
چارواکي : بهرني ځواکونه په روزګان کې دايمي پوځي اډه جوړوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶):د روزګان والي محمد نذیر خروټي تېره ورځ خبريالانو ته وويل: چې د ټرمپ له نوي ستراتيژۍ سره سم بهرني ځواکونه د ولایت په مرکز ترينکوټ کې دايمي پوځي اډه جوړوي.
نوموړي وویل چې د بهرنیو ځواکونو څخه دغه غوښتنه افغان چارواکو کړې ده.
د والي په وينا په اډه کې مېشت بهرني سرتیري به له دولتي ځواکونو سره په هوايي بريدونو او د دوی په روزنه کې مرسته کوي.
کابو څلور کاله وړاندي له روزګان نه بهرني سرتيري وتلي وو او بيا ځلي ورتګ يې خلګو ته د اندېښنو سبب شوی.
لا تر دې دمه بهرنيو ځواکونو رسما څه نه دي ويلي.
د یادوني ده چې د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې نژدې دوه کاله موده پوره کېدونکې ده چې طالبانو د ترينکوټ ښار محاصره ساتلی .
د سيمي اوسېدونکي وايي چې ډېر وخت افغان چارواکي او طالبان يو د بل پر کمربندونو د خپل دښمن د ځپلو په موخه بريدونه کوي چې دواړه لورو ته د مرګ ژوبلي اوښتو سبب کيږي.