افغانستان

د یوناما پخوانی مشر: د قطر دفتر د سولې پروسې د پیل لپاره ښه ادرس دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» پخواني مشر کای آیډي د طلوع نیوز سره په مرکه کې د قطر د دفتر څخه ملاتړ وکړ او وې ویل چې په اوس وخت کې ددغه دفتر تړل به لویه تېروتنه وي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې امنیتي حالت تر پخوا ډېر خراب شوی خو د مالي او اداري فساد پر وړاندي د مبارزې په برخه کې څه نا څه پرمختګ لیدل کیږي.

کای آیډی وویل چې اوس هم په قطر کې د طالبانو د استازو سره اړیکې لري، که چیري هغوی ته د یوه مستقل اړخ په توګه مشروعیت او اعتبار ورکړل شي، کیدای شي د دواړو لورو تر منځ د سولې په برخه کې خبرې اترې پایله ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان سوله باید د افغانانو په واک کې وي او دوی باید د بهرنیو اړخونو څخه د سولې د هلو ځلو تمه ونه لري. خو که چیري حکومت د ملګرو ملتونو منځګړیتوب وغواړي نو ګټور به وي.

نارویژي دیپلوماټ وویل چې اوس هم د خبرو له لارې د طالبانو سره سوله ممکنه ده، مهم دادی چی دواړه اړخونه د خپلو مخکنیو شرطونو څخه تېر شي او د سولې په پروسه کې داخل شي.

او زیاته یې کړه چې باید د طالبانو سره اړیکې له هغه چینل څخه ونیول شي چې هغوی یې خوښوي ، زما په نظر د طالبانو د قطر دفتر د هغوی سره د اړیکو جوړولو او د سولې په اړه مذاکراتو کولو یو ښه چېنل دی چې د تړلو او خلاصولو په اړه یې ضد او نقیض خبرې کیږی، «زما په فکر بندول به یې لویه تېروتنه وي».

کای آی ډي د امریکا د نوې تګلارې څخه هم ملاتړ وکړ او وې ویل چې اضافي ځواکونه به وکولای شي چې دولتي ځواکونه په ښه توګه ورزوي، چې په پایله کې به یې امنیت نسبتا کنټرول شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې به یې افغانستان ته امریکايي او ناټويي اضافي ځواکونه لیږل کیږي، د طالبانو پر ضد به عملیات زیاتیږي، د افغانستان په جګړه کې به هندوستان ته زیات رول ورکول کیږي او پر پاکستان به فشار اچول کیږي تر څو د طالبانو د ملاتړ څخه لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x