او د هغه میرمن چه خبری پیلوی ، نوری د هغوی خبری نه اوریدل کیږی د افغانی ژباړنو خبری خلک اوری ، دا چه هغوی څه ویلی تر اوسه د هغوی له خولی چا څه نه دی اوریدلی ، فکر کوم د دوی اړول شوی خبری هماغه د عصامه بن لادنی چه یوه پاکستان بی ایمانه او غلام ژورنالیست مرکه کوله هغه ته د سی ای ای له خوا رشوت ورکړی شوی وو، کله چه یی له عصامه رح څخه پوښتنه وکړه چه د سپټمبر په پیشه کی تاسی لاس درلود… نور لوستل »

اجمل

حتی د دغه سړی دوه جلا جلا تصویرونه ښودل کیږی یعنی د دوه جلا کسانو تصویر می تر سترګو شو کیدی شی زه غلط شوی یم او لا به دوی هغه دوم نامرد کس ته دنده ورکړی وی چه داسی ووایاست او اصل سړی به یی ناخبره ساتلی وی لا به یی رشوت ورکړی وی او عین حال کی به یی ویرولی هم وی چه د دوی د دی دروغو مقابل کی عکس العم ونه ښیوی ، حتی هغه سړی له خلاصون وروسته هم په ږیره او اسلامی روب کی ښکاری او میرمن یی هم پوړنی لری که داسی څه… نور لوستل »

سيد مصطفي

اصلاً دير وخت سخه دغه كار د يو منظم دول باندي شروع دي د ديوث دجالي مطبعات لخوا سخه چي مجاهدين بدنام كري مخكي د كندز د فتح په ورزو كي دغه پروپاگند و چي خداي مكره مجاهدين د ليلي انجونو باندي تيري كري دي بيا ميرزا اولنگ كي ورته تبليغات وشو اوس دغه پيشه د طول د كمونستي كافرانو لخوا په يو منظم شكل باندي جريان لري او دوي هر چرته چي وقت پيداسي هم دغه كار كوي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x