په یوه اونۍ کې دسعودي ۲۰ تنه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ سعودي رسنیو وویل چې د هیواد په جنوبي برخه کې د یمن سره په سرحدي سیمو کې په جګړو کې ۳ سعودي عسکر ووژل شول.

د رسنیو د شمېرو له مخې په تېره یوه اونۍ کې د سعودي عسکرو د مړو شمېر شاوخوا شل تنو ته پورته شو.

د راپورونو سره سم د سعودي او حوثي ملیشو تر منځ په دې وروستیو کې د نجران په سیمه کې جګړې زیاتي شوې چې له امله یې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

سعودي الوتکې د حوثي ملیشو او پخواني رئیس جمهور علي عبدالله صالح د ځواکونو پر پوځي مرکزونو د الوتکو په واسطه بریدونه کوي او هغوی د سعودي اړخ ته پر پوځي اهدافو د «کاتیوشا» میزایل توغوي.

تېره ورځ «شنبه» هم سعودي رسنیو د نجران په سرحدي سیمو کې د څلورو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې وه چې د مقابل اړخ پر پوځي مرکزونو د سعودي الوتکو بمبار وکړ چې له امله یې په هغه اړخ کې هم په لسګونو جنګیالي وژل شوي دي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ سعودي رسنیو هم د پنځو سعودي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. بلخوا د حوثي ملیشو اړوندو رسنیو ویلي وه چې د نجران په «الشرفه» سیمه کې يې د سعودي ځواکونو تعرضي برید پر شا تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د سعودي حکومت د اعلان شویو رسمي شمېرو له مخې د روان کال ۲۰۱۷ د مئي میاشتې راهیسي تر اوسه تر سل زیات سعودي عسکر وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د