افغانستان

د اجراییه رییس په ګډون لوړ پوړي چارواکي لغمان ته تللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶):د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، نن د ګډ حکومت د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله په ګډون لوړ پوړي چارواکي لغمان ولایت ته راغلي او په دې ولایت کې به د رغونې په هدف په جوړ شوي جشن کې ګډون وکړي.

د ځواک په خبره، له اجراییوي رییس سره په دې سفر کې ځینې وزیران، معینان، د ولسي جرګې ځینې استازي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم دي.

دده په خبره، په روان کال کې په لغمان کې د ۱۶میلیونه افغانیو په ارزښت ځینې پروژې بشپړې شوي او په ځینو نورو یې کار روان دی.

اجراییوي رییس عبدالله عبدالله داسې مهال لغمان ولایت ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې وسله‌وال طالبان د مرکز مهترلام سیمو ته نږدې شوي دي.

په روان کال د لغمان ولایت د الینګار، الیشنګ ولسوالیو او مرکز مهترلام ښار کې د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې زیاتې سیمې یې طالبانو ترې نیولي دي.

لغمان د ختیځو ولایتونو څخه هغه ولایت دی، چې وسله‌وال طالبان پکې پراخ حضور لري او د لغمان زیاتې سیمې د دوی تر ولکې لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x