دیني، سیرت او تاریخ

د نوروز په اړه له محترم مفتي عبدالهادي حماد سره مرکه

محترم مولوي صاحب مفتي عبدالهادي حماد د افغانستان جید عالم د مدرسة العلوم الاسلامیة الحمادیة ریس، دجامعه اسلامیه اشرفیه نایب مهتمم، دجامعې اسلامیې اشرفيې دتالیف او ترجمې دڅانګې مدیر، دجامعې اسلامي اشرفيې دتخصص فی الفقه دڅانګي استاد، د حمادیه ویب پاڼې او هم دنداء القرآن مجلې د دیني پوښتونو د ځوابونو مفتي دی. مفتي صاحب حماد اته دېرش ټوکه تالیفات او ژباړې لري، چې پښتو ژبې ته يې د دیني فرهنګ ستره شتمنې بښلې ده، نن ټکی اسیا د نوي کال په دې ورځو کې له محترم مفتی صاحب حماد سره د نوروز د کلمې، تاریخ، لمانځلو او نورو اړوندو موضعاتو په اړه مرکه کړې ده، چې ستاسې مخې ته يې ږدو:

نن ټکی اسیا: محترم مفتي صاحب حماد، که د نوروز د کلمې اړوند راته ووایاست چې نوروز ته ولي نوروز وایي؟

 ځواب: نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکریم امابعد! نوروز فارسي كلمة ده دنوې ورځې په معنى ده دځينو مؤرخينو له آنده نوموړې كلمه دنوبهار څخه را اوښتې ده يعنې په لومړيو كې نوبهار و، دوخت په تېرېدو سره په نوروز باندې بدل شو . دغه لفظ په لومړيو كې دهغه آتشكدې نوم و چې د زردشت اوذوالقرنين تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندې په بلخ كي جوړه شوه او په نوبهار باندي ونومول شوه، بيا دمجوسيانو لخوا دهغه ورځې لپار نوم كښېښودل شو، چې دوى به ددغه آتشكدې دپيل دورځې ددرنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به يې پكې كاوه او اختر به يې ورته وايه ياپه بل عبارت دوى ودغه ورځې ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځله يې، چي د اور دعبادت لومړۍ ورځ وه، د دوى دغه لمانځنې اوخوشالۍ به نهه ورځې وې اودوى به په دغو ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل، چي د زردشت او ذوالقرنين په دين كې پر دوى باندي حرام شوي وو .

نن ټکی اسیا: د نوروز د تاریخ په اړه که لوستونکو ته لږ معلومات ورکړئ؟

 ځواب: د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : نوروز د اور عبادت كونكو اومجوسيان (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى ،چي هركال به په آذربايجان ، ايران اوبلخ كي  داور دعبادت كونكو لخوا لمانځل كېدئ . (الملل والنحل ،ج: ۱، ص: ۲۳۸) . د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نومېدئ ،چي په ايران كي دنيشاپور دحواق دسيمى و . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي ،چي اورپرستانو به دغه ورځ د څه وجي څخه لمانځله؟ ځينې پر دې اند دي، چې اور پرستو دغه كار پردې موخه كاوه، چې دغه ورځ د زردشت د زوکړې ورځ ده او دوى به هم د ده د زوکړې ورځ لمانځله، لكه نصرانيان، چي هركال دعيسىٰع د زوکړې ورځ د ډسمبر د مياشتى پر پنځويشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځي. ځينې بيا پردې اند دي، چي د اورعبادت كونكو په دغه ورځ د اور عبادت پيل كړی دی، په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي . ځينې بيا پردې اند دي، چې په دغه ورځ داور عبادت كونكو د لومړى ځل لپاره د نوبهار په آتشكده كې اور بل كړ اوسجدې كول يې ورته پيل كړه،  نو داچې ددوى دلويې اتشكدې دعبادت دپيل ورځ ده، نو ځكه دوى په دغه ورځ اختر جوړول پيل كړ. لنډه داچي د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري، ځكه نوبهار د(۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري د مجوسيانو عبادت ځاى و. خو دوخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترميلاد وړاندي دهندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پر افغانستان باندي يرغل وكړ او ترخپل ګورت لاندې يې راووست، د نوبهار آتشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل . بيا نوموړي پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول، چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري ،چي د (۳۲هـ)سره سمون خوري. همداسي د بودايانو عبادت ځاى و. (الملل والنحل ،ج: ۱، ص : ۲۳۸). كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيان له پاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي لمانځله اوداختر خوشالي به يې كولې . كله چې په (۳۲ هـ ) كال كې په بلخ كې داسلام سپېڅلى دين وځلېد، يعني د حضرت عثمان رضی الله عنه په خلافت كې داحنف بن قيس تميمي پر لاس باندې بلخ فتحه شو اوداسلام پياوړى مركز يې ځينې جوړ كړ، نوموړې بت خانه يې پخپله په هغه مسلمان شوو بودايانو ماته كړه، چي نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه شوي وو،  داسلام ددغه ځلا سره په حق پوهېدونكي افغاني ملت ټولو دينونو ته په رښتياني ډول شا وروګرځوله او داسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه.

 د نوروز ټولې لمانځنې يې ترشاكړې، بلكې كومې ورځې چې اسلام سپېڅلې ورته ښوودلې وي، هم هغه يې لمانځلې آن تردې چې د (۳۲هـ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پورې په ټول افغانستان كې دنوروز ورځ نه چاپېژندله اونه يې لمانځله.

نن ټکی اسیا: داچي نوروز په افغانستان کې بېخې له منځه ولاړ، نو بیا څنګه بیرته راژوندی شو؟

 ځواب: كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسېد، نو يو خو يې دحسن حسين د مياشتې لسمه يعنې دحسنينو دشهادت په ورځ دتورو كالو اغوستل، د بازار بندول او دمارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كې ليكي چې ديلمي خطيبانو ته امر وكړ، چي پر معاوية، ابوبكر عمر اوعثمان رضی الله عنهم اجمعین باندي په خطبة كې لعنت ووايي (العياذبالله).

 او بل يې دا كار وكړ، چې يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار كې د حضرت علی کرم الله وجهه د مزار پر نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي د ده مبارك دزيارت پر نامه جوړه كړه، خو دا تشه موهومي ودانۍ ده. يعنې دا چي نه دلته دعلی کرم الله وجهه مزار شته او نه د بل چا مړى دلته دفن دی،  دا يواځې قبر ته ورته خالي قبر ودان دی، نور هيڅ دلته نشته،  همدا ډول نوموړي متعصب واكمن يو بل كار دا وكړ، چي د نوبهار ورځ يې په نوروز بدله كړه او ددغې ورځې لمانځل يې بيا راژوندي كړل، په زيارت كې يې د جنډې پورته كېدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړه، چي که كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كې ګډون وكړي بنا به شي، بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه شوه، په ټولو حكمتونو كي پرخپل ځاى پاته شوه آن تر دې چي دافغانستان د ملي ورځو څخه وګرځول شوه، يواځې دطالبانو دواكمنۍ پرمهال پردې ورځ بنديز ولګېد او منعه اعلان شوه، كله چې د طالبانو حكومت سقوط وكړ، د نوې ادارې په رامنځته كېدو سره د نوروز ورځ بيا خورا عامه شوه.

نن ټکی اسیا: په نوره نړۍ کې هم نوروز همدا دکال لومړی ورځ ګڼل کېده؟

 ځواب: د نوروز تاريخ چې تر يوبريده وڅېړل شو داسې ځيني برېښې چې مجوسيانو او يا نورو كافرانو چې كوم نوروز لمانځه، اصلاً هغو جلا ورځې درلودې، يعنې دا چې د نوروز نوم يواځې په دې ورځ پوري خاص نه دي، كوم چې په افغاني ټولنه كې دود دی، داخبره څه احتمال او وهم نه بلكې د يقين تر بريده رسېدلې خبره ده، ځكه زموږ د مذهب يو معتمد كتاب ليكي: … (إلى النيروز) هو أول يوم من الربيع تحل فيه الشمس برج الحمل، وهذا نيروز السلطان، ونيروز المجوس يوم … وعده البرجندي سبعة … (درالمختار ، ج : ۵، ص:۲۰۰ ، ط: شاملة)

 ژباړه: … نوروز دحمل پر لومړۍ نېټه دی او دغه نوروز ته سلطاني نوروز ويل كېږي او دمجوسيانو نوروز (په بله ورځ دی)…او برجندي اوه نوروزه شمېرلي دي، يعنې دا چي اصلاً اووه نوروزه شته.

 په بل ځاى كې راځي: …لِأَنَّ النَّيْرُوزَ مُخْتَلَفٌ بَيْنَ نَيْرُوزِ السُّلْطَانِ وَنَيْرُوزِ الدَّهَّاقِينَ وَنَيْرُوزِ الْمَجُوسِ ، كَذَا فِي الْكِفَايَةِ .درر الحكام شرح غرر الاحكام، ج : ۶، ص : ۲۸۱، رد المحتار ، ج :۷ ، ص : ۳۲۹
ژباړه : … ځكه نوروز بېل ، بېل دی، يو سلطاني نوروز دی ، دالدهاقين نوروز دی ، د مجوسو نوروز دی.

نن ټکی اسیا: داسلام له نظره د نوروز د لمانځلو حکم څه دی؟

ځواب: نوروز لمانځل نه يواځې چې په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده، بلکي د ټولو اهل السنة والجامعة دعلماوو پرې اتفاق دی، چې دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو اودکفارو دود راژوندى كول جائز نه دي. ځکه فقهآء ليکي:

 من خرج الي السدة اي مجتمع اهل الكفرفي يوم النيروزكفرلان فيه اعلان الكفركانهم اعانهم عليهم.( شرح فقه الاكبر ص: ۲۳۰)

ژباړه: كه څوك د نوروز په ورځ دكافرانو ټولۍ ته ووت كافردی، ځكه دا اعلان دكفردی، ګويا دى د دوی سره پر نوروز باندې كومك كوي.

د كفر د حكم څخه موخه ډېرټينګاردی، چې په دې ورځ باندې مسلمانان بايد د كفري كارو څخه لرې پاته شي. كه څوك د دوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كې دود كړي او دا كفري رواج ځانته رواج كړي، دابه ترهغه ډېره بده وي. ځكه چي محضې ورتګ يې دومره سخت منعه دی، نو د دوى تقليد به څومره منعه وي؟

او كه څوك ددغې ورځې دود ته ښه دود ووايي، دكفروېره ده. ځكه ملاعلی قاري فرمايي:

 اذا اجتمع المجوس يوم النيروزفقال مسلم سيرة حسنة وضعوها كفر .( ملاعالي قاري ص:۱۲۰)

ژباړه: كوم وخت، چې مجوسيان راجمعه شي د نوروز په ورځ او يو مسلمان ووايي، چې ښه خوى يې وضع كړى دی كافردی.

 په بل ځاى کې راځي:

 والاعطآء يوم النيروز والمهرجان لايجوز اي الهدايا باسم هذين اليومين حرام وان قصد تعظيمه کما يعظمه المشرکون يکفر قال ابوالحفص الکبير لو ان رجلا عبد الله خمسين سنة ثم اهدى لمشرک يوم النيروز بيضة يريد تعظيم يومه فقد کفر وحبط عمله .( الدرالمختار ج:٢، ص:٢٩٢)

ژباړه : د نوروز او مهرجان په ورځوكې ورکړه جائز نه ده، يعنې په دغه دوو ورځو کي ورکړه حرامه ده، او که د چا موخه ددغو ورځو درنښت و، لکه موجسيان چې يې کوي، کفردی .

 ابوحفص کبير فرمايي : که چا په دغه ورځ کې د دې ورځې د درنښت په موخه کافرته يوه هګۍ ورکړه، که څه هم پنځوس کاله يې دالله عبادت کړى وي هغه عبادت يې لمنځه ځي اوکافرکيږي.

نن ټکی اسیا: اسلام د خوښیو لپاره کومې ځانګړې ورځې یا هم میاشتې لري او دخوښۍ لمانځلو طریقه يې څه ډول ده؟

ځواب: كوم وخت، چي داسلام سپېڅلى دين وځلېدی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دوې ورځې وليدې، چې يوه د نوروز په نامه وه اوبله دمهرجان په نامه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه ورځو لمانځلو څخه خلك منعه كړه اودوى ته يې وفرمايل : الله د دغو ورځو په بدل كې تاسو ته تر دغه غوره ورځې دركړې، چي يوه د لوى اختر ورځ ده اوبله دكوچنى اختر ورځ ده.

ځکه په يوه حديث کي راځي :

عن انس قال : قدم رسول الله المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر . (رواه ابوداؤد کذا في المشکوة ج:١،ص:١٢٦)

ژباړه : انس فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ،چي مدينې ته تشريف راووړ، د مدينې خلكو په دوو ورځو کې خوشالۍ کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : داکومې ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ دجاهليت (کفر) په وخت کې په دغو ورځو کې خوشالۍ کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره دربدلې کړې، چې تر دغو ورځو غوره دي، يوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دکوچني اختر ورځ ده .

 دپورتني حديث په تشريح کې اشعة اللمعات ليکي : دغه ورځې، چې د مدينې خلكو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه اوبله دمهرجان ورځ وه .( اشعة اللمعات علي المشکوة ج: ١، ص:٦٤٣)

 همدا ډول ملا علی قاري ددغو دوو ورځو په تعين کې فرمايي :

 وهما يوم النيروز والمهرجان .( مرقاة ج:٣، ص:٥٤٣)

ژباړه : هغه دوې ورځې (چي رسول الله منعه کړي دي) يوه د نوروز ورځ ده اوبله دمهرجان ورځ ده .

د لوی اختر او کوچنی اختر ورځې الله ج مسلمانانو ته دخوشالي کولو لپاره ورکړې دي، په یادو ورځو کې مسلمانان خوشالي کوي، د خپل رب جل جلاله څخه دخپلو ګناهونو معافي غواړي او هم خوابدي وروڼه سره خوشالېږي، یادې ورځې د مسلمانانو د خوشالي ، اتفاق ، اتحاد، یوځایوالي او یو موټي کیدو سمبول دي. او په دغو ورځو کې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لاندې شیانو هدایت فرمایلی دی:

 غسل کول. مسواک وهل. له خپل توان سره سم عمده او ښکلي جامې اغوستل. خوشبويي لګول. سهار وختي پورته کېدل. عيدګاه ته ښه وختي تلل.

عيدګاه ته تر تللو مخکې څه خوږ شی خوړل، لکه خرما او داسي نور … عيدګاه ته تر تللو مخکې صدقه فطر (سرسايه) ورکول. د اختر لمونځ په عيدګاه کې کول، يعني بېله عذر څخه د ښار په مسجد کې نه کول. په کومه لاره چي ولاړ سي، بيرته پر هغې لاره نه راتلل. پياده تلل. په لاره کې (الله اکبر الله اکبر لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد) په ټيټ آواز سره ويل او تګ کول.
(فتاوی هنديه: ج ۱، ص ۱۴۹ – ۱۵۰، باب صلاة العيدين)

نن ټکی اسیا: ولې په ځینو اسلامي ټولنو کې په تېره بیا په افغاني ټولنه کې نوروز لمانځل کېږي؟

ځواب: زما له انده ددې کار په رواجېدو کې پخپله مسلمانان غټ لاس لري، البته دتاریخ په اوږدو کې، چې کله د مسلمانانو ترمنځ مذهبي اختلافات دټېل ماټېل تر بریده رسیدلي دي، نو د نوروز او یو لړ نورو بدو اعمالو دبنیاد لامل شوي دي، لکه اصحابانو ته ښکنځل کول، یا نبوي خاندان داسې معصوم بلل چی بېخې ګناه ځینې ممکنه نه ده، یا پر نبوي خاندان بد ویل او داسی نور دا ټول هغه څه دي، چې داموي خلافت په پیر کې او هم دعباسي خلافت په پېر کې رامنځته شوي دي.

 دا ځکه دمقابلې تقاضا داده، چې کله څوک خپل ښکار کړي نو بیا هر څه تر شا کړي، یعنی دا چې نه بیا تقوا ته ژمن وي او نه هم الهي خشیت ته.  همدا وجه ده، چې د یادو اختلافونو په مقابله کې راغلې خواوې خوارج او معتزله شول، کومو کسانو چې ځانونه ترې وایستل هغه اهل سنت دي. ځانونه یې خلاص کړل.

 او معتزله او هم خوارج بېخې له اسلامه ووتل. د نوروز په ترویج کي هم معتزله غټ لاس لري. خو الحمد لله د تاریخ په اوږدو کي حق پرستو ددغه ناوړه عمل دمنع لپاره هڅې کړې دي، یواځې تر انقلاب مخکې هغه حکومتونه، چې علماء يې سخت محکوم کړي وو، په هغو دورونو کي لږ، لږ دا عمل وو او کله چې دا حکومت رامنځته شو، په دې حکومت کې زیات هغه خلک واک ته ورسېدل کوم، چې ډېر مطرح نه وو، ځکه نو د مطرح کېدو لپاره يې ټول هغه څه کول،چې خلک خوشاله وساتي .

ددغه کار په سلسله کې د نوروز مسئله هم وه، چې چارواکو غوښتل  دایران، تاجکستان، عراق، سوریه او داسې نورو معتزله میشتو هیوادونو دخوشاله ساتلو لپاره او هم دهغو خلکو د لارې خلاصولولو لپاره، چی سکولر و، همدا ډول په افغانستان کي دځینو معتزلوو دخوشاله کولو لپاره او یا هم دهغو بې موقفه خلکو لپاره، چې محض دپردیو تقلید تمدن بولي. دهغو دخوشاله کولو لپاره دنوروز پراخوالي ته دولتی کړیو زور ورکړی. خو بیا هم الحمد لله په اوس وخت کي هم علماوو ډېر کار وکړ  زیات خلک اوس دنوروز څخه کرکه کوي.

نن ټکی اسیا: مفتی صاحب! ځینې خلک داسې وایې، چې موږ په دې خاطر خوښي نه کوو چې نوروز دی،  بلکي په دې خوښ یو، چې یو کال تېر شو او دې بل کال ته په ورتګ او ژوندي پاتې کېدو خوښ یو دداسې حیلو په اړه څه وایاست؟

ځواب: په دې اړه بايد وويل شي چې څوك ددوو اخترو پرته بل اختر ټاكي دا كار جايز نه دی، داچې په دې كار سره د كافرانو سره مشابهت راځي بايد ونه لمانځل شي، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

من تشبه بقوم فهومنهم .
 ژباړه: څوك چې د نامسلمانوخلكوسره مشابهت كوي هغه دهغې ډلي څخه دی.

 بله خبره داده، چي په افغانستان كې چي د نوروز ورځ لمانځل كېږي  ټولې داسي كړنې پكې ترسره كېږي، چې د شريعت څخه مخالفې دي، لكه: فحشاء كارونه كېدل ، موسيقي اورېدل ، په مزار كي دجنډې پورته كېدل او داسي نور.

دا ټول كارونه په شريعت كي حرام دي، څوك چې په دې ورځ باندي نوروز لمانځي اصلاً دغه ناروا كارونو ته مرسته ور رسوي. خو كه څوك وايي چې دا ورځ رخصتي ده د موسم نوى والى دی، زه غواړم چې په دې ورځ درخصتۍ څخه ګټه واخلم ، داسې تفريح وكړم ، چي په شريعت كي جايز وي نو كولاى شم چې په دې ورځ كومې خوا ته دتفريح په نيت ولاړ شم؟ ددغه كس په اړه بايد وويل شي چې لومړى خو دي دغه كس دخپلې رخصتۍ ورځ بدله كړي، ډېر احتياط پكښې دی.  كه يې نه بدلوي نو په لاندې شرطونو باندې رخصتي كولاى شي:

۱: په دې نيت به نه وزي چي دا د نوروز ورځ ده.

۲: دده په تګ سره به دې ناروا دود او بدعاتو ته ترقي نه رسيږي.

 ۳: كوم بدعتونه چي څوك په دې ورځ ترسره كوي  په هغوى كي به ګډون نه ورسره كوي.

 ۴:هيڅ داسې عمل به نه كوي چي دكافرانو سره مشابهت پكې راځي.

(کما فی كتاب التمسك بالسنن لامام ذهبي رحمه الله ، المعرب للجواليقي 340 ، حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح، للعلامه الطحطاوي الحنفي. کذا فی مختصر في أخبار البشر، بلوغ الارب للألوسي 1/348 ، موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة 1/415، رسالة “تشبه الخسيس بأهل الخميس، ص:” 46 شــرح الفقه الأكبر لملا علي قاري، ص: 282 مخ ،مجلة الجامعة الإسلامية” 103- 104ګڼه، الإيضاح والتبيين لما وقع فيه الأكثرون من مشابهة المشركين،للعلامه التويجري، تاريخ اليعقوبي1/174. کذا فی عون المعبود 3/485، مرقاة جلد: ٣٥٤٣، العقود الدرية السلطانية،ص: 32 فيض القدير لعلامه مناوي، المرعاة شرح مشکواة، اشعة اللمعات شرح مشکوة١ ٦٤٣ ¬)

نن ټکی اسیا: په اوس وخت کې ځینې له دینه ناخبره ځوانان داسې وایي، چې نوروز لمانځل زموږ فرهنګ دی او اسلام باید زموږ دفرهنګ په وړاندې خنډ نه وي ایا په مسلمانه ټولنه کې فرهنګ سره شریک دي که بېل؟

 ځواب: حقیقت دادی، چې مثبت فرهنګ ساتل د هرې ټولنې حق دی او مثبت فرهنګ ساتل دعلماوو او پوهانو خلکو کار دی، همدا ډول فرهنګ ساتل دغیرتمندو خلکو کار وي، کم همته خلک خپل فرهنګ له لاسه ورکوي او اسلام هم د هرې ټولنې مثبت فرهنګ ته درناوی کوي او اسلام تل هڅه کوي، چې هره ټولنه د نورو له فرهنګه وساتي.

 دا چې نوروز دافغانانو فرهنګ دی که نه؟ په دې خبره پوهان ښه پوهېږي او بې سوادان یا وچ تقلید کونکي، په دې کار نه پوهیږي. زما له انده افغاني عنعات پر دوه ډوله دي:

 ۱: تر اسلام وړاندي

 ۲: تر اسلام وروسته

 کوم عنعات، چې تر اسلام وړاندي دي بيلګې یې عبارت دي له:

الف: بت ته سجده.

ب: اور ته سجده.

ج: نوروز لمانځل.

د: دویستا کتاب درناوی.

هـ: د زردشت درناوی… او داسی نور.

کوم عنعنات، چې له اسلام وروسته دي هغه بیا زما له انده دوه ډوله دي:

۱: مثبت لکه:

 الف: ږیره لرل.

ب: لنګوټه لرل.

 ج:مېلمه پالنه.

 هـ: ناموس ساتنه… او داسې نور.

 ۲: منفي عنعنات:

الف: په بدیو کې ښځي ورکول.

 ب: دکونډو حقوق تلپول.

 ج: ښځو ته میراث نه ورکول.

د:سپیان جنګول… او داسی نور.

زما پوښتنه داده، چې دغه کسان، چې داسلام څخه غوښتنه کوي، چې اسلام دي زموږ دفرهنګ مخه نه نیسي، اسلام دکوم فرهنګ مخه ونه نیسی؟ ایا تر اسلام وړاندې فرهنګ او که تر اسلام وروسته فرهنګ؟

که تر اسلام وروسته فرهنګ وي خو نوروز موږ په وروستي فرهنګ کې نه لرو غیر له دې څخه، چې د نورو وچ تقلید وکړو، او صرف وچ تقلید مادرنیزم او تمدن وبولو؟!

حال دا چې دا کار د ناپوهي زیږنده دی، او په فکري لاره کي د نه ازادۍ علامت دی او خپله دفرهنګ سره دښمني ده. بله خبره لا داده، چې افغانان په ټول هغه فرهنګ شرمېږي کوم، چې د اسلام سره په ټکر کي دی، حتی اکثره مؤرخین د پښتنو نسل دبنو اسرائیلو څخه نه مني او په هغو باندې شرمیږي. ځکه دا پښتون فطرت دی، چې طبیعت يې اسلامي فرهنګ زغمي او په کفري فرهنګ شرمېږي. هغه حمزه بابا وړايی:

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای، نو هم به مسلمان وم

 کوم څوک، چې نوروز افغاني فرهنګ بولي هغه دي شرم وکړي، ځکه داسې دعوه بېخې، دپښتو دفطرت څخه خلاف دعوه ده، بله خبره داده، چې دغه خلک اصلاً کفارو پر فکري جنګ باندي غولولي دي. ځکه چې نصارا تر دوه سوه كلنې جګړې وروسته پر دې پوه شول، چي مسلمانانو ته په نظامي جګړه کې ماته وركول شونې نه ده.  موږ ته پكاره ده چې يوه بله جګړه پكار واچوو او د هغې جګړې په پايله كي دوى ته ماته وركړو،  بالاخره دوى د ډېرو څېړنو وروسته فكري جګړه تثبيت كړه، او وې پتېيله چې د همدې جګړې له لاري به مسلمانانو ته ماته وركوي او دوى ددغه لارې تر ډيره برېده بريالي هم شول.
 دوى په دغه جګړه كې دسلاح څخه كار نه اخلي بلكي دشيطانت ، منځني اختلاف اچول او د مسلمانانو د خطاايستلو څخه كار اخلي.  دوى په پيل كې په خپل شيطانت سره دمسلمانانو خلافت لمنځه يو ووړ ورپسې…

لنډه دا چې يو كار يې دادى چې دوى په مسلمانانو كې داشى عام كړى دى چې تاسو به خپل دودونه راژوندي كوئ، ځكه دا ستاسو تاريخ دى ، داستاسو كلچر دى اوداستاسو ادب دى!

دا خو ښه خبره ده چي موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه داده چې كوم ادب وساتو؟ اسلامي ادب وساتو ؟ تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟  اوكه د دواړو حالاتو ادب وساتو؟  كه اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى، بلكې داسلام په راتګ سره منعه شو،  لكه په تاريخ كې چي مو وښودل. كه تراسلام وړاندي ادب هدف وي نو تراسلام وړاندې خو موږ بتانو ته سجدې كولې بايد اوس يې هم وكړو؟  تراسلام وړاندې خو موږ اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو؟ او تراسلام وړاندې خو موږ دمسلمانانو سره جنګېدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو؟  

كه د دواړو حالاتو ادب هدف وي نو موږ ولې دكفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره لېواله يو اوداسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو؟؟؟

 دبېلګې په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلې اوږېرې يې لرلې، ولې داسې څوك نه شو پيدا، چي دا خبره وكړي چې لنګوټه او ږېره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو اووې لمانځو پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو ځكه داخو زموږ كلچر هم دى؟

نو معلومه شوه چې دا كفري فكري جګړه ده غواړي چې له دې لارې  يې داسلام څخه لرې كړي. او بېرته يې هغه كفري حالت ته ورټېل وهي اوبيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي.

نن ټکی اسیا: د داسې کارونو دمنع کېدو لپاره کوم خلک زیات مسؤلیت لري؟

ځواب: دا کار علماوو کړی دی ، بیا به یې هم کوي البته روڼ اندی قشر لکه لیکوال ، ژونالیستان او داسې نور هم باید خلک دمذهب په رڼا کې په خپل فرهنګ پوه کړي، د دوی دا کار به ديوې خوا خپله ټولنه ساتلې وي او له بلې خوا به يې د ادب حق هم پوره کړی وي.

ومن الله التوفیق هو الهادي الی سبيل السواء والی المشتکی

نن ټکی اسیا: ډېره زیاته مننه، مفتي صاحب کور مو دان.

ځواب: ستاسو څخه هم دزړه له کومې مننه کوم، چې خپل قیمتي وخت مو ماته راکړ، څو هغه څه دخپلو مسلمانو وروڼو سره شریک کړم کوم، چي زما له انده زما مسؤلیت وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x